تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د عَمرو بن العاص رضی الله عنه اسلام
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 25, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۸۸برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د عَمرو بن العاص رضی الله عنه  اسلام

 

په دغه وختو کي عمرو بن العاص چي پر هغه خپله عقيده د شرک ؤ غوښتل چي حبشې ته د تجارت دپاره ولاړ سي، نو يې د څرمني څخه د جوړو سوو شیانو هديې او تحفې د حبشې د پاچا نجاشي دپاره ور سره واخستې، په دغه وخت کي بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم   عمرو بن اميه الضُمري رضی الله عنه  و حبشې ته لېږلى ؤ چي اُم حبيبه د ابوسفيان لور و رسول الله صلی الله علیه وسلم   ته په نکاح کړي، ام حبيبه رضی الله عنها  چي مسلمانه وه او پلار يې ابوسفيان د کفر رئيس او د مکې مکرمې مشر ؤ، دغه ام حبيبه رضی الله عنها  د خپل مېړه عبيد الله بن جحش او نورو مسلمانانو سره حبشې ته په هجرت تللې وه او عبيد الله بن جحش هلته په حبشه کي مړ سو، يا په بل روايت کي وايي: چي عبيد الله بن جحش اسلام پرېښاوه او نصراني سو، څرنګه چي ښځه يې ام حبيبه رضی الله عنها  مسلمانه وه نو يې دا پرېښوول، 


په هر حال يا يې مېړه مړ سو يا نصراني سو او اُم حبيبه رضی الله عنها  يواځي پاته سوه، د بل په وطن کي د هجرت په حال کي مېړه او سر پرست نه لري، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم   په دوه سببه غوښته چي دا په نکاح کړي يو دا چي د دغي نکاح اوخېښۍ په سبب ابوسفيان د دې پلار چي د قريشو مشر دى د اسلام او مسلمانانو دښمني پرېږدي او ممکن و اسلام ته تشويق  سي او بل دا چي دغه مسلمانه ښځه په حبشه کي بې سر پرسته نه سي پاته، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم   دغه عمرو بن اُميه الضُمري رضی الله عنه  حبشې ته و لېږى چي ام حبيبه و رسول الله صلی الله علیه وسلم   ته په نکاح کړي،

عمرو بن اميه رضی الله عنه  او عمرو بن العاص دواړه په يوه وخت کي حبشې ته ورسېدل، عمرو بن العاص چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم   قاصد په حبشه کي وليدى په زړه کي يې دا فکر پيدا سو چي عمرو بن اميه رضی الله عنه  اسير و نيسي او مکې مکرمې ته يې ور سره بوزي، کوم  وخت چي عمرو بن العاص د هديو او تحفو سره د نجاشي و مجلس ته ورغلى نجاشي ته يې و ويل: دغه عمرو بن اميه ما ته را تسليم که چي مکې ته يې را سره بوزم، نجاشي په قهر ورته و ويل:

ته غواړې چي د هغه چا قاصد په لاس درکم چي و هغه ته ناموس اکبر راځي؟ يعني: جبريل عليه السلام  ورته راځي، عمرو بن العاص چي مشرک ؤ او د آسماني أديانو معلومات نه ؤ ور سره په تعجب کي سو او ويل: څنګه ناموس اکبر ورته راځي؟ نجاشي و عمرو بن العاص ته وحيِ په تفصيل سره ور وښوولې چي وحيِ څه شي دي او پخوانيو انبياوو ته څنګه او د چا په واسطه سره نازلېدې او اوس و رسول الله صلی الله علیه وسلم   ته څنګه نازليږي، د وحيو او انبياء په باره کي يې دومره تفصيل او معلومات ورکړه چي د عمرو بن العاص اسلام خوښ سو او مسلمان سو.


 ښه متوجه سى: عمرو بن العاص رضی الله عنه  چي قريش او د مکې مکرمې اوسېدونکى دى د ده مسلمانېدل د حبشې د پاچا د نجاشي په واسطه سره وه، دا هم الْهي قدرت دى چي د عربو څخه يو نفر بلکه د اهلِ مکې او قريشو څخه يو نفر د يوه حبشي په واسطه ايمان را وړي او مسلمانيږي. دا د عمرو بن العاص رضی الله عنه  د اسلام را وړلو قصه وه.


 بيا چي عمرو بن العاص مکې مکرمې ته ولاړى څه موده وروسته يې مدينې منورې ته هجرت وکړی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم    سره يې بيعت وکړى، د عمرو بن العاص هجرت او بيعت د مکې مکرمې تر فتحي د مخه وه چي د دغي واقعې تفصيل به په وروسته کي پرخپل وخت درته بيان سي.


 او ام حبيبه بنت ابوسفيان ته چي کوم وخت د رسول الله صلی الله علیه وسلم   د طرفه مرکه وسوه، په دغه نکاح کي د دې وکيل د دې د اقرباوو څخه يو نفرؤ  چي نوم يې خالد بن سعيد بن العاص ؤ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم   وکيل عمرو بن اميه الضُمري رضی الله عنه  ؤ او هغه څوک چي د نکاح خُطبه يې و ويل او نکاح يې و تړل د حبشې پاچا نجاشي ؤ، د اُم حبيبه رضی الله عنها  مَهر څلور زره درهمه کښېښوول سو او د نکاح مهماني هم نجاشي جوړه کړه، دا د اُم المومنین اُم حبيبه بنت ابي سفيان رضی الله عنها  سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم   د نکاح قصه وه چي ولي او د څه مقصد دپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم   په نکاح کړه.


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته