تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د واديُ القُرْى فتحه کېدل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 10, 2021
  0

سیرت نبوي (۲۳۱برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د واديُ القُرْى فتحه کېدل

 

اوس چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خيبر د فتحه کولو څخه فارغه سو او فـدک په خپله صلحه قبوله کړه نو د واديُ القرْى پر طرف رهي سو چي هلته هم يهود اوسېدل او څه لږو عربو هم ژوند ور سره کاوه، د وادي القرْى يهودو د جنګ دپاره پوره آمادګي او تياري نيولې وه، د مسلمانانو لښکر لا هلته نه وه اړولي چي د يهودو د طرفه د غشو ويشتل شروع سوه، چي په دغه غشي ويشتلو کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  يو مريئ چي (مُدعِم) نومېدى په غشي و ويشتل سو او و وژل سو، صحابۀ کرامو و ويل:

 

ده ته دي د جنت مبارکي  وي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: هيڅکله داسي نه ده زما دي قسم په هغه ذات وي چي زما د نفس اختيار د هغه په قدرت کي دى هغه کالئ چي ده د خيبر په ورځ د غنيمتو څخه واخستى او د تقسيم يا وېشلو دپاره يې نه راوړى هغه به پرده باندي اور بلوي، خلکو چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه قول واورېدى نو يوه سړي و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته د چوټي يوه يا دوې تسمې را وړې، چي دا يې هم تر وېش د مخه د غنيمت د مالو څخه اخستي وې او اوس يې د اور د بيري څخه و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ور تسليم کړې، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: د چوټي يوه يا دوې تسمې د اور، يعني: هر هغه څوک چي د غنيمت هر شئ تر تقسيم د مخه واخلي هغه شئ به د قيامت په ورځ د  ده دپاره د اوره څخه جوړ سي او عذاب به په ورکول کيږي.

 

 د مجاهدينو د پام وړ مسئله: هر هغه شئ چي د دښمن څخه په غنيمت اخستل کيږي هغه بايد و خپل آمر ته تسليم سي او آمر يې بايد په شرعي طريقه پر مجاهدينو و وېشي، که داسي و نه سي هغه شئ به د قيامت په ورځ د هغه د اخستونکي دپاره د اور سي او ده  ته به عذاب په ورکول کيږي او دا هم فرق نه لري چي دغه شئ آمر د ځان دپاره واخلي يا یې افراد واخلي دواړو ته یو قسم جزاء ورکول کیږي.

 

او بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپل اصحاب د جنګ دپاره تيار او آماده کړه، د لښکر عمومي بيرغ يې و سعد بن عُباده رضی الله عنه  ته ورکړی، يو بيرغ يې و حُباب بن  منذر رضی الله عنه  ته ورکړی، يو بيرغ يې و سهل بن حُنيف رضی الله عنه  ته ورکړی او يو بيرغ يې و عُباده بن بِشر رضی الله عنه  ته ورکړی، بيا يې د واديُ القرْى يهود و اسلام ته دعوت کړل، خو هغو اسلام نه قبلاوه بلکه د هغو د طرفه يو پهلوان د مبارزې دپاره را و وتى و ده ته زبير بن العوام رضی الله عنه   ور و وتى او يهودي يې و وژى.

 

بيا د يهودو بل پهلوان را و وتى دا هم زبير رضی الله عنه  و وژى، د يهودو د طرفه بل پهلوان را و وتى، د هغه د مبارزې دپاره حضرت على رضی الله عنه  ور و وتى او يهودي يې و وژى، ترڅو چي د يهودو د طرفه په دغه مبارزه کي (11) نفره پهلوانان و وژل سوه او د هر پهلوان تر وژلو وروسته به مسلمانانو يهود و اسلام ته دعوتول او هغو به د اسلام د قبلولو څخه انکار کاوه، په دغه ورځ مسلمانانو خپل لمنځونه پر وخت او په جماعت سره آداء کول، هر وخت چي به رسول الله صلی الله علیه وسلم  لمونځ آداء کړی بيا به يې يهود و اسلام، الله او رسول الله ته دعوت کړه او د هغو تر انکار وروسته به بيا جنګ شروع سو، په دغه ورځ  تر ماښامه پوري جنګ وسو، په دا سبا سهار تر لمانځه وروسته بيا جنګ شروع سو خو د لمر د را ختلو سره يهود تسليم سوه او وادى القرْى په جنګ سره فتحه سوه، الله جل جلاله  مسلمانانو ته د يهودو ډير مالونه او سامانونه په غنيمت ور کړه.

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته