څانګه: فقها امامان مجتهدين (رحمهم الله) نيټه: July 18, 2015
       
د امام ابوحنیفه رحمة الله علیه ژوند

 بسم الله الرحمن الرحيم

نحمده و نصلي على رسولـه الكريم

لیکنه: مولانا محمد عاشق الهي رحمه الله
ژباړه: مولوي احمد الله ابوالبدر
 
حضرت امام اعظم ابوحنيفه رحمة الله علیه په اتيا (۸۰) هـ . ق كال كي زېږېدلى او په يو سلو پنځوس (۱۵۰) هـ . قكال كي وفات سوى دى. د عراق د كوفې اوسېدونكى وو؛نوم يې نعمان يا عتيق، كنيه نوم يې ابو حنيفه (د حنيفې پلار وو، حنيفه دده لور وه) په اغلب ګمان په قوم تاجك وو، د پلار نوم يې ثابت دى، نيكه يې زوطىٰ نومېدى چي د كابل له اوسېدونكو څخه وو چي لمړى كافر وو بيا مسلمان سو. امام صاحب رحمة الله علیه يوزوى درلود چي حماد نومېدى او ډېر پياوړى عالم وو. 

كوفه د امير المؤمنين حضرت عمر رضی الله عنه په امر د هجرت په اوولس (۱۷) هـ . ق كالآباده سوه چي ډېر مشهور صحابه رضی الله عنهم )تقريباً درې سوه (۳۰۰) تنه د بيعت الرضوانصحابه او تقريباً اويا (۷۰) تنه د بدر غازيان او هم د قرآن عظيم الشان اووه نوي (۹۷) تنه (حافظان( پكښي اوسېدل؛ حضرت عمر رضی الله عنه به ويل: په كوفه كي ډېر لوړ كسان موجود دي! 

نژدې ټول اسلامي علوم لكه: صرف، نحو، لغت، معاني، فقه، د فقهي اصول او نور له كوفېڅخه را پورته سويدي.

امام اعظم رحمة الله علیه تابعي وو، ځكه د حضرت انس بن مالك رضی الله عنه په ګډون يې ځيني اصحاب لكه: عبدالله بن ابي اوفـٰى، عمرو بن حارث، عبدالله بن رئيس، ابو الطفيل، عامر بن واثله او نور اصحاب رضی الله عنهم يې ليدلي وو، چي د حافظ بن حجر عسقلاني رحمة الله علیه په وينا دغه د تابعيت منصب د بل عالم نه دى په برخه سوى كوم چي دده معاصر وو لكه:

په شام كي اوزاعي رحمة الله علیه، په كوفه كي سفيان ثوري رحمة الله علیه، په مدينه منوره كيامام مالك رحمة الله علیه، په مكه مكرمه كي مسلم بن خالد رحمة الله علیه او په مصر كي الليث بن سعد رحمة الله علیه. تبيض الصحيفة، صـ۶

د امام اعظم رحمة الله علیه استاذان 
محمد بن يوسف الصالحي الشافعي د امام اعظم رحمة الله علیه د استاذانو شمېر څلور زره (۴۰۰۰) ښوولى دى او ليكلي يې دي چي ټول تابعين وو.عقود الجمان صـ ۱۸۳

د استاذانو په ډله كي يې د تابعينو مشهور او لوى عالم عامر بن شراحيل الكوفي الشعبي رحمة الله علیه هم وو چي د امام اعظم رحمة الله علیه تر ټولو لوړ استاذ وو او نژدې پنځه سوه صحابه رضی الله عنهم يې ليدلي وه. تذكرةالحفاظ ۱/۲۹/۸۱

امام اعظم رحمة الله علیه له عطاء بن ابي رباح رحمة الله علیه څخه چي نژدې دوه سوه (۲۰۰) تنه صحابه رضی الله عنهم يې ليدلي وه، هم زده كړه كړې وه .تهذيب التهذيب، جـ ۷، صـ۲۰۰
 
د امام اعظم رحمة الله علیه شاګردان
 
امام اعظم رحمة الله علیه زيات شاګردان درلودل، محمد بن يوسف الصالحي الشافعي د عقود الجمان په ۱۸۳ صفحهكي ليكلي دي: د امام اعظم رحمة الله علیه داسي شاګردان په برخه سوهچي د نورو امامانو نه دي په برخه سوي؛ صالحي الشافعي د خپل كتاب په پنځم باب كي ليكليدي د امام اعظم رحمة الله علیه ځيني شاګردان چي د ده څخه يې حديث او فقه زده كړي وو، د مكې مكرمې، مدينې منورې، دمشق، بصرې او الجزيرې اوسېدونكي وه؛ صالحي الشافعي پهخپل كتاب كي د امام اعظم رحمة الله علیه د اته سوه (۸۰۰) شاګردانو نومونه ليكلي دي.عقودالجمانصــ۸۸ـــــــــ ۱۵۸

ملا علي بن سلطان محمد القاري (ملا علي قاري) رحمة الله علیه په خپل كتاب (مناقب الامامالاعظم) كي د امام اعظم رحمة الله علیه نزدې د پنځه سوه (۵۰۰) تنو شاګردانو نومونه ليكليدي او ويلي يې دي، چي دا مي د مناقب للكردري څخه په لنډ ډول را اخيستي دي وروسته يې ليكلي دي چي دا د امام اعظم رحمة الله علیه هغه شاګردان دي چي شمېر يې اووه سوه دېرشو (۷۳۰) تنو ته رسيږي، دوى د خپل وخت لوى پوهان وه، د دين علم يې له امام اعظم رحمة الله علیه څخه زده كړى وو او تر موږ پوري يې را ورساوه. 

لوى خداى جل جلاله دي د قيامت په ورځ نېكه بدله وركړي. آمين!
ذيل الجواهر المضيئة، صـ ۵۱۸ ـــ ۵۵۶

د حديثو په علم كي د امام اعظم رحمة الله علیه مقام
خلف بن ايوب رحمة الله علیه  (چي ستر محدث، فقیه او د مشرق مفتي دی او کوم چي نورو سترو محدثینو د هغه څخه روایت کړی دی لکه د محدثینو استاذ يحيى بن معين رحمة الله علیه و امام أحمد بن حنبل رحمة الله علیه) ويلي دي: خداى جل جلاله علم خپل استازي حضرت محمد صلی الله علیه وسلم تهور كړ بيا يې د هغه اصحابو رضی الله عنهم او تابعينو ته وركړ، بيا يې امام اعظم رحمة الله علیه او د هغه شاګردانو ته وركړ، نو كه د چا خوښه وي په راضي دي سي كه يې نه وي خوښه خفه دي سي.

ابو مطيع وويل: امام اعظم رحمة الله علیه كيسه كول چي: 

امير المؤمنين ابو جعفر منصور ته ولاړم، هغه را څخه وپوښتل چي: علم دي د چا څخه زده كړى دى؟

ما ورته وويل: له حماد څخه مي علم زده كړى دى، هغه له ابراهيم نخعي رحمة الله علیه څخه، ابراهيم نخعي رحمة الله علیه له حضرت عمر، حضرت علي، حضرت عبدالله بن مسعود او حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنهم څخه زده كړى وو.

امير المؤمنين راته وويل: واه واه! دا چي له مباركو او پاكو استاذانو دي زده كړی دى، خپل علم ته دي ټينګښت ور بخښلى دى. تاريخ بغداد، جـ۱۳، صـ۳۳۴

مسعر بن كدام رحمة الله علیه (الإمام الثبت ، شيخ العراق کوم چي د سترو سترو محدثینو استاذ دی او دده په اړه سترو محدثینو د توثیق اعلی کلمات استعمال کړي دي او د حدیثو ستر امام او حافظ دی، اول خپله دده په اړه د محدثینو کلمات واوری: 

امام اعمش رحمة الله فرمايي چي د مسعر شک لکه د نورو یقین داسي دی.

ستر محدث امام یحی بن معین رحمة الله علیه فرمايي: د مسعر په مثل مي څوک نه دی لیدلی د اثبت الناس څخه دی.

امام سفیان ثوري رحمة الله علیه يې په اړه وايي: کله چي به موږ په یو شي کي مختلف سوو نو مسعر ته به راغلو.)
 
امام مسعر رحمة الله علیه وويل: 
له ابو حنيفه رحمة الله علیه سره مي د حديثو په زده كړه كي سيالي كول را څخه وړاندي سو، بيا مي په تقوٰى او زهد كي سيالي ور سره كول، را څخه مخكي سو، بيا مي په فقه كي سيالي ور سره كوله، تاسي يې وينى څومره را څخه مخكي دى. 

اسرائيل وويل:
نعمان (امام اعظم رحمة الله علیه) ښه سړى وو، كومو حديثونو چي د احكامو اړخ درلود، د دهپرته د بل هيچا ډېر نه وه پياد او نه يې د ده په څېر پلټنه پسي كول. تاريخ بغداد ۸ / ۱۳ / ۳۳۹
 
امام ابو يوسف رحمة الله علیه (الإمام المجتهد العلامة المحدث قاضي القضاة کوم چي سترو محدثینو لکه امام يحيى بن معين رحمة الله علیه او أحمد بن حنبل رحمة الله علیه روایت ځني کړی دی) ويلي دي: 

د تفسير په علم كي مي تر ابو حنيفه رحمة الله علیه لوى عالم نه دى ليدلى او امام اعظم رحمة الله علیه په صحيح حديث تر ما ښه پوهېدى.... امام اعظم رحمة الله علیه د حديثونو په علتونو، تعديل او تجرېح پوه وو. عقود الجمان صـ ۱۶۶ـــ ۱۶۸

عبدالله بن داؤد (الإمام الحافظ القدوة کوم چي سترو محدثینو لکه امام سفيان بن عيينة او علي بن المديني (د امام بخاري استاذ) رحمة الله علیهم روایت ځني کړی دی) وويل: 

پر مسلمانانو لازمه ده چي په خپلو لمونځونو كي امام اعظم رحمة الله علیه ته دعاوي وكړي، بيا يې د هغه حديثونو او فقهي يادونه وكړه چي امام اعظم رحمة الله علیه د مسلمانانو د ګټي اخيستلو لپاره حفظ كړي وو. تاريخ بغداد، جـ۱۳، صـ۳۳۴

مكي بن ابراهيم رحمة الله علیه (الإمام الحافظ الصادق مسند خراسان کوم چي زیاتو سترو محدثینو لکه امام بخاري، امام أحمد بن حنبل او امام يحيى بن معين رحمة الله علیهم روایت ځني کړی دی) وويل: 

ابو حنيفه رحمة الله علیه د خپل وخت ستر عالم وو. تاريخ بغداد، جـ۱۳، صـ۳۴۵ 

حسن بن زياد رحمة الله علیه (العلامة فقيه العراق) وويل:

امام اعظم رحمة الله علیه د څلورو زرو حديثونو روايت كړی دی، چي دوه زره حديثونه يې له حماد څخه او پاته نور يې له نورو استاذانو څخه زدهكړي دي. مناقب ابي حنيفه للمؤفق المكي، صـ ۸۴

يحیی بن نصر بن حاجب رحمة الله علیه وويل:

له امام اعظم رحمة الله علیه څخه مي اورېدلي دي، چي ويل يې زما سره د حديثونو بكسونه سته خو لږ مي د استفادې لپاره ترې را اخيستي دي.مناقب ابي حنيفه للمؤفق المكي، صـ ۸۵ 

د امت د سترو مفسرینو، محدثینو او فقهاوو شهادت

ستر امام، محدث او فقیه امام شافعي رحمة الله علیه د امام ابوحنیفه رحمة الله علیه په اړه فرمايي: د امام ابوحنیفه قول په فقه کي مسلم دی. الانتقاء لابن عبدالبر ۱۳۵

همدارنګه امام شافعي رحمة الله علیه لیکي چي (د امت د ستر امام، محدث، مجتهد او فقیه) امام مالک رحمة الله علیه څخه پوښتنه وسوه چي ایا تا امام ابوحنیفه رحمة الله علیه لیدلی دی؟ هغه وفرمایل: هو! لیدلی مي دی، هغه داسي شخص وو که يې تا ته ددې ستني (پايې) د سرو زرو د ثابتولو دلایل وړاندي کړی وای نو هغه به خامخا په خپل حجت کي کامیابه سوی واي (دا پایه به يې ثابته کړی وای چي د سرو زرو ده). (بغداي ج۱۳، ص۳۳۸ او اکمال ۶۲۵)

امام روح بن عباده رحمة الله علیه الإمام، العلامة، الحافظ شيخ الحرم کوم چي امام الأوزاعي، الليث، سوفیان الثوري، سوفیان ابن عینه، يحيى بن سعيد القطان او وكيع رحمة الله علیهم غوندي سترو محدثینو روایت ځني کړی دی وايي:

په فقه كي د امام اعظم رحمة الله علیه مقام
وكېع بن جراح ويلي دي: په ټولو هغو كسانو كي چي زه ور سره مخ سوى يم امام اعظم رحمة الله علیه تر ټولو لوى فقيه او غوره لمونځ كوونكى وو. تاريخ بغداد، جـ۱۳، صـ۳۴۶

امام شافعي رحمة الله علیه ويلي دي: كه څوك غواړي چي په فقه پوه سي د امام اعظم رحمة الله علیه او د هغه د شاګردانو سره دي ملازم سي ځكه ټول خلګ په فقه كي د امام اعظم رحمة الله علیه عيال (تر پالني لاندي) دي... څوك چي د امام اعظم رحمة الله علیه كتابونه نه ګوري نه پهفقهپوهېداى سي او نه كمال ته رسېداى سي.

امام اعظم رحمة الله علیه او وينا يې، امام شافعي رحمة الله علیه ته د منلو وړ وو. عقود الجمان صـ۱۸۷ 

يزيد بن هارون ويلي دي: فقه د امام اعظم رحمة الله علیه او د هغه د شاګردانو كار دى، ګواكيهغوى د دغه كار لپاره زېږېدلي دي.عقود الجمان صـ۱۹۴

نضر بن شميل ويلي دي: خلګ له فقهي ويده وو، امام اعظم رحمة الله علیه را ويښ كړه، فقه يېورته خلاصه او بيان كړه. تاريخ بغداد، جـ۱۳،صـ۳۴۶

عبدالله بن ابي جعفر الرازي ويلي دي: له خپل پلار څخه مي واورېدل چي هغه ويل په فقه اوتقوٰى كي مي تر امام اعظم رحمة الله علیه بل څوك زيات ندی ليدلي.تاريخ بغداد، جـ۱۳، صـ
۳۳۹

جرير رحمة الله علیه ويلي دي: كله چي به له اعمش څخه د باريكو مسئلو پوښتنه وسوه هغه بهدغه مسئلې امام اعظم رحمة الله علیه ته لېږلې. مناقب ابي حنيفه و صاحبه للامام الذهبي، صـ ۱۸

جعفر بن ربېع ويلي دي: د امام اعظم رحمة الله علیه سره پنځه كاله و اوسېدم تر ده مي په خاموشۍ كي بل څوك زيات ندی ليدلی، خو كله چي به پوښتنه ور څخه وسوه خوله به يېپرانيستل د بهېدونكي رود غوندي به يې بيان وكړ.تاريخ بغداد، جـ۱۳، صـ۳۴۷

عبدالله بن مبارك رحمة الله علیه ويلي دي: كه يو حديث معلوم وي او رآیي ته اړتيا پيدا سي نو د امام مالك رحمة الله علیه، سفيان ثوري رحمة الله علیه او امام اعظم رحمة الله علیه رآيي ښه ده خو په دوى كي امام اعظم باريك بينه او لوى فقيه دى. مناقب ابي حنيفه و صاحبه للامام الذهبي، صـ۱۹

صالحي په عقود الجمان كي ويلي دي: ابو حنيفه رحمة الله علیه لمړنى هغه څوك دى چي د فقهيمسائل يې سره ټول كړي او د بابونو ترتيب يې وركړ، وروسته مالك بن انس رحمة الله علیه د موطا په ترتيب كي د امام اعظم رحمة الله علیه متابعت وكړ؛ خو پدغه كار كي تر امام اعظم رحمة الله علیه هيڅ څوك مخكي نه دى.عقود الجمان 

اَمْرُهُمْ شُوْرٰى بَيْنَهُمْ
د دوى كار په خپلو منځو كي مشوره كول وو.

امام اعظم رحمة الله علیه د خداى جل جلاله او د هغه د استاځي حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په دين كي د زيار ايستلو او د مسلمانانو د خير غوښتني لپاره خپل مذهب د شورا پر بنسټ جوړ كړ؛ امام اعظم رحمة الله علیه به يوه، يوه مسئله نورو علماؤ ته وړاندي كول او د هغوى نظرونه به يې ترې غوښتل او خپل نظر به يې هم وړاندي كوى، په ورځو، ورځو به يې له هغوى سره مناظرې كولې او د روښانه څراغ په څېر به يې روښانه دلايل وړاندي كول، امام ابو يوسف رحمة الله علیه به د امام اعظم رحمة الله علیه هغه دلايل شمېرل چي علماوو به منل نو كله چي د مذهب اساس شورا سوه، غوره مذهب ترې جوړ سو تر هغه مذهب ټينګ، صفا او پهزړه پوري سو چي په يوازي والي او خپلي رآيي جوړ سوى وي.مناقب ابي حنيفه للكردري، صـ۵۷

اسد بن فرات وويل: د امام اعظم رحمة الله علیه د هغه شاګردانو شمېر چي كتابونه يې تدوين كړي دي، څلوېښت دى په لسو لمړنيو كسانو كي ابو يوسف رحمة الله علیه، زفر بن هزيل رحمة الله علیه، داؤد طائي رحمة الله علیه، اسد بن عمرو رحمة الله علیه، يوسف بن خالد السمتي رحمة الله علیه او يحیی بن ابي زائده رحمة الله علیه دى او پسي زياته يې كړه، چي اسد بن عمرو رحمة الله علیه وويل: علماؤ د امام اعظم رحمة الله علیه په وړاندي د يوې مسئلې په حكم كي بحث سرهوكړ، چا يو ډول چا بل ډول ځواب ووايه. وروسته يې د امام اعظم رحمة الله علیه څخه پوښتنهوكړه، امام اعظم رحمة الله علیه ډېر ژر ځواب وركړ په داسي حال كي چي نورو علماؤ به په يوه مسئله كي درې ورځي تېرولې بيا به يې په دېوان كي ليكلې. حسن التقاضي، صـ۱۲

الحميدي د اسحـٰق بن ابراهيم په حواله ويلي دي چي اسحـٰق وويل: د امام اعظم رحمة الله علیه شاګردان به د امام اعظم رحمة الله علیه سره د يوې مسئلې په حل بوخت وه، كله چي به عافيهبن يزيد رحمة الله علیه حاضر نه وو، نو امام اعظم رحمة الله علیه به ويل دغه مسئله تر هغو پوري مه ليكئ چي عافيه رحمة الله علیه نه وي راغلى، كله چي به عافيه رحمة الله علیه راغلىاو موافق به سو امام اعظم رحمة الله علیه به وويل: دغه مسئله وليكئ كه به موافق نه وو امام اعظم رحمة الله علیه به وويل مه يې ليكئ. حسن التقاضي، صـ۱۲

امام اعظم رحمة الله علیه په زرګونو مسئلې تدوين كړي دي، چي په شمېر كي يې اختلاف سته خو تر ټولو كم شمېر يې دري اتيا زره (۸۳۰۰۰) دی چي اته دېرش زره (۳۸۰۰۰) يې په عباداتو پوري اړه لري او پاتي نوري يې په معاملاتو پوري اړه لري. مناقب ابيحنيفه للكردري، صـ۱۶۲

د امام اعظم رحمة الله علیه عقلمندي او ذكاوت
يزيد ويلي دي: داسي څوك مي ندی ليدلی چي ترامام اعظم رحمة الله علیه دي پوه او پرهېزګار وي. تذكرة الحفاظ، جـ۱، صـ ۱۶۸ 
 
خارجه بن مصعب ويلي دي: د نزدې زرو (۱۰۰۰) تنو علماؤ سره مي ملاقات سوی دى چي درې (۳) يا څلور (۴) تنه يې ډېر پوهان وه، په هغو پوهانو كي يو امام اعظم رحمة الله علیه وو. تاريخ بغداد، جـ۱۳، صـ۳۶۴ 

د امام اعظم رحمة الله علیه حيرانوونكي ځوابونه 
۱ـ شامي د امام ابو يوسف رحمة الله علیه څخه روايت كړی دى چي امام اعظم رحمة الله علیه ته يو كس راغلى او وه يې ويل: ما خپلي ښځي ته قسم واخيست چي تر هغه وخته خبري نه در سره كوم تر څو چي تا خبري نه وي را سره كړي! هغې هم قسم واخيست چي تر هغه مهاله زه هم خبري نه در سره كوم تر څو چي تا خبري نه وي راسره كړي! اوس موږ څه وكړو؟

امام اعظم رحمة الله علیه ورته وويل: ورسه خبري ور سره وكړه قسم نه در باندي اوړي! 

هغه سړى سفيان ثوري رحمة الله علیه ته ورغلى دغه كيسه يې ورته وكړه هغه په غوسه سو امام اعظم رحمة الله علیه ته راغلى ورته ويې ويل: ولي خلګ په حرامو كي را ګيروې (اخته كوې)؟
 
امام اعظم رحمة الله علیه ورته وويل: دا سړى دي خپله پوښتنه د سره وكړي! هغه سړي خپله پوښتنه د سره وكړه امام اعظم رحمة الله علیه بيا مخكنى ځواب وركړ، سفيان ثوري رحمة الله علیه وويل: په كوم دليل وايې چي پر دوى قسم نه اوړي؟ 

امام اعظم رحمة الله علیه ورته وويل: كله چي مېړه قسم واخيست تر هغه وروسته د ده ميرمني د خپل قسم اخيستلو خبري ورسره وكړې نو ميړه خو د قسم له اووښتلو څخه وژغورل سو؛ اوس دي نو مېړه ورسي او د خپلي ښځي سره دي خبري وكړي تر څو پرهغې هم قسم وا نه وړي! 

سفيان ثوري رحمة الله علیه ورته وويل: تاسو ته د علم هغه باريكۍ لوڅي دي چي زموږ ورته پام هم نه وي. 

د امام اعظم رحمة الله علیه وفات
خطيب او ابومحمد الحارثي وويل: ابوجعفر المنصور پاچا امام اعظم رحمة الله علیه د كوفې څخه بغداد ته راوغوښت تر څو د قاضي القـضاة منصب ور وسپاري خو امام اعظم رحمة الله علیه ونه منى پاچا امر وكړ چي بندي يې كړى! هره ورځ به يې په بازارګرځوى نارې به يې پر وهلې او دومره سخت به يې وواهه چي ويني به يې پر پونډيو بهېدلې بيرته به يې محبس ته راوست خوراك او څښاك به يې لږ وركوی پر بدن يې د وهلو نښي پاته سوې لس ورځي دغه وضعيت دوام وكړ كله چي وهل زيات سوه امام اعظم رحمة الله علیه ډېري دعاوي كولې او له دې امله به يې ژړل چي د ده بوډۍ مور به د ده له بد حالت څخه څومره غمجنه وي؟

پنځه ورځي نور ژوندى وو وروسته وفات سو. الله جل جلاله دي ترې راضي سي. مناقب ابي حنيفه 

إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ 

ابومحمد الحارثي له نعيم بن يحيی څخه روايت كوي چي امام اعظم رحمة الله علیه په زهرو ووژل سو.

ابوحسان الريادي وايې: امام اعظم رحمة الله علیه چي كله د مرگ په نښو پوه سو نو پر سجده سو او د سجدې په حال كي يې ساه وركړه. 

خطيب وويل: سمه خبره دا ده چي امام اعظم رحمة الله علیه په بنديخانه كي وفات سو.  تاريخ بغداد، جــ۱۳، صـ ۳۲۸

د ټولو علماؤ پر دغه اتفاق دى چي امام اعظم رحمة الله علیه په ۱۵۰ هجري كي وفات سو. عقود الجمان، صـ ۳۵۷

اسماعيل بن سالم البغدادي وويل: امام اعظم رحمة الله علیه د قضا د نه منلو په وجه ووهل سو.

امام احمد بن حنبل رحمة الله علیه چي به كله دغه بيان كاوه ژړل به يې ځكه امام احمد بن حنبل رحمة الله علیه هم وهل سوى وو. تاريخ بغداد، جــ۱۳، صــ۳۲۷

د امام اعظم رحمة الله علیه په وير كي يو شاعر درې ورځي مكرر دغه بيتونه لوستل:

ذَهَبَا لــْـفــَـــقِهْ فَلاَ فــَـــقِهْ لـــَكُمْ
فقيه (عالم دين) ولاړى تاسي فقيه (عالم دين ) نه لرى! 
فَا تّـــَـقُـوْ اللهَ وَكَـوّ نُوْا خَــلــَــفـــاً
له خدايه جل جلاله وه وېرېږى د هغه ځاى ناستى وټاكۍ!
مَا تَنِعْــمَـانٌ فَمَـنْ هٰذَا لــّذِىْ
نعمان رحمة الله علیه مړ سو هغه څوك دى
يُحْىِ الـّليْـــلِاِذَ اسَــجَـــــفـــاً
چي دغه توره شپه رڼا كړي!

د امام اعظم رحمة الله علیه جنازې ته نزدې پنځوس زره (۵۰۰۰۰) كسان حاضرسوي وو.
 
د امام صاحب په اړه نور تفصیلي معلومات دلته کلیک کړئ: معلومات