تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
رشوت اخیستونکی چاته زیان رسوي؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 18, 2023
  0

لیکنه: علي الله متوکل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


رشوت اخیستونکی چاته زیان رسوي؟ 


ځوان ښایسته کالي واغوستل، ځان یې سم کړ، موټر کي د میلمستیا پر لور روان سو. ساعت وروسته په ډېره اغوصه کور ته را وګرځېد. پلار ته یې په ډېر قهر وویل: دا هیواد کي ټول خاین خلک اوسي، څه ګړی مخکي د میلمستیا لپاره ځان ښه چمتو کړ. و میلمستیا ته سړک ټول خراب وو؛ کالي ورېښتان او بوټونه مي ټول په دوړو سول. دا لا خیر، موټر مي هم پنچر سو. د موټر سمولو وخت کي مي د سړک خټو کالي هم را چټل کړل.


پلاره!  


کوم ساختماني شرکت چي دا سړک جوړ کړی، خاین دی. 


د دولت کوم مامور چي ددې نظارت کړی، رشوت خور او بې وجدانه دی.


چاچي ددې سړک اخري تسلیمول او اسناد بشپړ کړي دي، هغه مامور افغان نه دی، د افغان خاوري دښمن دی.

 
اغا جانه! 


مشرکاکا چي مي د سږو او تنفسي ناروغی څخه مړ سو، لامل یې د همدې سړک دوړي وې، ځکه هغه پردې سړک دوکان کوی. 


پلار جانه! 


د نیکه بابا څخه راپاته سوې ځمکه هم پر همدې سړک ده، د سړک د خرابوالي په خاطر د هغې ځمکي قیمت شپږ لکه افغانۍ کښته سوی دی. 


پلار یې پوه سو، چي دا خو هغه سړک دی، چي بې کیفیته جوړ او ما د یو لک افغانیو په بدل کي ور تائید کړ. له ځانه سره پښېمانه سو، چي یوازي مي د یو لک افغانیو په خاطر مشر ورور له لاسه ورکړ، ددې شپږ برابره مي خپلي ځمکي تاوان ورسوی او نن مي زوی هم د همدې سړک په خاطر په غوصه دی. 


دې وخت کي د ماښام آذان سو، تر سترګو یې اوښکي رواني سوې، د اسمان لور ته یې وکتل او په ډېر افسوس سره یې وویل: ”یا ربه! دا خو ددې دنیا ستونزي وې، د اخرت غذاب بیا علیحده راته ګوري.“ مسجد ته لاړ، لمونځ یې وکړ او الله تعالی ته یې توبه وکړه او بخښنه یې وغوښتل.


ځني بدۍ او ګناهونه داسي وي چي د هغه په هکله د خلکو رائي بیلي بیلي وي. د چا په اند ګناه وي، خو بل یې بیا عیب نه بولي. مګر رشوت هغه بدي او ګناه ده چي ټوله نړۍ یې بد بولي، هیڅ داسي مذهب یا ملت، فکري  مکتب یا انساني روش او طریقه به پیدا نه کړی چي هغه دي رشوت بده ګناه یا جرم نه بولي.


رشوت اخیستونکي د ورځي په دفتر کي ناست وي، او خپلو منځنو کي بحث کوي، چي دا هیواد هیڅکله نه جوړيږي، په داسي حال کي چي دوی خپله د هیواد په ورانېدو اخته وي. 


که ورته وویل سي، چي رشورت ولي اخلې، نو دوی وايي: ”ټول خلک یې اخلي، نو موږ څه وکړو؟“  


د دوی نظر دادی، چي ټول خلک دي ګناهونه پرېږدي، نو بیا دوی ګناهونه پرېږدي. 


یوه جالبه خبره دا هم ده، چي کله په ټولنه کي رشوت رواج سي او خپلي ریښې وغړوي، نو که یو کس یو ځای لس افغانۍ رشوت اخلي، نو بل ځای مجبور دی چي زر افغانۍ رشوت ورکړي، ځکه دا بدی ټوله ټولنه نیولې وي. 


زموږ نبي چي و کافرانو ته به یې لا د ښېګڼي او هدایت دعا کول، خو پر رشوت اخیستونکي او رشوت ورکونکي باندي لعنت وایي. 


معززو کندهاریانو! 


کله چي د ښار پر سړکونو روان یاست، زموږ د خلکو بې غوری به درته معلومي سي. که غواړی خپل ښار جوړ کړی، کندهار خپل برم ته بیا ورسوی، نو د ښار هره کوڅه او هر سړک خپل کور وګڼی او پوره پاملرنه ورته وکړی. 

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته