تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دین څرنګه رامنځ ته سو؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 5, 2022
  0

دین څرنګه رامنځ ته سو؟

تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


په انساني تاريخ کې د دین د پیل او پرمختګ په اړه دوه نظرونه موجود دي ، چې يو يې  ارتقائي تصور دی او دوهم یې هغه دی چې په خپله ادیانو وړاندې کړی دی.


د ارتفايې تصور له مخې د انساني ژوند پیل د ګمراهۍ او لاعلمی (جهالت ) نه شوی دی، او بیا ورو  ورو انسانانو مشرکانه خدای پالنه او توحید خدای پالنه غوره کړې ده. بیا د دغه نظر په تفصیلاتو کې خورا زیات اختلافات سته. د بیلګې په توګه

ځینې وايي چې د خدای پالنې پیل د پلرونو او نیکونو سره دمحبت او مینې نه سوی دی. ځینې نور یې د فطرت د یو شمیر مظاهرو لکه تالندې او بریښنا نه له ویرې او خوف څخه گڼي، د هغوی نظر دا دی چې انسان په پیل کې د جهالت له کبله طبیعت د یو شمیر مظاهرو عبادت او پالنه پیل کړه، ځکه چې پرهغه مهال د ژوند او مرګ زیات شمیر پیښې پرهمدغه طبیعي حوادثو بناء وې ، لکه: زلزلې، توپانونه، سیلابونه، آتش فشانونه او داسې نور. خو څرنګه چې د انسان علم او پوهې ترقي او پرمختګ کاوه، ورسره يې دا عقیده او باور راپیدا سو،چې دا خدایی ځواکونه نه دي، په پیل کې خلكو له هر څه نه خدایان جوړکړي و، خو د علم د پرمختګ سره د خدایانوشمیره راکمه سوه، تر دې چې د يو خدای منلو ته خبره راورسیده. 


د دې پر خلاف بیاد دین د پیل په اړه په خپله د ادیانو تصور او نظر دا دی چې كله الله تعالی دغه دنیا ته انسان راواستوه ، نو د هغه د جسماني اړتیاوو د پوره کولو تر څنګ یې د هغه د روحاني اړتياو د پوره کولو چاره هم وکړه. لومړنی انسان چې الله تعالی دغه ځمکې ته راليږلی دی، هغه د الله تعالی له لورې استازی او پیغمبر و. او بیا له هغه وروسته، هركله چې انسانانو سمه لاره پرې ایښې ده او ګمراهي زیاته سوې ده، الله تعالی د هغوی د لارښوونې لپاره پیغمبران را استولي دي چې خلکو ته سمه لاره وښيي. پر دې اساس توحید پخوانی او شرک يوه نوې پېښه ده.


اوس چې په نړۍ کې کوم ستر دینونه دي، (مسیحیت، یهودیت او داسې نور) هغوی ته بلونکي انسانان، ټول د الله تعالی پیغمبران و، له همدې کبله د دغه دینونو لومړنۍلارښوونې - د ډیرو جزئي توپیرونو پرته په بشپړه توګه یو شانته دي. خو د اسلام نه پرته دا نور ادیان بیا د وخت په تیریدو سره په خپل حالت پاتې سوي نه دي او د هر یوه پیروانو په خپلو دينونوکې تر میمونه کړي دي.

له همدې کبله مونږ چې لږ وروسته دمسیحیت او یهودیت کوم عقائد بیانوو، هغه په حقيقت کې هغه عقائد نه دي چې پیغمبرانو (حضرت عيسي او حضرت موسي عليهما السلام) راوړي و، بلکې هغه عقائد دي، چې د تحریف اوترمیم نه وروسته په دغه دینونو کې راګډ سوي دي. 


د انسان پیژندنې د علماؤ د نویو څيړنو نه وروسته د لویدیځ زیات شمیر پوهانو ارتقايي تصور پرې ایښی دی، او د دیني تصور منلو ته اړ سوي دي. 


پروفيسور شمټ وایي.


(د انسان د قبیلو او قومونو پیژندنې د علم په ټول ډګر کې اوس پخوانی ارتقایي تصور، په بشپړه توګه له کاره لویدلی دی، د انسان د ودې او پرمختګ په اړه چې د دغه نظريې خاوندانو په ډیرو خواريو يو شمير منظمې او په ظاهر کې ښکلی کړۍ ترتیب کړي وي، هغه اوس ټوټې ټوټې سوي دي، او نویو تاریخي حقايقو هغه لرې غورځولي دي.)
همدا ليکوال په بل ځای کې وايي : 


(اوس دا خبره جوته سوې ده چې د د انسان د لومړني تصور ترټولو لوړه هستي په حقيقت کې پر توحيدي اعتقاد ولاړه وه، او د انسان دیني عقيده چې له کوم ځایه راپیل سوې ده، هغه په بشپړه توګه توحيدي دین و.)


دا چې په نړۍ کې څومره دینونه موجود دي؟ د دې ټاکنه خورا ګران کار دی، ځکه چې مونږ ته لاد نړۍ د خلکو پوره حالات څرګند نه دي، خو ویل کیږي چې په نړۍ کې که په لکونو نه وي، نو په زرګونو دینونه او د هغو پیروان سته. په دې کې د ځینو د پیروانو شميره ملیونونو ته رسیږي او ځینې نور بیا سل دوه سوو معتقدین لري.


مونږ دلته د نړۍ د سترو دینونو له ډلې څخه په هند و ازم، بودایت، یهودیت، او اسلام باندې لنډه رڼا اچوو په بله برخه کې .


ماخذ :  دین او نوي عصر


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته