تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
بیکاره ناست يئ! ولي مطالعه نه کوي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 3, 2022
  0

 

لیکنه : علي الله متوکل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


دا بېل ګېټس د ناځوانه زوی ټوله ورځ هیڅ کار نه لري؛ بیکاره ناست وي، نه د نړۍ شتمن دئ، نه ئې بیلیونونه ډالره والا کاروبارونه په لاس کي دي او نه ئې زرګونه کارمندان تر لاس لاندي دي؛ ټوله ورځ ناست دئ، ارږمی کاږي. 


راسه! که بیل ګېټس کال کي تر ۵۰ زیات کتابونه مطالعه کولای سي، نو ما و تا څونده مطالعه کولای سو؟ زه وام ۵۰ به نه مطالعه کوو، یوازي به ۲۰ مطالعه کړو


مارک کوبان امریکایي تجار او متشبث دئ، زیاتي کمپنۍ لري. په خپل دې ستړي ژوند کي بیا هم ظالم د ورځي درې ساعته مطالعه کوي. مارک کوبان پسې ایله کړئ، راسه! ما و تا به یوازي د ورځي یو ساعت مطالعه وکړو. بس!


ایلن ماسک خو نو پېژنئ، د بلا زوی ټول دنیا و ځانته حیرانه کړې ده، دده څخه پوښتنه کیږي، چي اشنایه! و فضا ته د توغېدونکي راکیټونو جوړول دي څنګه زده کړل؟


دی ساده جواب ورکوي:  "زه مطالعه کوم" 

 

نو ملګرو! ما ویل: ددغه پورته کسانو یوه خبره لا مه منئ، دا ګرده زموږ سره مسخرې کوي. راځئ، میلې وکړو، مطالعه پسې ایله کړئ. ناکي شی ده. 


آآ ښه! که موږ او تاسي په کال کي دېرش کتابونه رانیسو، لس کاله بعده به په کور کي یو ښایسته کوچنک کتابتون ولرو او اولادونو ته به مو هم کتابونه په میراث کي پرېښودلي وي. 

 

#زما_نظر: زه وایم که کتابونه مطالعه کوو او که ئې نه مطالعه کوو، لږ تر لږه را به ئې نیسو او کور کي به ئې کښېږدو، که موږ کتاب را نه نیسو، نو پښتانه لیکوالان او ژباړن به د کتابونو له لیکلو او ژباړو څخه لاس واخلي. پښتو به داغسي غریبه پاته وي. 


د لیکوالانو او ژباړنانو پښتو کتابونه رانیسئ، او د دوی حمایت وکړئ. 


قربان مو سم.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته