تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د یو صحابي د ميلمه پالني کيسه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 26, 2020
  0

د یو صحابي د ميلمه پالني کيسه

 

لیکنه: قاري خبیب پشت رودي   / تعلیم الاسلام ویب پاڼه   

 

په بخاري او مسلم کي دحضرت ابو هریرة (رض)څخه روایت دی چي یو سړی وجناب رسول الله (ص) ته راغلی او ورته يې وویل: له لوږي څخه ډېر په تنګ یم، د دغه سړي د خبري په اورېدولو سره جناب رسول الله(ص) وخپلي یوې بي بي ته د خوراک د یوشي د را وړلو لپاره یو څوک وا ستاوه، هغې مبار کي جواب ورته راو لېږه چي زما دي قسم په هغه ذات وي چي ته یې په حقه سره نبي را استولی یې چي زما سره بې له اوبو بل هیڅ شی نشته. 


وروسته ده مبارک په وار سره و نورو بي بي ګانو ته پیغام ورواستاوه، هغوی هم ټولو همدا یو جواب ورته را ولېږه، چي بې له اوبو بل هیڅ نه لرو.


وروسته ده مبارک وصحابه کرامو(رض) ته و فرمایل چي په تاسي کي نن شپه څوک دغه سړی مېلمه کولای شي؟ یوه انصاري صحابي وویل یا رسول الله! دغه سړی زه مېلمه کوم، نو هغه ؤچي دغه سړی هغه انصاري صحابی خپل کور ته بوت اوخپلي ښځي ته یې وویل چي ای بي بي دا د رسول الله(ص) مېلمه دی د ده عزت وکړه، په بل روایت کي را غلي دي چي ده د خپلي ښځي څخه پو ښتنه وکړل چي آیا ستا سره د خوراک لپاره یوشی شته؟


هغې ورته وویل چي نه، دخوراک لپاره هیڅ نشته صرف د کوچنیانو لپاره مي لږ خوراک ساتلی دی، که دي خوښه وي هغه به ورکړو، ده ورته وویل هو سمه ده همداسي به وکړو، خو کوچنیان مخکي لا راوغواړه په یوډول نه یو ډول يې بیده کړه او چي کله زموږ مېلمه راغی نوڅراغ مړ کړه، د دې لپاره چي مېلمه دا فکر وکړي چي موږ هم له هغه سره په ډوډۍ خوړلو مصروف یو.


د ده بي بي همدا سي وکړل، کوچنیان یې وږي بیده کړل، کله چي میلمه راغی څراغ مړ کړی اوله مېلمه سره سترخوان پر شا ؤ خوا دا سي کښېناستل لکه دوی چي يې هم خوري، په دې ډول مېلمه ډوډۍ وخوړل او دوی دواړو سره د کوچنیانو په وږي نس شپه تېره کړل.


کله چي سهار شو او دغه صحابي د جناب رسول الله (ص) په وړاندي حاضر شو، نو هغه مبارک ورته و فرمایل تا اوښځي چي برايي شپه له خپل مېلمه سره کوم سلوک وکړ، په هغه الله(ج) ډير خوشحاله شو.(متفق علیه)

 


پور تنی مبارک حدیث ومؤمنانو ته پخپلو منځو نو کي د خورا زیاتي میني، او محبت او قربانۍ تعلیم ورکوي او په مؤمنانو کي دا جذبه راژوندۍ کوي چي مېلمه پالنه خپله کړئ او پخپلو منځو نو کي مینه او محبت دومره قوي او غښتلی کړئ چي د راتلو نکي نسلو نولپاره یو مثال شي.


مأخذ افضل الحکایات

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته