تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په اختر کي ښې او بدي کړني
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 26, 2023
  0

لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

په اختر کي ښې او بدي کړني

 

ګرانه مسلمانه وروره او مسلمانې خوري!


د خپل ټول وس او توان مطابق او موافق له مخي کوشش وکړه، چي د اختر په شپو او ورځو کي لاندې ښه اعمال خپله هم ترسره او نورو ته یې د ترسراوي هدایات او لارښووني وکړه.


سرسایه


کوشش وکړئ چي سرسایه غریب او بیچاره ته د اختر له لمانځه مخکي ورکړئ، ځکه یو خو مسنون عمل دی او بله دا چي سرسایه اخیستونکی به پرې د ځان او کورنۍ لپاره اړین شیان او اجناس واخلي.


د اختر لمونځ


کوشش وکړئ، چي د اختر لمانځه ته د ملا صیب د خطبي له شروع سره سم حاضر شئ؛ ځکه د ثوابونو تر څنګ اجتماعي فایدې هم لري.
کوشش وکړئ چي د اختر لمانځه ته په مسنونه طریقه تګ وکړئ، په مسنونه طریقه لمونځ ادا او په مسنونه طریقه بیرته خپل منزل مقصود ته تشریف فرما شئ.


د اختر له لمانځه وروسته


کوشش وکړئ چي د اختر له لمانځه وروسته په جومات او یا هم عید ګاه کي د اختر د مبارکۍ له ویلو څخه ډډه وکړئ؛ ځکه په جومات او عیدګاه کي یو بل ته د اختر مبارکي ویل د اصلافو د عمل خلاف عمل دئ.


خفګان په خوښۍ بدلول


کوشش وکړئ چي د اختر په شپو او ورځو کي له زړونو خفګانونه لرې کړئ او د خفګانونو پر ځای خوښي ځای پر ځای کړئ.


کوشش وکړئ چي هغه وروڼه او دوستان ژر پخلا کړئ چي په روژه او یا هم له روژې وړاندي بوزه کي درنه په یوه نیمه خبره خفه شوي وي.


له اسرافه ځان ساتل


کوشش وکړئ چي د اختر په شپو او ورځو کي ځان  له اسراف او بذر څخه وساتئ؛ ځکه اسراف او بذر له ناوړه اعمالو څخه دي او د ناوړه اعمالو ترسره کوونکی د عظیمي ګناه مرتکب کيږي.


له بخله ځان ساتل


کوشش وکړئ چي د خوښۍ په دې خوښمنو شپو او ورځو کي له بخل څخه هم ځان وساتئ؛ ځکه بخل هم ښه او مسلماني عمل نه دئ.


سخا او د صدقې ورکړه


کوشش وکړئ چي په اختر کي خصوصي صدقې او خیراتونه اړمنو او بېوزله خلکو او کورنیو ته ورکړئ؛ ځکه په دې وسیله به دې هم خپل رب راضي کړی وي او هم به دي خپل بې وزله مسلمان ورور.


د یتیم خوشحاله ول


کوشش وکړئ چي د خپل نازولي بچي په څېر یتیم بچي هم خوشاله کړئ؛ ځکه د یتیم پالل او خوشحاله کول د جنت له ذریعو څخه یوه ذریعه ده.


له لهو لعب څخه ځان ساتل


کوشش وکړئ داسي خوښي ولمانځئ چي شرعي او افغاني اصولو سره په ټکر کي نه وي؛ بلکي د شریعت او افغانیت په چوکاټ کي وي.
د اختر خوښۍ په لهو لعب کړنو لمانځل مو د دنیا او اخرت له نېکمرغیو بې برخې کوي.


غم نه تازه کول


کوشش وکړئ چي په اختر کي له اختر وړاندي غمونه تازه نه کړئ؛ ځکه د مسلمان لپاره د غمرازۍ او خواخوږۍ ورځي درې دي.
له دري ورځو ور اخوا غم تازه کول په عموم کي څه چي په خاص حالت لکه اختر کي خو بیخې نه دي پکار.


له اختر وروسته


کوشش وکړئ چي له اختر وروسته ژوند مو هم له اختر وړاندي روژې هغې غوندي په اسلامي او شرعي اصولو سنبال کړئ.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته