تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
بې عقلان و ځانته نښي لري!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 17, 2021
  0


لیکنه : علي متو کل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


 چي رښتیا سره ووایو، نو دا لاندي نښو کي یو څو دانې په ما کي هم سته. نو ما ول راسئ زه به خپل ځان او  تاسو هم خپل ځان او هم مو ملګري هوښیاران کړئ. متوجه به سي. نښي په دې ډول دي:


1. تېروتني نه مني: په دې باور وي، چي هیڅ تېروتنه نه کوي، که لار ورته ښیې، نو نه یې مني. 

2. فکري تعصب: یوازي پر خپل فکر او اند ټینګار کوي. یوازي دده د غړکي خوند سم دئ. 


3. قهر: بې ځایه خوشکه او جنجال کوي، حتی کله مور، پلار یا هم یو کلن ماشوم ته په غصه وي. 


4. بې ګټي باور: پر درواغو، تهمت، او غیبت تکیه کوي؛ معنی د چارسو آوازې هم مني. 


5. ځان ښودنه: کومه کارنامه به یې نه وي کړې، خو ځانته به ښاغلی وایي. 


6. بدخرڅي: پر بې ګټو شیانو او هغو شیانو به پیسې ورکوي، چي هیڅ اړتیا نه ورته لري؛ د دوکاندار به نسوارو پیسې پر باندي وی، خو ده به ایفون 11 و جیب ته اچولی وي.


7. مطالعه نه کول: ځان به د افلاطون ماما او د سقراط پلار ورته ښکاري، نو ځکه مطالعه نه کوي. کله کله د لټی او بې غوری په خاطر مطالعه ځني پاته وي، د زېرخانې په پای کي لکه خټکی بیده وي. 


8. د وخت مدیریت نه لرل: وخت هیڅ ارزښت نه ورته لري؛ پر بې ګټي شیانو، بې معنی خبرو او ګېمو ئې تېروي.


9. د بدو ملګرو سره ناسته: د داسي کسانو سره ناسته کوي، چي هیڅ یې په درد نه خوړل کيږي. نه په ژوند شی ځني زده کوای سي او نه  ئې ملا په تړل کیږي. ګرده ملګري به ئې په درې افغانۍ نه ارزي.


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته