تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
درسول الله صلی الله عليه وسلم دعوت
  تعلیم الاسلام ویب پانه
  June 14, 2021
  0

 درسول الله صلی الله عليه وسلم دعوت


لیکنه : مولوي محمد اشراف شرافت / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


وروسته له دې چي پيغمبرعليه سلام ته د الله جل جلالــــــه د دين د رسولو دنده ورپه غاړه سول، نو خــــــپل ټول ژوند یې پدې لاره کي مصرف کړ او دروازه په دروازه به ګرځېده او د داسي زړونوپلټنه به یې کوله چي د دعوت د منلو اميد به ترې کېده؛ د پيغمبر عليه سلام د دښمنانو لومړی دريځ د هغه په وړاندي له دې څخه پيل سو، چي لومړی یې پرې بنديزونه ولګول؛ بيا یې پرې مســـــخرې پيل کړې او بل پړاو یې دا وو، چي ډول ډول شکنجې اوربــــړول یې پیل کړل؛


آن تردې چي د پيغمبرعليه سلام په لاره کي به یې اغزي اچول؛ د لمانځه پرمهال به چي کله سجدې ته ولاړ نو لری (پېروان) به یې پر واچاوو او د پيغمبرعليه سلام په وړاندی به یې د هر ډول ربړولو او تعذيب څخه کاراخيسته؛ او په هر ډول ســـپکاوي یې لاس پوري کړ؛ ددې ټولوسره سره پيغمبرعليه سلام  بې هڅي او نا اميده پاتي نه سو؛ ځکه دنيا ته له راتلو څخه موخه یې د الله جل جلاله دين ته دعوت و؛

 

نوپه وار وارخپلو ضدي دښمنانو لکه ابوجهل او ابولهب ته ورغی او د الله پاک دين ته یې راوبلل؛ الله جل جــلاله په دې ګواه دی چي پيغمبرعليه سلام څو څو واره آن تــردې چي په بازارونو؛ اوکورونو د خلګو به ګرځېده،  ترڅو داسي څوک پيداکړي؛ چي دالله جل جلاله لاري ته یې راوبولي او دده بلــنه ومـــــــني؛ ولي ټولي دروازې یې پرمخ تړلې وي؛ ولي سره له دې بـــه دالله جـــل جلاله استازی د خپل مخ په وړاندي هره بنده دروازه ټکــــــــوله اوهري کورنۍ ته به یې جداجدابلنه ورکوله داچي دښـــــمنان ځواکمن او د قدرت خاوندان وو؛ د دعوت له پـــلويانوڅخه هيچا نه سوکولای دالله جل جلاله پيغمبر ته خپله غېږه کي ځای ورکړي؛ له دې امله پيغمبر عليه سلام اړ سو چي مدينې منوري ته دالله جل جلاله په امرهجرت وکي؛ ولي هلته هم ديهودو اومنافقينو سره په جنجال  واوښت؛ او د کفر ضد یې د جنګونو پلانول پيل کړل؛

 

ان تردې چي په خپله یې د اسلامي لښکرو سرمشري کوله؛ غاښــــونه مبارک یې په شهادت ورسېدل؛ مخ مبارک یې زخمي او په ســـرو وينو ولړل سو؛ لوږي او تندي یې د الله جل جلاله پـــه لاره کي وګاللې، تــردې چي د لوږي پر مهال به یې تيږي د ګيډي پـــــــــــــوري تـــړلي؛ ولي ددې ټولوتکليفونو او مشقتونوسره سره یې بيا هــــــم خپلي مبارزي تــه ادامه ورکړه؛ هو، د تبليغ له دندي څخه یوه لحـــظه هم بې پروا پاتي نه سو؛ ان تردي چي د دین اړوند ډېر واړه مسائل یې په روښــانه توګه بيان اوتشريح کړل؛ دين یې و خــــــلګو ته په ښه توګه روښــانه کړ؛ اودرسولو په لاره کي یې هيڅ ډول بې پروایې ونه کړه؛ په مــدينه منوره کي د اوسېدلو او د نورو دولتونوســره دجنګ پرمـــهال یې هم دين ته بلنه کوله؛ اوپدې کارکي الله جل جلاله ډېر زغم اوحوصله ورکړي وه.


ماخذ: تعلیم الاسلام مجله (۲۷ ګڼه)


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته