تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حسد تاوانونه او درملنه يې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 7, 2021
  0

د حسد تاوانونه او درملنه يې


لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


حسد هغه ناوړه قلبي عمل دی چي انسان ته ورڅخه ډېر تاوانونه رسيږي، پدې خاطر دی چي په اسلام کي حسد قطعًا حرام دی او حرمت يې په قرآن او حديث باندي ثابت دی.


کڅه هم د حسد تاوان کله ناکله حسد کېدونکي انسان ته هم رسيږي هغه داسي چي حسد کوونکی انسان تل د حسد کېدونکي لپاره د بدمرغۍ او هلاکت غوښتونکی وي، تل د هغه د بربادۍ لپاره تدبيرونه او پلانونه جوړوي او د توان درلودلو په صورت کي يې عملي کول د ځان مسیوليت بولي چي په نتيجه کي د ظاهري ضرر را پورته کېدل ورسره احتمالا تړلی وي، خو د حسد تاوانونه ډېر خپله حسد کوونکي انسان ته رسيږي.


د حسد تاوانونه په لومړي قدم کي دوه قسمه دي، ظاهري تاوانونه او معنوي تاوانونه.


ظاهري تاوانونه يې دادي:


۱ : حسد کوونکی تل په خپل زړه او نفس کي د درد او تنګۍ احساس کوي په خاصه توګه چي کله حسد کېدونکی انسان هغه شی تر لاسه کوي چي دی يې د هغه لپاره نه غواړي او يا هم  ورڅخه هغه مصيبت ليري کيږي کوم چي دی يې د هغه لپاره غواړي.


۲ : حسد کوونکی تل په خيالاتو او تصوراتوکي ډوب وي، د ځانه سره خبري کوي، خيالي پلانونه جوړوي او ګډوډ خوبونه ويني.


۳ : د حسد کوونکي انسان زړه هميشه ډک وي، نه خالي کيږي او د حسد کېدونکي انسان په هکله چي کومي خبري کوي او يا کوم تصورکوي د هغه څخه نوري خبري او نور تصورونه پيدا کيږي او دا لړۍ تر هغه وخته پوري دوام پيدا کوي ترڅو چي حسد ختم کيږي.


۴ : حسد کوونکی انسان کله کله د نورو خلګو مخي ته په حسد کېدونکي انسان پسې داسي خبري کوي چي په هغه کي هيڅ شتون نلري چي په نتيجه کي په خلګو کي رسوا کيږي او نوم يې بديږي.


۵ : حسد کوونکی انسان د پورته خطرناکه عوارضو په درلودلو سره آخر په عقلي عصبي ناروغۍ باندي اخته کيږي چي دا يې د هلاکت او بربادۍ لومړی پيل دی، ځکه وروسته تردې چي دی خپل عقل د لاسه ورکړي عصبي توازن يې وران سي نور نو خپل هيڅ کار په سمه توګه نسي کولای چه په هر ډګر کي به يې تاوانونه په برخه وي، آن تردې چي په خپل کورکي د خپلي کورنۍ سره نورمال ژوند نسي کولای، تشنج، تند برخورد او عجولانه کارونه يې طبيعت جوړسوی وي.


اومعنوي تاوانونه يې دادي:

۱ : د حسد په کولو يې نيکۍ خرابيږي او ګناهونه يې ډېريږي.


۲ : الله پاک ورڅخه خوابدی کيږي او شيطان ورڅخه خوشاله کيږي.


۳ : د عبادت په خوند نه پوهيږي کله ناکله عبادت ورڅخه هيريږي.


۴ : تل د سوء ظن او بدګمانۍ په ګناه باندي اخته وي ځکه چي د جانب مقابل هر حرکت اوکار ورته بد ښکاري.


۵ : په کارونوکي يې للهيت له منځه ځي او هرکار د يوه خاص دنيوي هدف لپاره کوي.


د حسد درملنه:


۱ : حسد د نورو غټو ګناهونو غوندي يوه غټه ګناه ده، لکه نور ګناهونه چي مسلمان يې ځان په نه کولو باندي مکلف بولي د حسد په نه کولو باندي هم بايد ځان مکلف وبولي.


۲ : د هر چا سره دوستي او دښمني بايد تنها د الله جل جلاله لپاره وسي که د يو بل غرض لپاره وي نوطعبا د غرض د نه ترلاسه کېدلو په صورت کي حسد پيداکيږي.


۳ : که د يوچا يوکار يې نه خوښيږي نو مخکي تردې چي هغه سړی محکوم کړي او په اړه يې د ځانه سره فکر وساتي د خپل ځان سره دي حساب وکړي شايد دی خطا وتلی وسي.


۴ : هيڅ وخت دي د ګمان پر بنسټ حکم نکوي ترڅو چي يې پر يوشي باندي يقين نوي راغلی په اړه دي د هيچا سره اړيکه نه پرې کوي.


۵ : د هيچا د شخصيت سره دي دښمني نکوي بلکي دوستي او دښمني بايد د انسان د عمل په خاطر وي، ځکه د شخصيت سره دښمني ددې لامل کيږي چي د هغه په هرځلي ليدلو سره او يا د هغه د نوم په اورېدلوسره د انسان په زړه کي حسد پيداسي.


۶ : که يوڅوک د بل انسان په اړه ورته يوه خبره کوي ددې پرځای چي ددغه سړي خبره ومني بايد د هغه څخه خپله وپوښتي اويا دي هم ياد سوی عمل محکوم کړي خو شخصيت ته دي توهين نکوي او ندي هم په فکر کي د هغه د شخصيت په اړه منفي سوچونه کوي کنه نو ارومرو حسد ورڅخه پيداکيږي.


۷ : د هيچاسره دي په ژوند اومعامله کي پلمې نه لټوي بلکي د ښه ژوند دوام او د ستونزو حل دي خپل هدف وګرځوي.


۸ : خپل مسکنت، سرمايه او وظيفه دي د نورو خلګوسره نه مقايسه کوي بلکي چي څومره لري هماغه دي د ځان استحقاق وبولي او د الله په ورکړه دي قناعت وکړي.

 

۹ :  په دنيا او سرمايه کي دي د چا سره رقابت نکوي بلکي په دين او تقوی کي دي سالم رقابت وکړي ځکه څومره چي د انسان دين قوي کيږي او تقوی يې ډېريږي په هماغه پيمانه يې زړه صفاکيږي او د حسد پيدا کېدلو مخه نيول کيږي.


۱۰ : هر چا ته دي ددې اجازه نه ورکوي چي دده په نماينده ګۍ خبري او يا کار وکړي مګر هغه څوک چي دی ورباندي پوره باور ولري.


۱۱ : په کوم شي باندي چي يې سر نه خلاصيږي چي آيا پدې کار کي حسد سته او که نسته د هغه په اړه دي د علماؤ څخه پوښتنه وکړي.


۱۲ : د هرچا د کنايې او اشارې مصداق دي ځان نه بولي بلكي د ځانه سره دي محاسبه وکړي کوم کار چي پکښې وي د هغه په اړه دي د خبري په توجه باندي خوا نه بدوي اوکوم کار چي په ده کي نوي د هغه په اړه د خبري مصداق دي بل څوک وبولي.


الله پاک دي مو دټولو اقساموڅخه دحسد وساتي.


ماخذ : اسلامي مقالي

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته