ځينو صحابه وو وویل چي یا رسول الله! ایا موږ په ناروغي کي دوا او علاج وکړو؟
قَالَ: نَعَمْ، يَا عِبَادَ اللَّهِ! تَدَاوَوْا، فَإِنَّ اللَّهَ لَمْ يَضَعْ دَاءً إِلَّا وَضَعَ لَهُ شِفَاءً، غَيْرَ دَاءٍ وَاحِدٍ، الْهَرَمُ. رواه احمد والترمذي وابوداؤد
ده مبارک وفرمایل: ای د الله بنده ګانو! دوا (علاج) وکړئ، ځکه چي الله هیڅ داسي مریضي نه ده پیدا کړې چي د هغه لپاره یې شفاء نه وي پیدا کړې، بېله یوې مریضۍ څخه چي هغه بوډاتوب دی.