تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
خپل مخ ته د خلګو په ولاړېدلو مه خوشاله کيږئ!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 13, 2021
  0

خپل مخ ته د خلګو په ولاړېدلو مه خوشاله کيږئ!


لیکنه : مولوي نورالحق مظهري/تعلیم الاسلام ویب پاڼه


عَن مُعَاوِيَةُ رَضِي اللهُ عَنهُ قَالَ سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ : مَنْ أَحَبَّ أَنْ يَمْثُلَ لَهُ الرِّجَالُ قِيَامًا فَلْيَتَبَوَّأْ مَقْعَدَهُ مِنَ النَّارِ.[سنن أبي داود 5229]


ژباړه: معاويه رضي الله وايي: ما د رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه واورېدل چي ويل يې: هر څوک چي د ځان مخته د خلګو په ولاړه درېدل خوښ ولري نو هغه دي ځان ته په اور کي ځای وټاکي.


توضيح: يعني د چاچي دا خوښيږي چي خلګ دي دده مخ ته ولاړ سي نو هغه دي ځان ته په جهنم کي ځای وټاکي، ځکه دا عادت د تکبر دی او يا هم سبب د تکبر جوړېږي.


محدثينو ددې حديث په تشريح کي ليکلي دي: دا عذاب د هغه چا لپاره متوجه دی چي دی پدې باندي خوښ وي او يا يې هم خلګو ته ويلي وي چي زما مخي ته ودريږئ، کوم څوک چي پدې کار باندي خوښ نوي خلګو ته يې نوي ويلي بلکي خلګ د ځانه څخه دده مخته ولاړېږي يا د بل چا په ويلو باندي ولاړېږي نو بيا ودې سړي ته هيڅ ګناه نلري لکه څنګه چي رسول الله صلي الله عليه وسلم انصارو ته ويل: د خپل مشر يعني سعد رضي الله عنه مخ ته ودرېږئ.

ماخذ : اسلامي مقالي

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته