تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
موږ مسلمانان بايد فکر وکړو
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 27, 2024
  0

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


موږ مسلمانان بايد فکر وکړو


موږ د هغه پيغمبر صلی الله عليه وسلم امتيان یو چي هيڅ کله يې د اهل باطل په وړاندي سر ټيټ نه کړ، د مشرکينو، نصاراوو او يهودو د مخالفتونو څخه و نه وېرېدی، د منافقينو تهمتونو او تورونو ته يې ارزښت ور نه کړ او د ټولو ستونزو په وړاندي يې بې ساري مبارزه وکړه؛ خو د دين لپاره تر خپل دعوت او هدف تېر نه سو.


څوک چي د دين لپاره خدمت کوي ارومرو د حاسدينو، متعصبينو او سرټمبه انسانانو د مخالفت سره مخامخ کيږي چي دا خپله د حقانيت ښکاره دليل دئ؛ ځکه نو د اسلام لپاره هيڅ مبارز بايد تر خپل شرعي هدف تېر نسي او د ټولو ننګونو په وړاندي د اوسپنيز دېوال غوندي ودريږي.


د الله تعالی هر پيغمبر د عزم، صبر او قوي ارادې خاوند وو خو پنځه کسان: نوح عليه السلام، ابراهيم عليه السلام، موسی عليه السلام، عيسی عليه السلام او محمد صلی الله عليه وسلم چي په دې صفت کي پوره کمال ته رسېدلي وه الله تعالی يې په خپل کلام کي يادونه او ستاينه کوي.


ځکه نو هر مسلمان بايد د عزم، صبر، زغم، حلم، شجاعت، ځوانمردي او زراکت صفتونه په ځان کي ژوندي کړي.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته