د هغه چا چي لیک او لوست زده وي او مینه ور سره لري نو هغوی ته په ژوند کي مطالعه خورا ارزښت لري. مطالعه کونکی کولای سي چي د ژوندانه ډول ډول ورځنۍ چاري او ستونزي د مطالعې له لاري هواري کري. مطالعه ستر اهمیت لري، مطالعه د انسان د ژوندانه په مختلفو چارو کي د معلوماتو د لا زیات والي لپاره زیات ارزښتناکه ده او انسان ترې په ډیره اسانۍ سره کولای شي چي د ډیرو ستونزو حل په کمه موده کي تر لاسه کړي. مطالعه د ژوند په مختلفو اړخونو کي لکه دیني، اجتماعي، اقتصادي او ادبي چارو کي خورا ډېر ارزښت لري.
علم څه شریف هنر دی
چي مراث د پیغمبر دی
علم زدکړه چي کیمیا ده
هم جنت دی هم دنیا ده
بې علمه بې هنر گرزي
پلنډه په شا به در په دره گرزي
اړونده لیکني: