تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د علم تر څنګ فهم هم مهم دی
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 9, 2024
  0

لیکنه: نعمت الله شاکر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
د علم تر څنګ فهم هم مهم دی


د فهم يوه اساسي ګټه داده، چي د وخت د تقاضاوو مطابق علم تطبيق سي.

 

د قران کريم او نبوي احاديثو علم حاصلول مهم او مقصودي کار دی، خو د هغه علم او حکمونو تطبيقي ساحې تشخيصول تر علم زيات مهم دي.


په کوم وخت کي پوره لمونځ کول غوښتل سوی دی او په کوم وخت کي قصر؟


په کوم وخت کي د روژې نيولو حکم سوی دی او په کوم وخت کي د روژې نه نيولو حکم سوی دی؟


په کوم وخت کي د دعوت او تبليغ حکم دی او په کوم وخت کي د جهاد حکم دی؟


په کوم وخت کي د لمانځه تر فرضيت مخکي لمونځ کول شرعي حکم دی او په کوم وخت کي په قصد سره د فرض لمانځه فوتول شرعي حکم دی؟


په کوم وخت کي د جګړې حکم دی او په کوم وخت کي د صلحي حکم دی؟


په کوم وخت کي د مخالفينو سره د شدت حکم دی او په کوم وخت کي د خفت حکم دی؟


په کومو ظروفو او شرائطو کي کومه اقتصادي ستراتيژي او پاليسي جوړول پکار دي او په کوم وخت کي د هغې مخالفه ستراتيژي د تطبيق وړ ده؟


په کوم وخت کي د سترو قدرتونو او سيمييزو هيوادونو سره کوم ډول سياسي تعاملات مناسب دي؟


د رسول الله او صحابه وو سيرت او مختلف شرعي احکام دقيق لوستل د اوسنيو مسلمانانو پخوانی برم اعاده کولای سي .

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته