تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دحضرت حنظلة (رضي الله عنه) شهادت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 20, 2021
  0

دحضرت حنظلة (رضي الله عنه) شهادت 


را لېږونکي : محمد اسماعيل مخلص /تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

داحد په غزا کي حضرت حنظلة (رضي الله عنه)  داوله سره شريک نه وو په رواياتو کي راځي چي ده نوي واده کړي وو  اودغه يې اوله شپه وه دواده په سهار کي دغسل کولو دپاره ناست وو سر يې پريولي چي يو دم دمسلمانانو دشکست اوازه خپره سوه ده مبارک ده هغه طاقت ونه کړاي سو غسل ځني پاته اوتوره يې راواخيسته دجنگ پر لور روان سواوپر کافرانو يې حمله وکړل اودکافرانو پر طرف مخته روان وو چي په همدغه دجنگ په وخت کي دکافرانو له خوا شهيد کړه سو .


لکه څنگه چي معلومه ده چي که پرشهيد باندي غسل نه وو واجب سوي نو همدغسي هغه دشهادت په کالو کي دفن کيږي  نوده دده سره يې هم دغسي وکړه خونبي کريم (صلي الله عليه وسلم )وليدل چي ملا ئيکي ده.

 

ته غسل ورکوي نو نبي کريم(صلي الله عليه وسلم ) ارشاد وفرمايه اوصحابۀ کرامو ته يې د حضرت حنظلة (رضي الله عنه) دغسل کولو وويل حضرت ابو سعيد ساعدي  (رضي الله عنه) فرمايی.

 

چي ما دنبي (عليه السلام دغه ارشاد مبارک واورېدۍ نو ولاړم او دحضرت حنظلة (رضي الله عنه) سر مبارک ته مي لاس وروړۍ دهغه دسر مبارک څخه اوبه څڅېدلې نبي کريم   (صلي الله عليه وسلم )   چي کله داحد څخه راغلي نو تحقيق يې وکړي اوورته معلومه سوه چي هغه باندي دجنابت غسل اووښتي وو .


داهم کامله بهادري ده چي بهادر سړي ته پخپله اراده کښي دومره اندازه ځنډ کول لا خوښ نه دي چي غسل وکړي .


ماخذ : دصحابو ژوند


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته