تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ای د الله بنده تکبر مکوه!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 4, 2022
  0

لیکنه : مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


دی به په يوه اداره کي کار کوي يا به د يو چا سره ملګری وي خو د مځکي پر مخ داسي په تکبر باندي ځي ته به وايې د ټولي مځکي حاکم دی دی.


آخر ولي د الله بنده! وظيفه چي هرڅومره غټه وي ددې ارزښت نلري چي انسان يې په درلودلو باندي تکبر وکړي.

 

ای د الله بنده! ته نه يې خبر چي تکبر د شيطان او فرعون صفته خلګو کار دی؟

 

ای د الله بنده! تا هغه حدیث ندی اورېدلی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: د چا په زړه کي چي يوه زره تکبر وي هغه به جنت ته داخل نسي.؟

 

ای د الله بنده! تا هغه قدسي حدیث ندی اورېدلی چي الله جل جلاله فرمایي: تکبر زما پټو دی څوک چي په هغه کي زما سره لانجه کوي یعني تکبر کوي زه به هغه څوک اور ته وغورځوم؟

 

ای د الله بنده! تا هغه حدیث ندی اورېدلی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: هر څوک چي د الله تعالی پر مخلوقاتو تکبر وکړي الله تعالی به یې داسي بې ارزښته کړي چي آخر به یې اسفل السافلین ته ور واچوي؟

 

او ای د الله بنده! ته چي هر څومره تکبر وکړې نه ځانته ګټه په رسولای سې او نه هم بل چا ته تاوان، هسي خپلو سږمو ته باد مه ورکوه چي هرڅه وکړې آخر د نورو انسانانو غوندي ته هم يو انسان يې؛ ددوی غوندي ډوډې خورې او قضاء حاجت کوې، ددوی غوندي په ناروغۍ لوېږې او په اجل باندي مړ کېږې.


ماخذ : اسلامي مقالې 


www.taleemulislam.net  

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته