تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ځوانانو د انحراف له اسبابو څخه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 19, 2023
  0

 

لیکنه: نعمت الله شاکر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د ځوانانو د انحراف له اسبابو څخه


فارغت، بيکاري يا وزګارتيا


وزګارتيا د انسان د عقل، فکر او جسم طاقت تخريبوي.


د انسان جسم او روح د کار او بوختيا څخه چاره نلري.


که څوک بيکار يا وزګار سو، نو


۱) فکر ئې پاشل کيږي، 


۲) عقل ئې عادي حالت له لاسه ورکوي، 


۳) جسم ئې د منظمو حرکاتو د نشتوالي له امله ضعيفيږي. 


۴) زړه کي ئې وسوسې او انديښنې پيدا کيږي او زياتيږي، چي ممکن شريري ارادې ورسره پيدا سي او حتی تطبيق ئې کړي.


د دغه بد عواقب لرونکي ناورين(وزګارتيا) علاج


۱) هر ځوان بايد په زده کړه يا ښوونه بوخت سي؛


۲) يا سوداګري او راکړه ورکړه شروع کړي؛


۳)  يا ليکل او ژباړه يا بل مشروع او مطلوب کار پیل کړي، تر څو له وزګارتيا څخه ژغورل سوی وي.


من مشکلات الشباب (ص۱۴-۱۵)

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته