تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي عمـرة القضاء
  تعليم الاسلام ویب پاڼه
  January 14, 2021
  0
سیرت نبوي (۲۳۵برخه)
 
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
عمـرة القضاء
 
د هجرت د اووم کال د ذوالقعدې په مياشت کي ټول هغه کسان چي د حديبيې په صلحه کي حاضر وه ، بېله هغو کسانو څخه چي شهيدان سوي يا وفات سوي وه ټول د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره يو ځاى سوه، دغه د حديبيې پر نفرو زیات نور هم شپږ سوه نفره د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره د مدینې منورې څخه د عمرې د آداء کولو دپاره را و وتل.
 
چي دانو بېله ښځو او کوچنیانو ټول دوه زره نفره سوه چي په دغه عمرة القضاء کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره ملګري دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر وکړی چي پر اوښانو اسلحه در سره واخلى، ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه  و ويل: يا رسولَ الله! زموږ او د قريشو عهد داسي نه ؤ چي د اسلحې سره به مکې مکرمې ته نه داخليږو؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: هـو! عهد دغسي ؤ،  ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  و ويل: اوس نو موږ دغه اسلحه څه په کوو؟ او تا امر وکړی چي اسلحه در سره واخلى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: يا ابا بکر! زه د قريشو د غدر او خيانت څخه مطمئن نه يم، ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  و ويل: نو هغه وعده؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: موږ پر خپل عهد ولاړ يو د اسلحې سره و حرم ته نه داخليږو، اسلحه تر حرم دباندي پرېږدو مګر زموږ سره بايد اسلحه موجوده وي، که مو ضرورت ورته پيدا سو اسلحه به لرو. 
 
دا د خیر البشر او اکمل البشر رسول الله صلی الله علیه وسلم  پوهي او حکمت ؤ چي ويل موږ څنګه خپل ځانونه و خپلو دښمنانو ته بېله اسلحې تسليم کړو؟ مسلمان بايد پوه، زيرک او هوښيار وي، کارونه بايد سطحي او سر سري و نه نيول سي، مسلمان بايد همېشه په حذر او احتياط کي وي خپل ځان بايد د دښمن په مقابل کي بې اسلحې نه کړي، خپله اسلحه بايد دښمن ته تسليم نه کړي، نو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: اسلحه در سره واخلى.
 
 رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانانو د ذوالحُليفه څخه احرام وتړى او تلبيه يې و ويل، په داسي حال کي يې مخ پر مکه مکرمه حرکت وکړی چي اسلحه ور سره وه او د جنګ دپاره تیار او آماده وه، دا هم د دې دپاره چي د قريشو د غدر مخه يې نيولې وي.
 
کوم وخت چي مسلمانان و مکې مکرمې ته نژدې سوه هلته قريش تر مکې مکرمې دباندي ورته را وتلي دي او ورته ګوري، خو وې لیده چي د مسلمانانو سره اسلحه ور سره ده، قريشو و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته حال و لېږى چي اسلحه مو د څه دپاره را وړې ده؟
 
او ستاسي په منځ کي داسي وعده نه وه چي تاسي به د اسلحې سره نه راځى؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: موږ پر هغه خپله وعده ولاړ يو او اسلحه تر مکې مکرمې دباندي پاته کيږي، واقعاً هم رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپله اسلحه لکه سپرونه، غشي، نېزې، زغري او داسي نور تر مکې مکرمې دباندي پرېښوول او دوه سوه نفره يې د أوس بن خولي الأنصاري په مشرۍ د اسلحې د ساتني دپاره مؤظف پرېښوول او بيا يې دغه دوه سوه نفره په هغو کسانو بدل کړه چي عمره يې کړې وه،او هغه اول پاته دوه سوه نفره عمرې ته ولاړل، مګر دوه سوه نفره په هر وخت کي د اسلحې سره موجود وه، دې ته تيار او آماده وه چي د ضرورت په وخت کي دغه اسلحه د مکې مکرمې و داخل ته  ورسوي او پر مسلمانانو يې و وېشي، که چيري د قريشو د طرفه کوم غدر او خيانت وسي اسلحه موجوده او د استعمال دپاره تياره ده. 
 
اوس چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانان و مکې مکرمې ته د داخلېدلو دپاره تیار سوه په دغه وخت کي قريشو نه غوښتل چي د مسلمانانو سره يې کوم مشکل او شخړه پېښه سي، ځکه قريش غواړي چي دغه د عمرې مناسک ډير ژر پاى ته ورسيږي او مسلمانان ولاړ سي او قريش داهم نه غواړي چي مسلمانان د اهل مکې سره په تماس کي سي، نو ابوسفيان د مکې مکرمې ټول اهل په دې سره مکلف کړه چي د مکې مکرمې څخه ووزي او څوک دي په مکه مکرمه کي نه پاته کيږي، د مکې مکرمې خلکو هم د مکې مکرمې څخه په وتلو شروع وکړه او وزي خو هلته نژدې په هغو غرو کي کښيني چي د کعبې شريفي پر شا وخوا دي، بيا نو د قريشو مشرانو د دغه امر د ښه عملي کولو دپاره يوه آوازه هم واچول هغه دا چي ويل: دغه مسلمانان چي د مدينې منورې څخه راغلي دي په يوه داسي مرض اخته دي چي هغه مرض ساري مرض دى د يوه څخه و بل ته نقل کيږي چي په هغه وخت کي ژړه تبه ورته ويل کېده، نو ځکه بايد ټول خلک د مکې مکرمې څخه ووزي، اوس د دغي آوازې سره هغه پاته کسان چي تر اوسه نه وه وتلي هغو هم د مرض د بیري پر وتلو تلوار کاوه چي په دغه مرض اخته نه سي.
 
نو په مکه مکرمه کي بېله د قريشو د ځينو مشرانو څخه لکه صفوان بن اميه، عِکرمه بن ابي جهل او داسي يو څو نور بل څوک نه سوه پاته نور ټول مشرکان د مکې مکرمې څخه و وتل. 
 
مسلمانان چي مکې مکرمې ته داخل سوه د الله اکبر تکبيرونه وايي، د لا إلْه الا الله تهلیل وايي، د اسلام تلبيه وايي، مسلمانان په ډير شوق کي دي ځکه پسله ډيرو کلو څخه د اول وار دپاره مکې مکرمې او خپلي قبلې ته داخليږي.
 
 او رسول الله صلی الله علیه وسلم  پسله اوو کلو څخه د اول وار دپاره خپل اصلي وطن او خپلي قبلې مکې مکرمې ته داخليږي، نو ټول تر اندازه زيات خوشاله وه، طواف، تلبيه، سعيه او عمره ټول عبادتونه په شوق او خوشالي سره آداء کوي. 
 
مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم  په هغه آوازه خبر سو چي ويل: په مسلمانانو کي ژړه تبه سته، د دغي آوازې په مقابل کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه قصد او إراده وکړه چي دا ثابته او معلومه کړي چي په مسلمانانو کي هيڅ مريضي نسته،کوم وخت چي مسلمانانو په طواف شروع کول رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: »رَحِمَ اللهُ اِمرَأ  اَرَاهُمُ اليَومَ مِن نَفسِهِ قُوّةً« 
 
یعني: الله جل جلاله  دي پر هغه چا ورحميږي چي نن ورځ وکفارو ته د خپل ځان صحت او قوت ور ښکاره کړي. 
 
بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپل د احرام  پټو  په داسي ډول تر راسته اوږه لاندي کړى چي راسته اوږه يې ښکاره سوه، چي و دغه ته په عربي کي (اِضطِباع) وايي او بيا يې په طواف شروع وکړه په دغه طواف کي یې چابک چابک تګ کاوه، چي و دغه چابک تګ ته په عربي کي (رَمَل) وايي، رَمَل او هَـروَلَه هغه چابک تګ دى چي کوچني کوچني ګامونه اخلي او داسي تېز تېز ځي چي و ځغستا ته نژدې وي، خو ګامونه يې کوچني وي او اوږې هم ور سره ښوروي، چي دغه قسم تګ مريض، ناجوړه او ضعيفه سړئ نه سي کولاى، قوي او صحتمن نفر دغسي تګ کولاى سي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د طواف درې شوطه دغه تېز تګ کاوه او اصحاب کرامو هم دغه قسم تګ ور سره کاوه، په دغه تګ یې دا ثابته کړه چي مسلمانان روغ رمټ دي. 
 
قريشو د غرو څخه ورته کتل او ويل يې: په والله که يا تبه ور سره وي يا بل مرض، مريض سړئ دغسي تګ نه سي کولاى، نو دغه د اوږې لڅېدل او دغه قسم تېز تګ زموږ دپاره سنت سو، هر هغه څوک چي د حج دپاره طواف قدوم کوي يا د عمرې دپاره طواف کوي، يا هر هغه طواف چي تر هغه وروسته د صفا او مروا په منځ کي تګ وي په اولو درو شوطو کي بايد رَمَل او هَروله وکړي چي تېز تېز به ځي، خو راسته اوږه به په ټوله طواف کي لڅه وي او دغه کار فقط د نرو دپاره سنت دى،
 
پر ښځو نه تېز تګ سته نه د اوږو لڅېدل او بېله طواف قدوم يا د عمرې د طواف څخه په نورو طوافو کي هم دا کار نسته، او هغه کسان چي تر طواف د مخه یا وروسته یې اوږه لڅه کړې وي هغه هم صحي کار نه دی، اوږه فقط د طواف په وخت کي لڅیږي، هغه هم هغه طواف چي تر هغه وروسته سعيَ یا د صفا او مروا تګ وي. (دا يوه فقهي مسئله وه) 
 
د طواف په منځ کي عبدالله بن رواحه رضی الله عنه  چي شاعر ؤ او توره په لاس د رسول الله صلی الله علیه وسلم  و مخ ته تلى دغه بيتونه يې په لوړ آواز ويل: 
 
خَلّوا بني الکفارِ عن سبيلِهِ
خَلّوا فَکُلّ الخيرِ في رسولهِ
 
 
قد انزل الرّحمْن في تنزيلِهِ
في صُحُفٍ تُتلى علْى رسولِه
 
 
ياربّ إنى مـؤمن بقِـيلِهِ
إنّى راَيتُ الحق فى قبولِهِ
 
         
بِاَنّ خـيرَالقـتلِ فى سـبيله
ضرباً يزيل الهام عن مقيله
 
اليومَ نضربکم على تنزيلهِ
وَيُذهِلُ خَلـيلاً عن خلـيلِه
 
 
دا داسي بيتونه دي چي په هغو کي پرکفارو تېرئ او تجاوز ؤ، یعني: کفارو! د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د لاري څخه ایسته سی، موږ مو وهو، موږ مو وژنو، موږ مو سرونه در پرې کوو، دلته عمر بن الخطاب رضی الله عنه  ته قهر ورغلى او ويل: يا بن رواحه! ته څه وايې؟ د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په حضور او د الله جل جلاله  په حرم کي شعر وايې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته و ويل: يا عمر! دئ پرېږده، دغه د ده اشعار پرکفارو تر غشو زيات تاثير کوي.
  
حضرت عمر فاروق رضی الله عنه  ته ولي قهر ورغلى؟ د هغه دوه سببه وه، يو دا چي عبدالله بن رواحه رضی الله عنه  په طواف کي شعر وايه حال دا چي طواف عبادت دى لکه لمونځ، انسان بايد شعر پکښي و نه وايي، بل دا چي اوس د مسلمانانو سره اسلحه نسته په خالي لاس دي او دغه اشعار کفار و جنګ ته رابولي، نو عمر رضی الله عنه  و ويل: 
 
«لا إلْه الا الله وحدهُ، صدقَ وعدَه، ونصَرَ عبدَهُ، و اَعَزّ جُندَهُ، وهَزَمَ الأحزابَ وحدَهُ »
 
او دغه تهليل يې په زوره وايه، نو دا هم زموږ دپاره سنت سوه، هر هغه څوک چي عمره کوي خاصتاً په صفا او مروا کي دغه تهليل ویل د هغه دپاره سنت دي.
 
 کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د عمرې د آداءکولو څخه فارغه سو هَديَ يې حلاله کړه، د هَديِ حلالول په عمره  کي سنت کار دى، واجب او لازمي نه ده چي خامخا يې بايد څوک حلاله کړي مګر ثواب يې ډير زيات دى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  او اصحاب کرامو هَديِ حلالي کړې، بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  و قريشو ته حال ولېږى چي د کعبې شريفي کِلۍ را وړى او اجازه را کړی چي کعبې شريفي ته دننه ورسم. 
 
خو قريشو جواب را ولېږى چي يا! زموږ او ستاسي په عقد او اتفاق کي دا نه دي ليکل سوي چي ته به کعبې شريفي ته دننه داخلېږې. 
که څه هم دا نوى او مشکل کار نه ؤ، د عربو و مشرانو ته به يې همېشه کعبه شريفه ور خلاصول، مګر قريشو بيا هم دلته د ضـِد او عناد څخه کار واخستى او دروازه يې نه کړه ور خلاصه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  چي دغه د دوى عناد وليدى نو يې بلال رضی الله عنه  ته 
و ويل: يا بلال! لوړ د کعبې شريفي بام ته وخېژه او آذان وکه، بلال رضی الله عنه  هم د کعبې شريفي بام ته وختى او آذان کوي، قريش ورته ګوري د اسلام آذان اوري ﴿الله اکبر الله اکبر، الله اکبر الله اکبر، اشهد ان لا اله الا الله، اشهد ان محمّداً رسول الله﴾، بلال رضی الله عنه  سر بېره پر کعبه شريفه په خپل رنګين او خواږه آواز سره د (اشهد ان محمّداً رسول الله) شاهدي آداء کوي او قريش ورته ګوري، عِکرمه بن ابي جهل چي تر دغه وخته پر هغه خپل شرک ؤ و ويل: الله د ابو الحکم سره ډير ښه وکړه (چي مقصد يې خپل پلار ابوجهل ؤ) چي دغه مريئ يې نه وليدى چي لوړ پر کعبه آذان کوي، يعني: دا د هغه سره د الله جل جلاله  نيکي وه چي تر دغه د مخه و وژل سو، دغه ورځ او دغه حال يې نه وليدل، دا دکفارو غرور ؤ، مګر د بلال رضی الله عنه  آذان د مکې مکرمې و مشرکانو ته ډير زيات آزار او تکليف ور کړی، دا چي بلال رضی الله عنه  د اسلام آذان لوړ پر کعبه شريفه کوي دا کار و قريشو ته د کعبې شريفي تر ننوتلو سخت تمام سو. 
 
اوس نو د مسلمانانو درې ورځي پوره سوې او اتفاق هم داسي ؤ چي مسلمانان به درې ورځي په مکه مکرمه کي تېروي او بيا به ځي، په دغو درو  ورځو کي مسلمانانو طوافونه کول، لمنځونه يې کول د الله جل جلاله   عبادت يې کاوه.
 
 مګر کوم وخت چي درې ورځي پوره سوې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  زړه غوښته چي يو څه نور هم په مکه مکرمه کي پاته سي خو د قريشو د طرفه عِکرمه د ابوجهل زوى او حُوَيطب بن عبد العزْى د څو نورو نفرو سره ورته راغله چي ورته و وايي: ستاسي وخت پوره سو نور نو ولاړسى، کوم وخت چي دغه نفر ورته راغله رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته و ويل:
 
يا عِکرمه! نه غواړې چي زما سره ډوډۍ وخورې؟ يعني: زما مېلمانه سى ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم  غوښتل چي نور هم په مکه  مکرمه کي پاته سي خو عِکرمه ورته و ويل: زه ستا ډوډۍ ته ضرورت نه لرم  زموږ د مځکي څخه ووزه، د سعد بن عُباده رضی الله عنه  د توانه و وتل او ويل: دا ستاسي مځکه نه ده بلکه دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ښار دى او عِکرمه ته يې په بد ويلو شروع وکړه، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم  سعد بن عُباده رضی الله عنه  منعه کړی ويل:
 
يا سعد! زموږ په اُطاق يا زموږ په خېمو کي بايد چا ته بد و نه ويل سي که څه هم هغه زموږ دښمن وي، دا عيب دى چي هغه زموږ پر کمبله ناست وي او موږ بد ورته وايو، بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر وکړی چي ځانونه د بارېدلو دپاره تيار کړی، دلته بيا هغه د قريشو بېباکه خلکو، لچګانو او اوباشانو چي د هغو په مسلک کي عهد او اتفاق، وعده او امانت هيڅ اهميت نه لري غوښته چي د موقع څخه استفاده وکړي او مسلمانانو ته آزار او تکليف ورکړي، ويل: اوس  خو نو عمره خلاصه سوه او زموږ اتفاق داسي ؤ چي مسلمانان به عمره کوي او اوس يې عمره وکړه نو عهد خلاص او پوره سو ځانونه يې تيارول چي پر مسلمانانو حمله وکړي.
 
 
 مګر تاسي ته معلومه ده چي اتفاق يواځي د عمرې دپاره نه ؤ بلکه اتفاق داسي ؤ چي لس کاله به يو پر بل تجاوز نه کوي مګر دغو اوباشانو غوښتل چي مسلمانان په قهر کي او جنګ شروع سي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  چي دغه د دوى حرکتونه وليدل نفر يې ور ولېږل او ويل:که تاسي جنګ غواړى موږ به هغه خپله اسلحه چي تر مکې مکرمې دباندي پرته ده راوړو او بيا به جنګ در سره وکو، د دغو کفارو دا خيال ؤ چي د مسلمانانو سره اسلحه نسته دوى نه وه خبر چي مسلمانانو خپله اسلحه تر مکې مکرمې دباندي اېښې ده، خو کوم وخت چي پوه سوه چي د مسلمانانو سره اسلحه سته وبېرېدل او شا وخوا سره وپاشل سوه.
 
 اوس چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانان د مکې مکرمې څخه و وتل او تر مکې مکرمې دباندي يې خېمې ودرولې دلته يوه کوچنۍ حادثه پېښه سوه، هغه دا چي هلته رسول الله صلی الله علیه وسلم  يو نفر وليدى چي څوک وايي دغه نفر وليد بن وليد بن مغيره ؤ، مګر صحي خبره دا ده چي دغه نفر أبان بن وليد بن مغيره ؤ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته و ويل: يا ابان! خالد چيري دى؟ (چي مقصد يې خالد بن وليد ؤ) ويل: خالد چيري دى؟ خالد خو داسي عقل لري چي و سمي لاري ته يې را بولي، دئ عاقل او هوښيار سړئ دى د ده عقل څنګه دئ تر اوسه و اسلام ته نه دى را بللى؟ آيا د اسلام ښه والى پټ دى؟ چا ته نه ور معلوميږي؟ خالد چي ذکي او هوښيار سړئ دى و ده ته ولي تر اوسه د اسلام ښه والى نه دى ور معلوم سوى، که چيري د ده شوکت او تېزي زموږ سره سي موږ به د ده اکرام او عزت وکو تر نورو به يې د مخه او مقدم کړو، دغه خبري تر مکې مکرمې دباندي پيښي سوې. 
 
أبان چي په دې خبرو خوشاله ؤ نو خالد بن وليد ته يې يو ليک وليکى او مکې مکرمې ته يې ور ولېږى چي په هغه ليک کي يې ليکلي وه: يا خالد! ته داسي عقل لرې چي هغه تا ته سمه لار درښوولاى سي او د اسلام ښه والى د هيڅ عاقل او هوښيار څخه پټ نه دى پاته، نو راسه او مسلمان سه، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته په خير يادکړې او وې فرمايل: که خالد موږ ته راغلى موږ به يې عزت وکو او تر نورو به يې د مخه کړو، 
 
د أبان  ليک وخالد ته ورسېدى او وې وايه، د خالد و اسلام ته شوق پيدا سو خو مسلمان نه سو، بيا هم د اسلام په باره کي فکر کوي. 
رسول الله صلی الله علیه وسلم  مدينې منورې ته ورسېدى، په دغه وختو کي بيا عمرو بن العاص د حبشې څخه و مکې مکرمې ته راغلى او خپل ځان و هجرت ته تياروي غواړي چي مدينې منورې ته هجرت وکړي، د عمرو بن العاص رضی الله عنه  د اسلام قصه خو مو د مخه درته بيان کړه چي دئ په حبشه کي د نجاشي پر لاس مسلمان سو او مکې مکرمې ته مسلمان راغلى اوس غواړي چي هجرت وکړي، خالد بن وليد وليدى ويل چيري ځې؟ عمرو بن العاص ويل مدينې منورې ته ځم، خالد ويل آيا د دينه واوښتې؟ عمرو ويل: يا! بلکه مسلمان سوم او خالد ته يې و ويل چي نجاشي مسلمان سوى دى، خالد په تعجب کي سو، نو يې د اسلام او د اسلام د احکامو په باره کی نور معلومات هم ځني وکړه، څو نور يې هم اسلام و زړه ته لار پيدا کړه او اسلام يې په زړه کي ثابت او قائم سو، خالد بن وليد رضی الله عنه  هم مسلمان سو، هلته يو بل درېيم نفر هم د دوى سره اسلام ته داخل سو چي هغه هم د قريشو د سردارانو څخه ؤ، دغه نفر عثمان بن طلحه رضی الله عنه  ؤ چي دغه عثمان بن طلحه هم په قريشو کي د خالد بن وليد او عمرو بن العاص په درجه کي ؤ. 
 
دغو درو نفرو چي د قريشو د سردارانو څخه وه د هجرت نيت او إراده وکړه او د هجرت د اتم کال په شروع کي یې مدينې منورې ته هجرت وکړى، کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه درې نفره وليدل چي مدينې منورې ته مهاجر ورغله تکبير يې ووايه او وې فرمايل: مکې د خپلي اينې ټوټې درته را وغورځولې، د مکې مکرمې هغه ښه ځوانان درته راغله، خالد بن وليد، عمرو بن العاص، عثمان بن طلحه، دغه کسان چي د مسلمانانو ملګري سي تر دې به لویه کاميابي څه شي وي. 
 
د هجرت د اتم کال د جمادي الاول په مياشت کي د خُزاعه د قبيلې يوه ډله و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغله چي د خزاعه د قبيلې اسلام يې اعلان کړی، خزاعه هغه قبيله ده چي د حديبيې په صلحه کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په طرف کي شامله سوه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  متحالفين او متعاهدين سوه او اوس يې اسلام هم قبول کړى، يعني: اکثريت يې په اسلام کي داخل سوه  چي اوس نو يوه بله قبيله د مسلمانانو سره يو ځاى او په اسلام مشرفه سوه، دې کار نور هم د اسلام دبدبه او شوکت ور زيات کړه.
 
ان شاءالله نور بیا....
 
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند.
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته