تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اسلام د پېغمبر ﷺ د بعثت ستر مقصدونه
  تعلیم الاسلام
  September 12, 2017
  0
بسم  الله الرحمن  الرحيم
الحمد لله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد :
 
جناب محمد رسول الله ﷺ د خپل بعثت مقصد دوه شيان بيان کړي دي :
 
۱ – د علم تعليم 
رسول الله ﷺ  په دې هکله فرمايلي دي : إِنَّمَا بُعِثْتُ مُعَلِّماً ( ابن ماجه ص :۸۳ ج :۱, سنن الدارمي ص : ۱۱۱ ج : ۱ )
 
ژباړه : زه ښوونکی  را لېږل شوی يم !!
 
له دې حديث څخه معلومېږي چي د نبي کریم عليه السلام د بعثت يو مهم مقصد دا دی چي له خلگو بې علمي لاړه شي او علم زده کړي .  
 
علم د ټولو مرضونو علاج دی :  
 
تر جهالت او ناپوهي بل ستر مرض نشته، د رسول الله  ﷺ  تر مبارک بعثت وړاندي په عربو کي د هر قسم ناوړو کارونو دود وو .  
 
بې حيايي، دروغ، ظلم،غلا او داسي نور کارونه عام وو .
 
خو د هغې زمانې نسبت دغو بدو کارونو ته  نه کېږي، نه د ظلم زمانه ور ته ويل کېږي، نه د زناکارۍ زمانه ور ته ويل کېږي او نه د بل ناوړه کار يا گناه په  نوم يادېږي، بلکي د جهالت په زمانې سره يادېږي .
 
له دې معلومېږي چي د هر قسم شر او فساد منبع او سرچينه جهالت او ناپوهي ده او د دې مرض علاج د ټولو مرضونو علاج دی .  
 
په اوسنۍ زمانه کي هم که فکر وکړو نو دې پايلي ته به ورسېږو چي ټولي ناخوالي او ناوړه کارونه له جهالت او ناپوهۍ څخه راټوکېدلې دي .  
 
نبي عليه السلام دُنيا ته په تشريف راوړلو سره دُنيا د ايمان او علم په  رڼا سره  منوره کړه او په دې توگه يې د ټولو روحاني ناروغيو لپاره درمل او علاج نړۍ ته راووړ .  
 
۲ – د اخلاقو تکميل (تربیه)
 
 د نبوي بعثت دوهم مقصد د اخلاقو تکميل او پوره کول دي:
 
رسول الله ﷺ  فرمايلي دي : إِنَّمَا بُعِثْتُ لأُتَمِّمَ مَكَارِمَ الأَخْلاَقِ. ( سنن الکبری للبيهقي ص : ۱۹۱ ج : ۱۰ )
 
ژباړه : زه د دې لپاره را لېږل شوی يم څو ښه  اخلاق بشپړ کړم !!
 
ښه اخلاق چي خپرول يې د نبوت له لومړيتوبونو څخه دي، په دې سره د نورو انسانانو د حقونو ساتنه کېږي او پر  بل چا له ظلم او تېري څخه انسان منع کوي .
 
د دغو دوو اصولو پلي کېدل ټولنه د پرمختگ، خوشحالۍ، سوکالۍ او ورورولۍ خوا ته بيايي او له انسان څخه په پوره معنی انسان جوړوي، داسي چي په ټولو ښو عادتونو لکه رښتينولي، سخاوت، خواخوږي، صبر، حوصله، عاجزي او نورو سره مزين او ښائسته وي .
 
څومره پېغمبران عليهم السلام چي نړۍ ته راغلي دي، ټول د ښو اخلاقو خاوندان وو .
 
د چا اخلاق چي صحيح وي، هغه دي د الله پاک شکر اداء کړي او د زياتوالي هڅي دي يې جاري ساتي او که د چا اخلاق ناسم وي، هغه دي الله تعالی ته عاجزي وکړي، د اخلاقو د سمولو هڅه دي وکړي او په دې اړه دي له الله تعالی څخه مرسته وغواړي .
 
د بعثت ياد شوي دوه مقصدونه قرآن کريم هم په صراحت سره داسي ياد کړي دي : هُوَ الَّذِي بَعَثَ فِي الأُمِّيِّينَ رَسُولاً مِّنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِنْ كَانُوا مِنْ قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُبِينٍ. (سورة الجمعة : ۲)
 
ژباړه : الله هغه ذات دی چي په اميانو کي يې پخپله له دوی څخه يو داسي پېغمبر راپاڅوی، چي پر هغو د ده ( د قرآن ) آيتونه  لولي ، هغوی پاکوي او هغو ته د کتاب او حکمت ښوونه کوي، په داسي حال کي  چي له دې مخکي هغوی په څرگندي گمراهۍ کي وو!!
 
په دې مبارک آيت کي يې د نبي عليه السلام دوه وظيفې يادي کړې دي چي يوه يې تعليم او بله يې تربيه ده .
 
يعني د قرآن او حديث تعليم او په دې دواړو باندي د نفسونو تربيه !!
 
د رسول الله  ﷺ د مبارک ژوندانه لويه برخه هم په دغو دوو کارونو کي مصروفه وه .
 
دا ځکه چي دغه دواړه کارونه د هر خير لپاره سرچينه ده او د ژوندانه هيڅ اړخ له دې پرته نه سمېږي که سياسي وي، که اجتماعي وي، که اقتصادي وي، که نظامي وي او که اخلاقي وي .
 
مطلب دا چي د نبي عليه السلام د بعثت لومړنی مقصد د علم تعليم دی او دوهم يې تربيت او په دې علم عمل کول دي .
 
و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين
 
ليکوال : مولوي عصمت الله عزام
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته