تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د HIV یا ایډز لنډه پېژندنه (۱ برخه)
 
  August 25, 2015
  0

 د HIV يا ايډز لنډه پېژندنه


ليکنه : ډاکټر محب الله ''علميار''

اوله برخه



HIV يو Retrovirus دی چي دانسان معافيتي سيستم منتن کوي او د هغوی دندي مختلوي. منتن اشخاص په پيل کي کومي ګيلي اونښي نلري . د انتان د پرمختګ سره سم معافيتي سيستم کمزوری کيږي اوشخص د موقع پرسته انتاناتو په وړاندي مساعد ګرځي . د HIV پرمخ تللي کلينيکي پړاو د  Acquired immuno deficiency syndrome څخه عبارت دي . AIDS په يو HIV منتن شخص کي د۱۰-۱۵کالوپه جريان کي منځ ته راځي.
 

AIDS يو ژوند تهديدونکی کلينيکي حالت دی چي په 1981 کال کي د يوسندروم په بڼه وپيژندل سو. دا سندروم د HIV انتان يو موخر پړاو دی چي دمعافيتي او نورو سيستمونو (د CNS په ګډون)د پرمختللي زيان په نتيجه کي منځ ته راځي ځکه نو د HIV منتن اشخاص وزياتو ناروغيو ته مساعد او د يو شمير عادي ناروغيو له امله خپل ژوند دلاسه ورکوي . 

Magnitude Of Problem
          
World Wide  : HIV د نړيوالي روغتيا په وړاندي يو بيړنی ننګونه ده. د AIDS د اپيديمي په اړه په نړيوالو هڅو کي اغيږمني درملني ته لاس رسی او د وقايې په اړه يو شمير پروګرامونه د پام وړ دي او WHO او UNAIDS هر کال د AIDSد اپيديمي د اندازي او دوام په اړه نوي او تازه معلومات وړاندي کوي . 

په  2007 کال کي يوه نوي سروي چي پر پرمختلليو ميتودونو باندي ولاړه وه په نړيواله سطحه د هغه کسانو چي د HIV سره ژوند کوي ،د هغه له کبله مړه سوي وي او په دي انتان نوي مصاب سوي اشخاصو سمي سوي شميرې بيان  کړي . 
 
 

د هغه کسانو تعداد چه د HIV سره ژوند کوي و 33,2 ميليونوته رسيږي چه د 2007 کال په جريان کي يي 2,5 مليونه نوي پيښي او 2,1 مليونه مړينه موجوده وه .

هره ورځ د HIV 6800 نوي واقعات منځ ته راځي چه لدي جملي  د 96 فيصده څخه زيات برخه په low and middle  income هيوادونوکي ژوندکوي .

 د نوي 6800 پيښو دجملي څخه 1200 يې اطفال دي ، چي عمريي تر  15 کلني څخه ټيټ وي او 5600 يي کاهل نفوس تشکيلوي. دافريقا د sub Saharan سيمه اوس هم ددي نړيوالي اپيديمي لويه ساحه جوړوي د نړۍ د ټولو کاهلو او اطفالو چي په HIV مصاب دي۳ ۲ برخه يي به همدي سيمه کي اوسيږي چي مجموعي شميره يي 22,5 مليونه  ته رسيږي . 
 

په HIV اخته كسانو شميره په جنوب او جنوب ختيځه اسيا کي 4 مليونه او 6.1 مليونه يي په ختيځه اروپا او مرکزي اسيا کي اوسيږي. په2006 کال کي د AIDS له امله مړينه 72 فيصده د Sub Saharan Africa نفوس جوړوله . ښځي ډيري مصاب وي چي د شميرني او احصايي له مخي د هر 10 تنو نارينو په څنګ کي 14 ښځي مصاب وي.
 
د 2007م کال د دسمبر د احصايې له مخي په جنوب اوپه جنوب ختيځه اسيا کي په HIV باندي د مصاب اشخاصو شميرنه 4 مليونه تخمين سوي ده .د هري ورځي د نوي HIV منتن اشخاصو شميرنه (6800)نظر د هغه ورځني مړيني (6000) ته لوړه ده . 

افغا نستان: له نيکه مرغه په افغا نستان کي د AIDS پيښي او شيوع ټيټه ده .
 
افغانستان د AIDS د هيوادونو په قطار کي 163  ځاي لري .ددي اپيدمي لومړي پيښه په 1989 م کال کي د افغانستان دعامي روغتيا وزارت لخوا ثبت سويده . د 2013  کال کي په افغانستان کي د ايډز 1529 پيښي ثبت کړيدي چي لدي جملي څخه د 17 څخه زياتو خپل ژوند دلاسه ورکړيدی په داسي حال کي چي د WHOد راپورله مخي په افغانستان کي څه دپاسه پنځه زره کسان د HIV سره ژوندکوي.

په افغانستان کي ددي ناروغي زياتي پيښي په لاندي ولايتونو کي ثبت سويدي : کابل ،هرات، بلخ، غزني، بغلان ، پروان ، جوزجان،کندهار

کندهار: په كندهار كي د 2013 زيږديز كال په لړ كي 12 نوي پيښي ثبت سويدي له دي سره د تيرو پنځو كلونو په لړ كي په ټوليز ډول په  HIV  اخته كسانو شميره  34 كسانو ته رسيږي چي 3 تني پكښي ښځينه او پاتي 31 تنه يي نارينه دي.په دي كي 5 تنه د ايدز پړاو ته رسيدلي او درمل اخلي او 4 كسانو د ايدز له امله خپل ژوند له لاسه وركړيدی. 

په افغانستان کي ددي ناروغي عمده لاملونه :

مهاجرتونه .
د نشه يي توکو مشترک زرقيات (زندانونه ).
غير مشروع جنسي اړيکي .
د AIDS  په اړه د کافي معلوماتو نشتوالي 
غربت (خلګ و غير مشروع جنسي اړيکو ته اړباسي )

په افغانستان کي ددې ناروغي کموالي  عمده لاملونه :

زموږدټولني ‌ډيري وګړي مسلمانان دي او نامشروع اړيکي په کښي کمي دي.
بهرنيو هيوادونو ته د سفرونو او تګ راتګ کمښت
افغانستان ته د بهرنيانو کم سفرونه 
د پراخو ښارونونه شتون چي کليوالي ژوند او کلتور پکښي ددي ناروغي د خپريدو مخنيوي کړيدی.
د فساد خپرونکو مراکزو  نه شتون

Reservoir: د ناروغي سرچينه انساني پيښي او انساني ليږدونکي دي . څه وخت چي يو شخص منتن سي وايروس د ژوند تر پايه دهغه په عضويت کي پاته کيږي . څنګه چي د اعراضو او علايمو د ښکاره کيدلو لپاره کلونو وخت ته اړتيا ده خو ليږدونکي کولاي سي د کلونو لپاره نور خلګ مصاب کړي .

Source of infection: وايرس په لوړ غلظت سره په وينه ،منوي مايع او سو کي نخاعي مايع کي موندل کيږي او په کښته غلظت سره په اوښکو، لاړو ،شيدو، ادرار او مهبلي افرازاتو کي موندل کيږي.

Virology: د HIV وايرس د retro virus په کلاس کي شامليږي دوه نوع يي پيژندل سويدي . 
 
(Type 1( HIV1 
(Type 2 (HIV2

RNA وايرس دی او د تکثر په موخه د خپل RNA  څخه يو DNA کافي جوړ وي .همداغه DNA جينونه دي چي وايرس تکثر کنترولوي. د نورو  وايرسونو په څير HIV هم د حجري په داخل کي تکثر کولای سي او په دې ډول د حجري اجزاوي د تکثر لپاره استعمالوي .
 
يواځي د retrovirus او HIV ددي لپاره چي RNA په DNA تبديله کړي يو انزايم چي reverse transcriptase نوميږي کاروي چي دا کړنه د کوربه د جينونو سره  په همکاري اجراکوي . 

Survival in nature: يو ضعيف او کمزوري وايرس دي د عضويت څخه بهر د ډير وخت لپاره ژوندی نسي پاته کيدای.......نوربيا!

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۱ ګڼه
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته