تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
وجدان
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 24, 2021
  0

وجدان

 

لیکنه : مصطفي صفا / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د انسان په نفس کې يوه پټه قوه ځای لری، چې په سترګو نه لیدل کېږي، او په ذره بین هم نه لیدل کېږي ۰۰۰۰۰۰. 


دا هغه معنوي ځواک دي، چي انسان يي هر وخت په خپل نفس کې احساسوي، دغه قوه انسان ته د خپلی دندی په لوري لارښوونه کوي، هغو ته په ډیرو تیارو رڼا اچوي، تل ورته د ښو اعمالو د ترسره کولوسیګنالونه ورکوي او د بدیو پرمهال ورته چیغی وهي.......


خووړ انسان هغه څوک دی، چې په واقعي ډول د خپل وجدان ږ غ اوري، ځکه دا یو داسی ږغ دی، لکه دکوم پلار چی خپل زوی له افتونو څخه خبروي، یا د یوه زړه سواند ښوونکي غوندی چی زده کوونکي ته نصيحت کوي، هرکله . انسان ددغه پټی قوې له فرمان نه سرغړونه وکړي یا د هغه کار مرتکب سي، چی ددغه قوې د نهې وړ وي، دوجدان هم هغه قوه يوه محکمه ګرځي،د هغه په ګټه یا د هغه په وړاندي حکم صادروي، یا هغو ته آرامتیا او خوښی بخښي، او یا یې په يو خاص درد، ځور او ربړ باندی محکوموي.

 

يوانسان تل د خپل ځان د سالم در ک له مخی غواړي، چی خپل انسانوالی احساس کړي، او د انساني خواصو سره سم ژوند وکړي، غواړي په خپل نفس او شخصیت باندی باور ولري، او په دې نړۍ کي د ارزښت او قیمت  څښتن سي، غواړي دا احساس کړي، چې دده وجود بې هدفه نه دی، او په ژوند کي يو اوچت او معنادار رسالت لري، او په دې ترتيب غواړي، په ژوند کې د ارامتیا له نعمت څخه برخمن سي، غواړي داسی هیلي وپالي، چې د ژوند ټولی خواوي يې روښانه کړای سي.


له دې امله د هر انسان په وجود کی وجدان موجود دي، او یوه داسی لارښوونکې، هڅوونکې، منع کوونکې او حکم کوونکې قوه ده، چي د هر کار د سرته رسولو نه مخکی، د سرته رسولو په حال کي، او د سرته رسولو نه وروسته په کار راځي او انسان ته ژوره لارښوونه کوي، او له دې مخی انسان د الله (ج) په وړاندی له سرغړاوي ژغوري، او د مثبتو کارونو په سرته رسولو کی يې زړورکوي، د انسان روحیه قوي کوي، او له بې ځایه وېری او شک څخه يې زړه پاکوي. دغه پټ ضمیر یا وجدان د انساني اخلاقو ستنه او لومړۍ ډبره ده، په دي اړه یو متل ډېر پرځای دی، چې وايي : عدالت د قانون په متن کي نسته، بلکي د قاضی په وجدان کي دی.

 

له پورتنيو څرګندونو له مخی تاسي ترکومه حده په خپل ځان کي  د خپل وجدان ازانګې احساس کړي دي؟ آیا په یاد درځي، کوم ځل دی په کوم بد کار لاس برسوی، مګر د خپل وجدان له شرمه دی پرې اېښی دی؟


څه فکر کوې، په راتلونکي کي به تر کومی اندارې د خپل وجدان چیغو ته غوږ ونیسې؟ او ترکومه بریده به د خپل انسانی فطرت د غوښتنو سره سم ژوند وکړې؟

لطفاٌ مه ساده کیږئ؟

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته