تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
له شخصیت وژني لیري اوسئ!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 7, 2023
  0

لیکنه: حشمت الله مجددي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


له شخصیت وژني لیري اوسئ!


زموږ په ټولنه کي زیات ځوانان کوښښ کوي چي په ژوند کي خپل هیلو ته ورسیږي. په دوی کي ډېری د خپل هدف په ترلاسه کولو، سختي ړبړي پر ځان مني او د وخت په تېرېدو ځان ټاکلی هدف ته رسوي. ځیني داسي مُضر مخلوق هم پیدا کیږي چي نه خپله ځان هدف ته رسولای سي او نه نور خواریکښه ځوانان پرېږدي چي هیلي يې بشپړه سي؛ زما په شمول به ډېری ځوانان له داسي صحنو شاهدان وي!


زموږ په ټولنه کي ښه استعدادونه الله جل جلاله پیدا کړي چي د هیڅ ړبړي/ستونزي مخ نه اړوي او نه پر ځان ماتي منلو ته تیار دي، د ټاکلي هدف پر لور يې اراده سپېڅلې او قوي ده. زیاتره بیا په دې سوځي چي ولي پلانکی و بیستانکی پرمخ ولاړی؟ ولي زه تر دوی پاته یم؟ دېته ورته ډیري کیخیني او منفي خبري يې په مغزو کي اوړي را اوړي چي په پای کي خبره تشدد، دښمنۍ، حسد او کینې ته ودریږي.

 

تشدد، دښمني او کینه تر شخصیت وژني ورسیږي، شخصیت وژونکي دا هڅه کوي چي تر ځان لوړ او بریالي کسانو باندي ناکي -  ناکي د درواغو او ناکامه راوستو تهمتونه پوري کړي، چي دا کسان داسي و هغسي دي. نن سبا شخصیت وژونکي من و خوروار دي، دوی د بل لاسته راوړني په ژوند کي نه مني او نه خپله څه کولای سي.


زه، شخصاً د داسي خلګو سره ډېر مخامخ سوی یم چي ښه تعلیم یافته ځوان يي په ژوند کي بې ښې لاسته راوړني درلودلي وي، خو بدبختانه دوی هم اکثره په دغه ناوړه ناروغي اخته دي. دوی بیا دا فکر کوي چي تر ده بل داسي څوک نه وي! هغه د کنداریانو/ کندهاریانو په اصطلاح (تر ځان نامي نه وینم).


 زه خپله نه پوهېږم چي موږ د کومي لېونۍ چینې اوبه څښلي دي چي تر اوسه مو ماغزه ځای ته نه دي راغلي!؟ نور خلګ پرمختګ د بل په پرمختګ کي ویني، زموږ شریف او دیندار خلګ بیا پرمختګ د بل په شخصیت وژني او بد رد ویلو کي ویني. زموږ په ټولنه کي د اکثرو خلګو یو عمده ستونزه دا ده؛ چي د بل په پرمختګ او بریاوو سوځي او پر ځان يې د باور درجه بیاصفر ده. دا ګناه خپله د ده ښاغلي ده؛ که چیري شخصیت وژونکی شخص د پنځو دقیقو له پاره ژور فکر وکړي او وروسته یو څو پوښتني له ځانه وکړي چي زه خو هم د ده په رنګ یو عادي انسان یم، د لاسو او پښو حتی د ټول وجود جوړ مو یو ډول دئ، نو بیا ولي زه پاته یم؟


 ولي زه هڅه نه کوم؟


 ولي د بل د پرمختګ او بریالیتوب خبر بد راباندي لګیږي؟ 


ولي زه د بریاليو کسانو د کامیابۍ راز نه پوښتم؟ 


ولي د بریالي کس سره مجلس ونه کم؟ 


ولي بریالی کس په زړه پوري ونه نیسم؟ 


ولي په ما کي دا جوهر نسته؟ 


ولي تر نورو نه سم مخته کېدای؟ 


دېته ورته  نوري پوښتني چي په ژوند کي يې هر څوک عملي کړي، نو هغه خو بریالی - بریالی دئ، دی به هم ورسره بریالی وي. که زما دا منی، نو راولاړ سئ! د بریالیو کسانو سره کښېنئ، مجلس او بانډار ورسره وکئ د کامیابۍ او پرمختګ راز یې وپوښتئ. د دوی سره د زړه مینه وکړئ، په زړه پوري يې ونیسئ؛ یو خو به مو یاري ټینګه سي، نیتونه به مو پاک سي او بل به مو د زړه خیري سره ایسته سي. د شخصیت وژني لاس واخلئ، د ژوند په تېرېدو تاوان در رسوي. شخصیت وژونکي په خپل لاس شخصیت تر خاوري لاندي کیي.  

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته