تازه سرليکونه
له مور او پلار پرته هیڅوک مینه نه درسره لري
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 22, 2023
  0


له مور او پلار پرته هیڅوک مینه نه درسره لري


ژباړه: سمیع الله دُرانی/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

مېرمني مي ټلیفون راته وکړ، چي له دفتر څخه راځې بریاني در سره راوړه.

 

 د دفتر څخه چي وتلم، نو باران شروع سو، د زیات باران اورېد له امله مې بریاني هیره سوه، کور ته ورسیدم، نو اول مېرمني راته وویل: 
چي زما بریاني!؟


ما ورته وویل: هغه خو مي هیره سوه!

میرمن مي راڅخه خوابدې سوه، مخ یې ترویو ونیوی او راته وې ویل یو کار مي هم په تا نه دی پوره، باران اورېدی بل خو هیڅ خبره نه وه.
له دې څخه مخکي چي خبره خرابه سي، ورته و مي ویل وبخښه اوس به یې درته راوړم، سایوان راکړه.
مېرمني چي مي دا خبره واورېده خوشحال سوه.


پر لار چي تللم، نو فوراً د خپل تېر ژوند خاطره را پیاد سوه؛ یو ورځ همداسي تیز باران وو، ما زما د مور درمل هېر کړي وو، کله چي کور ته راغلم، نو مور ته مي وویل: چي ستا درمل راڅخه هیر سوي دي، زه اوس ځمه راوړم یې، کله چی تر کور وتلم، مور تر کالو ونیولمه چي نه به ځې اوس به یې نه راوړې، باران اوري، سبا به یې راته راوړې.


په دا فکروو کي مي تر سترګو اوښکي راغلې، د باران اوبه او زما اوښکي سره ګډې سوې.


د مور او پلار څخه پرته په ژوند کي هیڅوک رښتیني محبت نه درسره کوي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته