تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د ابي الحُقيق د دوو زامنو وژل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 7, 2021
  0

سیرت نبوي (۲۲۸برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د ابي الحُقيق د دوو زامنو وژل

رسول الله د يهودو پاچا کنانه او د هغه ورور رُبيّع را وغوښتل چي د دوى سره د بني النضير د یهودو خزانه ور سره وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د هغې خزانې پوښتنه ځني وکړه چي هغه مو څه کړه؟ کنانه انکار وکړی چي نه په هغه خبر يم او نه يې ځاى را  معلوم دى، خو د يهودو څخه يو بل نفر چي د دغه کنانه د اکا زوى ؤ و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى او ویل: ما به کنانه ليدى چي هر سهار به پر دغه خرابه ګرځېدى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  بيا وکنانه ته و ويل:
که مي خزانه ستا سره پيدا کړه و دي وژنم؟

 

کنانه ويل هـو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر وکړی چي دغه خرابه وکِنى، خرابه وکِندل سوه او د هغه ځاى څخه هغه د دوى د خزانې  يو څه مال را وايستل سو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د هغه نور پاته مال پوښتنه ځني وکړه، کنانه بيا هم نه غواړي چي هغه مال ور تسليم کړي، نو يې کنانه د زبير رضی الله عنه  په لاس ورکړی چي عذاب ورکه ترڅو چي هغه پاته مال راوړي خو کنانه د پاته مال اقرار نه کاوه، بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  محمّد بن مسلمه رضی الله عنه  امر کړى چي کنانه او د ده ورور و وژني، اصلاً د یهودو سره داسي اتفاق سوی ؤ:

 

که چيري په يهودو كي د هر چا سره پټ سوى مال چي سره او سپين زر دي پيدا سوه نو ټول يهود وژل کيږي، مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خپل رحم او مهربانۍ په سبب يواځي کنانه او د ده ورور رُبيّع د دغه خیانت او هغه اتفاق پر اساس و وژل، ځکه دوى دوو دغه خيانت کړى ؤ او نور يهود يې پرېښوول، پر دغه سربېره بيا هم يهودو نور زر پټ کړي وه، ځکه مال او پيسې د يهودو د زړه ټوټه ده او بيا په وروسته کي يې په هغو مالو سره تجارت کاوه، خو مسلمانانو په دغه وخت کي نور مال نه کړی ځني پيدا. 


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته