تازه سرليکونه
د (اسلامي تاريخ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د چا انسانیت ؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 28, 2022
  0

لیکنه : کریم الله زاهد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


 له ډیرو غربپالو په مو اورېدلي وي چې وایي یوازي انسانیت ته ژمن دی ، خو له دوی و پوښتئ چې د چا انسانیت؟


د اروپایانو انسانیت؟


هغه چي  د امریکا تر کشف وروسته يې ۱۰۰ میلیونه د امریکا اصلي اوسیدونکي سور پوستان ( سره هندیان ) قتل او د هغوی مالونه يې غصب کړل. اروپایانو به د سرو هندوانو پر سيمو حملې کولې، لومړى به يې د هغوی کښتونه له منځه وړل او وروسته به يې چې هر څوک خپل مقابل گاڼه واژه به يې. د هر سره هندي د سر د پوست په تراشلو او د هغوی د ښځو او ماشومانو په مثله كولو مسابقې او جایزې وټاکل شوې. وروسته يې سور پوستانو ته داسي جامې او څادرونه ورکړل چې په زهري کيمياوي موادو به لړل سوي وې، دې زهري موادو په سور پوستانو طاعوني امراض را پیدا کړل چې په ډیر تعداد سور پوستي يې له منځه یووړل.


دا قتل عام د ۱۶ میلادي پیړۍ په کال ۱۶۶۲ م کې په جیمزتاون ښار کې لومړی ځل د هسپانویانو لخوا پیل سو او وروسته د امریکا د وچې د نورو مناطقو د نیولو په منظور د انگریزانو ، فرانسویانو او پرتگالیانو لخوا ترسره سو. دې حملو تر ۱۹۰۰م کال پوري دوام وکړ چې شاوخوا ۱۰۰ میلیونه سور پوستان پکې ووژل شول. لومړني رئیس جمهور ( جورج واشنگټن ) په پنځو کلونو کې د سرو هندوانو د ۳۰ سیمو په مکمل ډول له منځه یووړې.


 یا د هغو اروپایانو انسانیت چې نازي هټلر يې يوازي د گوتو په شمار کلونو په جریان کې د هولوکاسټ (Holocaust ) یا پوره سوځوني په وسیله ۱۱ میلیونه څخه ۲۸يې انسانان قتل کړل. نازیانو دا کسان په مرمیو وژل، خو وروسته يې دا وژني په کاربن مونو اکساید (co) گازونو، لوږي، سوځولو او نورو پرمختللو وحشتناکو طریقو ترسره کولې ،


یا د هغو فرانسوي اروپایانو انسانیت ناپلیون یې د واک د پراخولو لپاره په ناپیلیوني جگړو کې شپږ نیم میلیونه انسانان ووژل او اروپا د ډیر ښارونه يې وران کړل.


یا د هغو اروپایانو انسانیت چې په رومي امپراطورۍ کې يې د زندانیانو آزادي يوازي د گلادیاتوري ( Gladiatorial) وحشتناکو جنگونو له لارې وه او هغه داسي چې دوه انسانان یا یو انسان او وحشي حیوان ( زمری، سپی یا لیوه ) به يې په يوه میدان کې سره پرېښودل، د لوړ پوړو حکومتي اشخاصو په شمول به د سیمي ټول خلک پرې راټول وه، دوی به جنگ شروع کړ، ټولو به لیدل چې يو انسان بل په وحشتناکه توگه وژني يا وحشي حیوان د ژوندي انسان د بدن اعضاوي شكوي او پرې کوي او دوی به ترې خوند اخیست، که به له دې لوبي انسان ژوندی پاته سو نو به يې آزاد کړ.


که په اروپایانو کې د انگریزانو انسانیت؟


. هغه انگریزان چې پر افغانستان يې له زرگونو کیلو متره لیري څخه درې يرغل کړی دی، پر داسي يوه قوم يرغل چې د یوې ټوټې وچې ډوډۍ په پیدا کولو پسې ستړي ستومانه ول. دلته يې په زرگونو افغانان ووژل، اولادونه يې يتيمان او ښځې يې کونډي کړې.


 یا هغو انگریزانو انسانیت چې ددوی له وجې د هند تر اشغال وروسته په ۱۷۷۰مه م لسيزه کې يوازي د بنگال ( اوستي بنگلدیش ) په ایالت کې ۱۰ میلیونه هندوانو د لوږي، قحطۍ، مریضۍ، د انگریزانو د بد سلوکۍ او شکنجې او یا د اجباري کار د فشار له وجې خپل ژوند له لاسه ورکړ . په دویم ځل په کال ۱۹۴۲ کې يو ځل بيا د انگریزانو خصوصا د هغه وخت د بریتانیا د صدر اعظم وینسین چرچیل د استعماري تصامیمو له وجې په هند کې قحطي پیل سوه چې شاوخوا ۵ میلیونه نور هندوان يې د مرگ کومي ته کړل.


یا د هغو انگریزانو انسانیت چې د جنوبي افریقا د بوير (Boer) په جنگونو کې يوازي د داخلي قيامونو د احتمالي خطراتو له امله د اجباري کار په قرارگاوو کې په زرگونو انسانان زنداني کړل چې يوازي د يوه کال په جریان کې د لوږي او مریضۍ له وجې شاوخوا ۱۰ زره کسان په دې قرارگاوو کې مړه سول او دا ټول ددې لپاره چې برتانیا په جنوبي افريقا کې خپلو استعماري اهدافو ته ورسیږي. د بویر په جنگونوکې مجموعا ۳۰ زره انسانان مړه سول او انگریزانو د جنوبي افریقا د مهارولو لپاره ددې ۳۰ زره مړو علاوه د ماشومانو او ښځو په شمول ۴۸ زره غير نظامي کسان ووژل.


یا هغو انگریزانو انسانیت چې په ایران کې يې د دوو کالو (۱۹۱۷م - ۱۹۱۹م) په جریان کې د ایرانیانو نسل وژنه ( Genocide ) رامنځه کړه او شاوخوا ۹ میلیونه ایرانیان يې ووژل چې دې اندازې د ایران د هغه وخت د ټول نفوس ۴۰ مه برخه جوړوله. د امریکا د خارجه چارو د وزارت د اسنادو پر اساس په ۱۹۱۴م کې د ایران نفوس ۲۰ میلیونه تنه وو خو دا اندازه په کال ۱۹۱۹م کې ۱۱ میلیونه تنه ته راکښته سوه.


که د امریکایانو انسانیت؟


 هغه چي د جاپان پر هیروشیما او ناگاساکی پر ښارونو يې اټومي بمونه وغورځول او له امله يې د ښځو او ماشومانو په شمول شاوخوا دوه لکه شل زره بې گناه انسانان قتل کړل او په زرگونو نور انسان په هماغه سیمو کې ددې دوو بمونو خطرناکو صحي تاثيراتو وکړېدل. د امریکایانو دا جنایت ښايي د امریکا په تاریخ کې يو له تر ټولو سترو جنایتونو څخه وي.


 یا د هغو امریکایانو انسانیت چې په ويټنام کې د ۱۹ کلونو په جریان کې د ښځو او ماشومانو په شمول شاوخوا درې میلیونه انسانان قتل کړل، پر ویتنام باندي د امریکایانو تر یرغل وروسته نه يوازي دا چې په دومره لویه اندازه انسانان ووژل بلکي د ښارونو، کلیو، کښت او کروندې له تباهۍ نیولې ، پر ژونديو انسانانو د کیمیاوي موادو تر استعمال، د انسانانو د بدن او اعضاوو تر پرې کولو او پر ويتنامي ښځو تر جنسي تیري پورې ډول ډول جنایات ترسره کړل.


یا د هغو امریکایانو انسانیت چې په دویم نړیوال جنگ کې د آلمان ( جرمني ) کې يې پر آلمانی زندانیانو او هغو سیمو پر غير نظامي اوسېدونکو باندي په مستقیم او غیر مستقیم ډول غذایي مواد بند کړل او له امله يې په زرگونو آلمانيان له لوږې مړه سول.


یا د هغو امریکایانو انسانیت چې پر عراق تر يرغل وروسته يې یو نیم میلیون انسانان ووژل. پر ښځو او ماشومانو تجاوز، له کیمیاوي اسلحو استفاده، د ځوانانو او د امریکا د یرغل مخالفينو وژل، د زده کړو او پرمختیایي مراکزو تخریب او له منځه وړل، د بې گناه انسانانو بې دلیله وژل، د خلکو د مالونو چورکول او دکښتونو اوکروندو ويجاړول په عراق کې د امریکایانو د جنایاتو یوه برخه ده.


یا هغو امریکایانو انسانیت چې پر کمزوري افغانستان يې ټوله نړۍ راکوټه کړه، دلته يې په 52-B ډوله تیارو، کروز توغندويو او نورو وژونکو اسلحو په زرگونو انسانان قتل کړل، په زرگونو نور یې زخمیان، بې کوره او بې سرپرسته کړل. هغه امریکایان چې له واړه بم څخه نیولې تر مور بمه ټول پر دې خاورې و آزمایل. که څوک په افغانستان او عراق کې د امریکا د وحشت اصلي څېره وويني، انسانیت ته به يې لاړې ور تف کړي.


که هغو امریکایانو انسانیت چې په نړۍ کې د ډیرو بې نظميو او گډوډيو اصلي سرچینه ده. د یوه راپور په اساس امریکا یوازي د شلمي پیړۍ په دویمه نیمايي تولید شده کې شاوخوا ۱۰۰ نظامي کودتاوي او د حکومتونو راپرځول رهبري کړي دي، په لسگونو واره یې په مستقیمه توگه د هیوادونو په اشغال لاس پوري کړی دی او یا يي د هغوی په نظامي مداخلې تهدید کړي دي.


که هغو امریکایانو انسانیت چې په زرگونو انسانان يې بغير له محکمې پخپلووحشي زندانونو کې ساتلي او څوک حتی د خپل حق او آزادۍ څخه د دفاع لپاره د وکیل ټاکلو اجازه هم نه لري چې ښه مثالونه يې د گوانتانامو، ابوغریب  وحشی زندانونه دي. په دې زندانونو کې امریکایانو د وحشت ریکارډونه مات کړل، داسي وحشتونه چې څوک يې حتی د پوره ويلو تاب نه لري.


که د روسانو انسانیت؟


هغه روسان چې ستالين يې تر هلټر هم په وحشت کې څوک قدمه مخکي وو او شاوخوا ۲۰ میلیونه انسانان يې په اعدام، لوږه، سخت کار او يخنۍ سره ووژل.


جوزف ستالین د شوروي د کمونستی نظام دیکتاتور رهبر وو چې خپل ټول مخالفين يې یا قتل، یا تبعید او یا د اجباري کار قرارگاوو ته ليږل تر دې چې ښځې يې دده د جنایاتو د اورېدو تاب رانه وړ، لومړی په رواني تکليف اخته سوه او وروسته يې ځان وژنه يې وکړه. ستالين خپل رقيب او د لینن خاص شاگرد لييون تروتسكي له منځه يووړ او حاکمیت یې ترلاسه کړ، وروسته يې د شوروي د ټولو ځمکو د کنترول لپاره د گولاگ (Gulag) په نوم اداره رامنځته کړه ، دې ادارې د سیالین سیاسي محکومین او مخالفین د سایبریا یخو سیمو ته د اجباري کار قرارگاوو ته لیږل چې په دې ډول په زرگونو انسانان د سخت کار، يخنۍ او قصدي لوږي له امله ووژل سول. همدارنگه د ستالین د کښتونو او حاصلاتو د اشتراکسازی سیاست په ټول شوروي کې د قحطۍ يو توفان راويست چې پکې میلیونونو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.


که هغو روسانو انسانیت چې په افغانستان کې يې د کمونیزم د حاکمیت پر مهال شاوخوا دوه نیم میلیونه افغانان ووژل، يو میلیون یې معیوب او څلور نیم میلیونه يې هجرت ته مجبور کړل، د هیواد ډیري بسټیزي پروژې پکې له منځه ولاړې، هیواد په کنډواله بدل سو او یوه بل اشغال ته يې لاره هوراه کړه.


که د چینایانو انسانیت؟


د مائو ( ماتوسي تونگ ) بدمرغو سیاستونو او شکنجو يې يوازي په څلورو کلونو ( ۱۹۵۸-۱۹۶۲ م کې ۴۵ میلیونه کسان له لوږي ووژل. لوږه تر دې حده ورسېدل يوه هلک يوه اندازه غله غلا کړې وه، د محلې حاکم د هلک پلار اړکړ چې خپل زوی ژوندی تر خاورو لاندي کړي چې د پلار هم د همدې درد او عصبي تكليفه مړ سو. دا د تاریخ تر ټولو وحشتناکه انسان بلل کیږي چې په ډیر کم وخت کې يې له وجي په يو پرنفوسه هیواد کې په دومره اندازه انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي.


که د یهودو انسانیت چې په فلسطین کې د څلورو پیړیو راهیسي مظلوم مسلمانان وژل کیږي، زنداني کیږي او ځمکي ترې غصبیږي.


 که د برما (میانمار) د بودایانو انسانیت چې د د برما اقلیت مسلمانان په دومره وحشت شهیدانوي چې د لیدلو قابلې نه دي. له ژوندي په اور سېځلو رانیولې تر ژوندي ټوټه کولو او سختو شکنجو او زنداني کولو پوري په ډول ډول وحشتونو د هغه ځای لړکي مسلمانان وژل کیږي په داسي حال کې چې غربي رسنۍ په اړه نه څه وايي او نه پردي پال مسلمان حاکمان او که د هغو کسانو انسانیت چې په دویم نړیوال جنگ کې يې يوازي په څلوروکلونو کې ۲۷ میلیونه کسان ووژل، يعني په هره ورځ کې ۱۷ زره کسان. ددې تلفاتو ۵۰ سلنه د عامو خلکو وه چې په جنگ کې هیڅ ډول شریک نه وه.


حقیقت دادی  چي د انسانیت په نوم د هیومنزم (Humanism) الحادي نظریه اصل کې د دین سره د ضد پر بنیاد رامنځته سوې چې وایي دین د انسان شخصي عمل دی، موږ باید د انسانانو په حيث داسي ژوند وکړو چې د مسلمان، يهودي، نصراني او نور اصطلاحات مو تر مینځ نه وي. دا خبره د اسلام له بنیاد سره په ټکر کې د که موږ د انسانیت په نوم سره راټولېدلای او ترمنځ مو کافر او مسلمان خبره نه وای، د مجرم او غیر مجرم تر مینځ توپیره نه وای نو دا په زرگونو پیغمبرانو ته څه ضرورت وو؟ الله تعالى ولي په لسگونو کتابونه او صحيفې رانازلولې؟ بیا د حق او باطل کلمه څه معنی لري؟


الله تعالی په زرگونو پیغمبران او په لسگونو کتابونه او صحيفې ځکه نازل کړي چې د کافر او مسلمان فرق وسي، د هغه کس چې الله تعالی په خدایی مني، پر ملائکو، کتابونو، پیغمبرانو او آخرت په ورځ ایمان لري او دهغه چا تر مینځ توپیر په دې يوه هم باور نه لري، دې ټولو ته زړې فلسفې وايي، انسان د آدم عليه السلام اولاد نه بلکي دبيزو له نسله گڼي، انسان د شنه بوټي په شان گڼي مړ ۍي ټوله کیسه یې ختمه سوه، نه حساب سته نه کتاب. د انسانیت په نوم د هیومنزم (Humanism) نظریه کاملا الحادي نظریه ده چې نه پرخدای باور لري، نه پر دین او پیغمبر. غرب او په ټوله کې کافران د اسلام او مسلمانانو تر مینځ د ټینگو اړیکو په سستولو لگیا دي، ځکه همدا اړیکه ددوی د غربي او استعماري اهدافو مخه نیولې او همدا اړیکه ددوی غربي فلسفه ننگوي.


الله تعالی د اسلام په دین کې د هر چا حقوق او احکام ټاکلي دي. د هغه کافرلپاره هم احكام سته چې په اسلامي خاوره کې بې ضرره ژوند کوي، نه د چا ژوند ته لاس اوږدوي، نه د چا ناموس او مال ته. اسلامي نظام به دداسي کافرانو امنیت تضمینوي، د هغوی د سر، مال او ناموس ساتنه به کوي. خو د هغو کافرانو لپاره هم احكام شته چې زموږ پر دین، خاوره، مال او ناموس تجاوز کوي، دلته له توپ او ټانگ سره پر موږ خپل فرعونیت ترسره کوي، دداسي کافرانو په وړاندي الله تعالی هر مسلمان مکلف کړی چې د د خپل دین، خاوري، ناموس او مال څخه د دفاع په خاطر له دوی سره جهاد وکړي، لاسونه يې ور لنډ کړي او له خپلې خاورې يې وشړي.

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته