تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اې الله!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 13, 2023
  0

رالېږنه: زینب 


اې الله! 

  په ځمکه کي چي هر څه دي له ده غوښتنه کوي، هره شېبه په یوه نوي کار بوخت وي، کله چي په سمندر کي ګډوډي شي اوبه څپې وهي او بادونه را والوزی نو په کښتۍ مي سپاره فریاد کوي او اې الله ! اې الله! وایي.

کله چي مسافر په بیدیا کي ورک شي، قافله بې لاري شي او لار نه ور معلومیږي نو نارې وهي: اې الله!

کله چي پر غوښتونکو لاري بندیږي او غوښتونکو ته شی نه ور کول کیږي نو دوی وايي: اې الله!

کله چي تدبیرونه ناکام شي، هیلي له ملتیا لاس واخلي، وسائل بې کاره او لاري بندي شي نو خلګ الله را بولي.

کله چي ځمکه له خپلي پراختیا سره سره درباندي تنګه شي او غمونه و رنځونه درباندي راشي نو الله تعالی را بولئ!

د یو عربي شاعر په وینا: په تنګه او توره شپه او د ویرونو په وريځ کي مي د نیمي شپې د دعا پر مهال ستا نوم واخیست نو سهار روڼ او ځلاند شو.

ښې ویناوي، خالصې دعاوي، ریښتنی فریاد، معصومانه اوښکي او د دردېدلي زړه اواز د الله پر لور ځي او ضرورت درلودونکي د نیمي شپې پر وخت ده ته لاس لپه کوي، په غمونو کي سترګي ده ته اوړي او په پيښو کي ده ته فریاد کیږي.

په فریاد، بلنه او سوال کي پر خولو دده نوم وي، زړه او روح په ده ډاډمنیږي، ولولې او احساسات سړیږي، عقل را ګرزي او باور پیدا کیږي چي الله له خپلو بندګانو سره د رحم او کرم چلند کوي.

الله څومره د ناز نوم دی، څومره ښکلی حروف دی، څومره ګران بیه کلیمې او څومره غوره تعبیر دی آیا د هغه په څیر د بل چا هم داسي نوم شته ؟

د الله په ویلو سمدستي په ذهن کي د غنا، بقا، ځواک، مرستي، عزت، قدرت او حکمت ټول کامل صفتونه را ټولیږي. هغه ورځ به د چا پاچاهي وي؟ د واحد او قهار الله.

د الله د لفظ په ویلو د مهرباني، لطف، مرستي، فریاد اورېدو، میني او احسان رڼا لیدل کیږي. تاسو ته چي هر نعمت درکول کیږي نو هغه د الله له خوا دی. الله د جلال، عظمت، هیبت او جبروت ځانګړتیاوي لري.

د یو عربي شاعر په وینا: ستا د جلال او سپېڅلتیا لپاره چي هر څومره الفاظ زیرمه شي نو د الفاظو او معانیوو ټولي ذخیرې ستا د جلال تعبیرولو توان نه لري.

اې خالق الله! افسوس په خوښۍ، اندېښنه په خوشحالي او ویره په امن بدل کړه.

اې الله! د زړه اور د باور په یخني سوړ کړه، د نفس شغلې د ایمان په اوبو یخي کړې.

اې ربه ! بې خوبه سترګو ته خوب ورکړه او لالهانده نفسونه ډاډمن کړه، ژر یې په کامیابي ونازوه.

اې کریمه ربه ! د پوهي بصیرت نه درلودونکو ته خپل نور ورکړه او له نیغي لاري بې لاري شویو ته خپله لار وښیه.

اې باري الله ! وسوسې په نوراني پلوشو له منځه یوسه، د باطل پرست نفس غاړه د حق په لښکرو خپه کړه او د شیطان دسیسې او چلونه په خپله مرسته او نصرت له خاورو سره خاوري کړه.

اې الله ! زموږ غم، تکلیف، اندیښنه او لالهاندي لري کړه، موږ له ویري او بې غیرتۍ تاته پناه در وړو، پر تا باور کوو، له تا غوښتنه کوو، ته زموږ وکیل يې او څومره ښه وکیل.

 

د دکتور عائض القرني رح د ( لا تحزن ) کتاب یو متن

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته