تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د پلار په اړه لس خبري
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 14, 2024
  0

لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د پلار په اړه لس خبري


کله چي؛ 

۱ــ  کله چي دي پلار تا خپلي تېروتني ته متوجې کوي نو پوه شه چي پر تا یې زړه خوږېږي او پرې ګران یې.


۲ـ کله چي دي پلار تا له ستونزو سره اموخته کوي او پر تا فشار راوړي ستا خیر او ښېګڼه غواړي.


۳ـ کله چي دي پلار خاموش او چپ وویني، نو پوه شه چي ستا د راتلوونکي په اړه فکر کوي.


۴ـ کله چي دي پلار په تا مصرف کوي نو پوه شه چي ځان بې برخي کوي او تا برخمن کوي.


۵ـ کله چي دي پلار په خندا کې ووینې، نو پوه شه چي تا هغه خوشحاله کړی دی.


۶ـ کله چي دي پلار تاته په غوسه کیږي؛ نو پوه شه چي تا یې نصحت ته پاملرنه نه ده کړې.


۷ـ کله چي دي پلار د خپلي کوټې ور بندوي، نو پوه شه چي ژاړي.


۸ـ کله چي دي په پلار ور چیغېږې او په مقابل کي یې په لوړ آواز غږېږې دا په دي معنی چي ته هغه احسا او غرور وژنې.


۹ـ کله چي ځان نارامه او خفه ولیدلو، نو پوه شه چي د پلار زړه دي مات کړی دئ او پلار ستا څخه خفه او ناراضه دئ.


۱۰ : کله چي  دي پلار وفات کېږي او نور نه شي کولای چي ستاسره خبري وکړي؛ نو پوه شه چي د الله تعالی ستر نعمت دي له لاسه ورکړو، په دې سره به دي په ژوند کی یوه ستره تشه رامنځته شي چي یاده تشه به دي د پلار په یادونو هیڅکله  هم ډکه نه شی.


ماخذ: د موضوع شننه کتاب څخه 

 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته