تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د دين په خدمت کي د استقامت لويه ګټه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 16, 2023
  0

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د دين په خدمت کي د استقامت لويه ګټه

  
دين ته د خدمت په ډګر کي د استقامت يوه لويه ګټه دا ده چي اهل باطل او ستا مخالفين ستا په وړاندي د مبارزې او درېدلو روحيه له لاسه ورکوي او په پايله کي داسي شا ته پاتيږي چي ستا د هر فعاليت په وړاندي ځان عاجز او ناکام ويني او په عملي بڼه يې ستا پر ضد باطله مبارزه يا بنديږي او يا لږ تر لږه ټکنۍ کيږي بلکي ستا سره ځان د تقابل څخه ناتوان ويني.


که ته د دين لپاره په خدمت کولو کي استقامت وکړې ددې تر څنګ چي ستا مبارزه به رنګ راوړي دښمن او مخالف به دي د مأيوسۍ، خجالت او ناکامۍ سره مخامخ سي او په ظاهري لحاظ به هيڅ وخت ستا سره د مخامخ کېدلو توان ونلري همداسي حاسدين او بد خواهان به دي نور هم په روحي لحاظ په خپل داخلي اور کي وسوځي ځکه نو د دين لپاره خادمه وروره خپل خدمت ته دوام ورکړه، ميدان مه پرېږده او هيڅ وخت د ستړيا احساس مکوه.

 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته