تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تر مرګ وروسته د ثواب ډېري وسيلې سته
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 3, 2021
  0
تر مرګ وروسته د ثواب د تر لاسه کولو ډېري وسيلې سته 
 
شپږ به يې موږ درته وښيو:
 
ژباړه : عبدالقدیر پوپل /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 
 
۱) قرآن شریف هدیه کول ، خلک به یی تلاوت کوي او ثواب به يې تاسو ته هم در رسيږي.
 
۲) د مسجد په ودانولو کي برخه اخيستل، تر څو چي  مسلمانان پکښي عبادت او لمونځونه  کوي ثواب به يې ستاسو هم وي.
 
۳) د روغتون سره د معیوبینو د چوکۍ یا بايسکل مرسته کول، مريضان به ګټه ورڅخه اخلي او ثواب به يې تاسو ته هم در رسيږي. 
 
۴)  په عامو ټولنیزو  ځایونو کي د اوبو یخچالونه اېښودل، خلک به يې اوبه څيښي او ثواب به يې ستاسو وي.
 
۵) نیالګي ایښودل، انسانان او حیوانات  به يې د سيوري یا مېوې څخه  ګټه اخلي ثواب به يې ستاسو وي.
 

 ۶)  د قرآني ایت، حدیث شریف یا هم دعاء او ديني علومو درس ورکول، خلک په پوهول  او د خلکو سره يې شریکول. د خلکو پوهه به د دین په اړه ډېريږي هغوی به عمل په کوي دا به جاریه صدقه وي، چي تر مرګ وروسته به هم ستاسو په عملنامه کي ليکل کيږي.

 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله (۱۶ ګڼه )
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته