تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نېکمرغۍ پر لور
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 24, 2021
  0

د نېکمرغۍ پر لور


رالیږونکي :منصور احمد زیار /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


نېکمرغي او بری تر لاسه کول یو لړ نښې او علامې لري چې په تعقیبولو يې انسان ارومرو د بري تر پړاوه رسېږي.


څومره چې د انسان په پوهه کې پراختیا رامنځته کېږي، هومره پكې دعاجزۍ او مهربانی ماده پیاوړې کېږي، خپل وزن او ارزښت زیاتوي.
لکه چې الله تعالى فرمايي:


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا قِيلَ لَكُمْ تَفَسَّحُوا فِي الْمَجَالِسِ فَافْسَحُوا يَفْسَحِ اللَّهُ لَكُمْ وَإِذَا قِيلَ انشُزُوا فَانشُزُوا يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ ﴿المجادلة: ١١﴾”


ای مؤمنانو، کله چې تاسې ته وويل شي چې په خپلو مجلسونو کې ځای پراخ کړي نو ځای پراخ کړي الله تعالى به تاسې ته پراختیا درکړي او کله چې تاسې ته وويل شي چې پاڅېږي؛ نو پاڅېږي؛ له تاسې نه چې کوم کسان ایمان لرونكي دي او کومو کسانو ته، چې علم ورکړ شوی دی، الله تعالى به هغوی ته لوړې درجې په برخه کړي او تاسې چې څه کوئ الله تعالی پرې ښه خبره دي .


څومره چې يې پر خپل علم عمل زیاتېږي، هومره پكې له الله تعالی نه د وېرې او تمې ماده پیاوړې کېږي او د خپل ځان مراقبي او محاسبې ته چمتو کېږي.


څومره يې چې مال زیاتېږي، هومره يې سخاوت هم زیاتېږي دغه ډول خلک دالله تعالي عیال هغه ته کران او محبوب وي او د بدمرغۍ نښې دا دي چې څومره چې يې علم زیاتېږي، تكبر او غرور يې هم ورسره زیاتېږي، علم يې نافع او ګټور نه وي.


څومره يې چې علم زیاتېږي خلکو ته په سپکه او ځان ته په درنه سترګه ګوري، فکر کوي چې يوازې همدی به بری او نجات ترلاسه کړي او پاتې ټول خلک به هلا کېږي.


څومره يې چې عمر زیاتېږي هومره يې حرص هم زیاتېږي، فکر کوي چې حوادث او پېښې به يې له خپل ځای څخه هم ونه خوځوي.
څومره يې چې مال زیاتېږي، هومره ورسره بخیل او کنجوس کېږي.


څومره چې يې جاه او جلال زياتېږي، هومره تكبر او غرور ته لاس اچوي!


په حدیث کې راځي چې:


کبرجن به د قیامت په ورځ د ذرو په شکل کې راټول کړای شي اوخلک به پرې پښې ږدي


www.taleemulislam.net
                                            

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته