تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ابوبکر الصّدِّیق(رض)شخصیت او ایمان راوړل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 28, 2020
  0

د ابوبکر الصّدِّیق(رض)شخصیت او ایمان راوړل

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  په شخصیت کي د حق او حقیقت محبت پروت ؤ، د حق دپاره یې ژوند کاوه او د حق دپاره یې ځان قرباناوه، کوم وخت چي رسول الله(ص)  پسله بعثته پر ابوبکر الصّدِّیق(رض)  اسلام عرض کړی دﺉ(رض)  بېله تردده مسلمان سو او د شهادت کلمې یې و ویلې، کوم وخت چي یې د رسول الله(ص)  په شخصیت کي حق او حقیقت ولیدی خپل ځان او مال، خپله کورنۍ او اولاد یې د هغه دپاره قربانول، کله چي رسول الله(ص)  و رفیق اعلْی ته رحلت وکړی بیا هم ابوبکر الصّدِّیق(رض)  دغه تریخ حقیقت په ښکاره ډول سره قبول کړی، دا ځکه چي د ده (رض)  پر ټولو تصرفاتو حق او حقیقت حاکم ؤ، هغه وخت چي رسول الله(ص)  حیات او د حق چلوونکی ؤ ده (رض)  چي هر څه درلودل تر رسول الله(ص)  یې قربانول او بیا چي رسول الله(ص)  رحلت وکړی بیا هم دﺉ پر هغه حق او د رسول الله(ص)  پر متابعت ثابت پاته سو.


نو د رسول الله(ص)  تر کورنۍ دباندي او په نارینه وو کي ابو بکر الصّدِّیق(رض)  هغه اول نفر دى چي په ايمان مشرفه سوى دى. 


 مګر په ټول بشر کي اول هغه څوک چي مسلمان سوی دی او په  ايمان مشرفه سوى دى هغه ام المؤمنين خديجه(رض) ده.

 
او بيا حضرت علي(رض)   دی چي د مسلمانېدلو په وخت کي لس کلن هلک ؤ.


او بيا زيد بن الحارثه(رض)  چي د رسول الله(ص)   آزاد کړه سوى مريئ ؤ او د رسول الله(ص)  په کورکي اوسېدى مسلمان سوى دى. 


نو په کوچنيانو یا ماشومانو کي اول هغه څوک چه په اسلام مشرفه سوى دى علي(رض)  دى. 


او په مریانو کي زيد بن الحارثه(رض)  اول هغه څوک دی چي په اسلام مشرفه سوی دی.

 
نو خدېجه، علي او زيد (رض) اجمعین ټول هغه کسان دي چي د رسول الله(ص)  په کورکي اوسېدل خو ابوبکر الصّدِّیق(رض)  هغه اول نفر دى چي د رسول الله(ص)  تر کور دباندي و اسلام ته داخليږي. 


رسول الله(ص)  فرمايي : ما داسي څوک و اسلام ته نه دى رابللى چي هغه دي تردُد او نقاش، سوال او جواب نه وي راسره کړى، بېله ابوبکره څخه، چي نه یې پوښتنه کړې ده نه تردُد، فقط چي د رسول الله(ص)  څخه یې واورېدل چي ویل یا ابابکر! الله(ج)  زه د دې امت دپاره په رسالت سره اختيار کړم او دا مي وظيفه ده چي خلک و وحدانيت ته را وبولم، ترڅو چي دا شاهدي آداء کړي چي: 

( لا إله إلاّ الله وأنّى رسولُ الله ).


ابوبکر الصّدِّیق(رض)   فوراً بېله پوښتني او نقاشه و ويل:{أشهد أنّک رسولُ الله} 


زه شاهدي آداء کوم چي ته رسول الله یې.


د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  له طرفه د دغه دعوت قبلول نه سادګي وه او نه بېله فکر کولو تلوار ؤ بلکه دا هغه د حق قبلول وه او د دغي ورځي څخه د ده زړه په حق او حقیقت سره ډکېدی. 


دلته زموږ دپاره یو دقت او توجه په کار ده، هغه دا چي هر هغه څوک چي دا یې یقین سو چي دغه د اسلام دین حق دین دی نو د هغه دپاره دا لازمه ده چي د دغه دین پوره متابعت وکړي، خپل ځان د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  سره مشابه کړي، تاسي ته معلومه ده چي ابوبکر الصّدِّیق(رض)  په ډیرو لمنځو او ډیرو روژو تر موږ نه دی د مخه سوی، بلکه د هغه د دمخه کېدلو سبب دا دی: چي حق یې ولیدی د حق متابعت یې وکړی، په خپل ځان، په خپله وینه، په خپل مال، په خپل روح، په خپل وخت، په خپل کوښښ، په خپل اولاد، په خپله درجه او مقام د حق د کامیابه کولو دپاره په صدق او اخلاص سره ودرېدی.


موږ باید د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  څخه درس واخلو او د هغه څخه یې زده کړو چي کله  دي حق و پېژندی او حق در معلوم سو نو ته باید د حق دپاره ژوند وکړې.


ابوبکر الصّدِّیق(رض)  چي د اسلام په هكله دغه څوکلمې د رسول الله(ص)  څخه واورېدې یوازي دا نه چي مسلمان سو بلکه فوراً يې په دعوت هم شروع وکړه او نور خلک يې و اسلام ته دعوتول، د هغو کسانو د جملې څخه  چي د اسلام په شروع کي د ابوبكر(رض)  د دعوت په واسطه مسلمانان سوي دي: 


عثمان بن عفان، 
طلحه بن عبيدالله، 
زبير بن العوام، 
سعد بن ابی وقاص، 
ابوعبیده عامر بن الجراح، 
عبدالرحمْن بن عوف (رض) اجمعین دي، 


دغه شپږ نفره اصحاب کرام چي د عشرۀ مُبشره څخه دي د اسلام په شروع کي د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  په دعوت اسلام ته داخل سوي دي، عشرۀ مبشره هغه لس نفره اصحاب کرام دي چي رسول الله(ص)  د دوى د صِدق او قوي ايمان په سبب پر دې دنيا د جنت زېرى ورکړى دى او موږ مسلمانان پر دې ايمان لرو چي دغه لس نفره خامخا جنت ته داخليږي، خو د دغو لسو نفرو د جملې څخه شپږنفرهدابوبکرالصّدِّیق(رض)  د دعوت په واسطه په ايمان او اسلام مشرفه سوي دي او دا هغه وخت ؤ چي په خپله ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د اسلامه څخه بېله لږو شیانو نور څه نه وه زده کړي، اوس نو زموږ حال ته وګوره نن ورځ موږ  هر یو د اسلام په باره کي څومره ډېر معلومات لرو او د اسلام دپاره مو هیڅ نه دي کړي، نو زموږ او د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  په منځ کي ډیر فرق دی او هغه فرق دا دی چي ده حق و پېژندی نو یې د حق دپاره ژوند کاوه خو موږ حق پېژندلی دی مګر د حق دپاره مو هیڅ نه دي کړي، دا څومره لويه خطا ده. 


ابوبکر الصّدِّیق(رض)  حق و پېژندی نو یې د حق دپاره کار وکړی او د شپږو هغو نفرو د اسلام سبب وګرځېدی چي د رسول الله(ص)  له طرفه د جنت زیری ور کړه سوی دی، نو د ټولو هغو كسانو چي د ده(رض)  په واسطه مسلمانان سوي دي ټول ښه عملونه یې که عبادت دی که جهاد، که صدقې دي که خیراتونه، که دعوت إلْی الله دی که د دین نشرول، ټول د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د نېکیو په ترازو کي زیاتیږي، تاسي ته معلومه ده چي ابوعبیده عامر بن الجراح د شام فاتح دی او سعد بن ابي وقاص د عراق فاتح او هغه څوک دی چي د فارس امپراطوري یې ور ختمه کړه، همدارنګه نور ډیر کسان د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  په واسطه اسلام ته داخل سوي دي چي د هغو د جملې څخه ارقم بن الأرقم او عثمان بن مظعون(رض)  دي، دا څومره  لوړه درجه او عظيم مقام دى!


د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د اسلام ثمره یواځي دعوت و اسلام ته نه دی بلکه ابوبکر الصّدِّیق(رض)  په خپل مال سره د مسلمان مريانو په آزادولو کي پوره حصه اخستې ده، هغه مسلمان مريان يا مينځي چي مالک يا بادار به يې کافر ؤ او دوى ته به يې د دوى د ايمان په سبب وهل او ټکول ورکول ده (رض)  به هغه مریان رانيول او آزاد به يې کړل، د دغه کار په شروع کي یې اووه نفره مریان یا مینځیاني رانیولي او آزاد کړي دي چي د هغي جملې څخه يو هم حضرت بلال بن رباح(رض)  دى  هغه چي اُمیه بن خلف یې مالک او بادار ؤ او عذاب به یې ورکاوه، یوه ورځ ابوبکر الصّدِّیق(رض)  پر لار تېرېدی او وې لیده چي امیه و بلال(رض)  ته وهل او عذابونه ورکوي نو یې امیه ته و ویل:

آیا پر دغه مسکین رحم نه کوې؟ امیه ورته و ویل: ته رحم پر وکړه، ابوبكر الصّدِّیق(رض)  ویل هو! په څو دی؟ امیه ویل د سرو زرو په (9) اوقیه، ابوبکر الصّدِّیق(رض)  و ويل زما سو، امیه بن خلف و ویل واخله او د دې دپاره چي د بلال(رض)  قدر کم او لږ کړي و یې خندل او ویل یا ابابکر! ته پوهېږې؟ که تا ویلي وای چي د اوقی تر څلرمي حصې په زیاته یې نه غواړم ما درکاوه، ابوبکر الصّدِّیق(رض)  و ویل: په والله که تا سل اوقیه راڅخه غوښتی وای ما به درڅخه رانیولی وای،  نو ابوبكر الصّدِّیق(رض)  د امیه بن خلف څخه بلال(رض)  رانیوی او آزاد یې کړی، حضرت عُمرفاروق(رض)  به ويل:{ ابوبکر سيِّدُنا وَ اَطلقَ سيِّدَنا} .  يعني: ابوبکر زموږ سردار دی او  زموږ سردار يې آزاد کړى، چي مقصد يې بلال(رض)  ؤ. 


د هغو کسانو د جملې څخه چي ابوبکر الصّدِّیق(رض)  آزاد کړي دي عامر بن فُهَيره، زُنیره، أم عبس، النهدیه او د دې لور، د بن عَمرو بن مؤمّل مینځه او نور داسي ډېر مسلمانان سته چي دکفارو سره به مريان وه ده (رض)  به رانيول او آزاد به یې كړل، چيري چي به یوه مظلومه مینځه یا یو ضعیفه او مظلوم مریی ؤ ده (رض)  به رانیوی او آزاد به یې کړی، تر داسي اندازې چی د مکې مکرمې په مشرکانو کي داسي آوازه خپره سوه چي ابوبکر(رض)  د مریانو په آزادولو کي بې اندازې مال مصرفوي، نو که به د یو چا سره مالي مشکلات پیدا سوه یا به یې د ډیرو پیسو طمعه سوه نو به یې پر خپل مسلمان مريي د دې دپاره عذاب سخت او ډېر کړی چي ابوبکر(رض)  یې ځني راني سي، او ده (رض)  هم د دغو مریانو په رانیولو کي هیڅ ځنډ او تاخیر نه کاوه.


ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د جاهلیت په عصر او زمانه کي د رحیم او مهربانه زړه خاوندؤ، د ده په ټول تاریخ کي نه دي ذکر سوي چي ده (رض)  دي د یو چا سره جنګ کړی وي یا دي یې یو چا ته ښکنځل کړي وي یا دي یې څوک په سپکه سره یاد کړی وي، یا دي یې د همت او مړاني په ځای کي ځان ژغورلی وي، یا دي یې په خپل مال او جاه  سره بُخل کړی وي، کوم وخت چي مسلمان سو هغه د فطرت و صداقت ته یې د دین صداقت هم ور زیات سو نو ځکه صِدِّیق ځني جوړ سو.   


 یوه ورځ د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  پلار د ملامتیا پر قسم ورته و ویل: زویه! ته دغه ضعیفه مریان رانیسې او آزادوې خو د دوی پر ځای قوي کسان رانیسه چي کومک دي وکړي، زوی یې په جواب کي ورته و ویل: پلاره! زه دغه کار د الله(ج)  د رضاء دپاره کوم نه د ځان دپاره، او هلته مشرکانو داسی آوازې هم اچولې چي یو وخت بلال د ابوبکر سره یوه نیکي او احسان کړی ؤ نو ده د دې دپاره رانیوی او آزاد یې کړی چي د هغه احسان بدله یې ورکړې وي. 


خو د الله(ج)  له طرفه د حضرتِ ابوبکر الصّدِّیق(رض)  په باره کي د سورةُ اللّيل دغه آياتونه نازل سوه چي رب(عزوجل) فرمايي:


الَّذِي يُؤْتِي مَالَهُ يَتَزَكَّى ﴿١٨﴾

يعني: هغه څوک چي خپل مال د دې دپاره ورکوي او مصرفوي چي پاک سي. 


وَمَا لِأَحَدٍ عِندَهُ مِن نِّعْمَةٍ تُجْزَى﴿١٩﴾ 

او د ده سره يا پر ده باندي د هيچا هيڅ نعمت او هيڅ احسان نه وي چي دئ د هغه احسان بدله او عوض ور کوي.

 
إِلَّا ابْتِغَاءَ وَجْهِ رَبِّهِ الْأَعْلَى ﴿٢٠﴾

بېله د خپل لوړ او اعلْى رب د رضاء غوښتلو څخه بل مقصد نه لري، دغه د ده ورکړه فقط د خپل لوړ او لوى رب د رضاء دپاره وي. 


وَلَسَوْفَ يَرْضَى ﴿٢١﴾ 
او ژر ده چي خامخا به دئ د الله(ج)  له طرفه راضي سي.یواځي دغه آياتونه نه بلكه د اللّيل ټول سورة د حضرتِ ابوبکر الصّدِّیق(رض)  په باره کي نازل سوی دی دا چي ده دغه ضعيفه مينځي او مريان فقط د هغو د ضعف او مظلوميت په سبب د الله(ج)  د رضاء دپاره آزادول او خپل يې هيڅ مقصد او غرض نه درلودى، او خپل مال یې د رسول الله(ص)  دپاره مصرفاوه نو الله(ج)   فرمايي: ډير ژر به دئ د الله(ج)  له طرفه په جنت او د الله(ج)  په لقاء راضي سي، خو د آياتو مضمون عام دى که نن ورځ هم يو څوک بيله خپل شخصي مقصده د الله(ج)  د رضاء دپاره خپل مال د خير په کارو کي مصرفوي، هغه دي مطمئن اوسي چي الله(ج)  خامخا هغه په جنت سره راضي کوي.


وَلَسَوْفَ يَرْضَى ﴿٢١﴾ 
د دغه نيک عمل په مقابل کي چي دئ يې خاص د الله(ج)  د رضاء دپاره کوي او د هغه تر شا يې خپله فايده نه وي سنجولې، الله(ج)  به يې په آخرت کي راضي کړي.


ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: خلفاء  راشدين


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته