تازه سرليکونه
د (د حنفي مذهب پېژندنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حنفي مذهب پېژندنه
  تعلیم الاسلام
  February 24, 2017
  0

لیکنه: شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله

خپروونکي اداره : تعليم الاسلام راډيو 

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
        
 
که څه هم علماء کرامو ته د تعلیم الاسلام راډیو د دعوت تګلاره د خپرونو څخه معلومیږي خو دا چي دا راډیو د کندهار، هلمند، ارزګان، جلال آباد او فراه څخه علاوه د نیټ له  لاري په افغانستان او د نړۍ په ګوټ ګوټ کي د ټولني په هره طبقه کي بې شمېره اورېدونکي او مينه وال لري، نو لازمه ګڼو چي د هغوی د لا زیاتو معلوماتو لپاره د دې اسلامي رسنۍ د دعوت تګلاره تشریح کړو؛ خو لومړی د حنفي مذهب لنډ تعارف ورپسې د وهابیت ، سلفیت او بریلویت وړوکی انځور او بیا د تعلیم الاسلام راډیو تګلاره درته توضیح کوو :
 
لومړی فصل
 
د حنفي مذهب لنډ تعارف
 
افغانستان یوه مذهبي ټولنه ده او د نیکه مرغه ولس یې د اجتهاد په ډګر کي د ستر شخصیت امام اعظم ابوحنیفة  رحمه الله  د مذهب لارویان دي، امام ابوحنیفة  رحمه الله  د هجرت پر ۱۵۰ کال وفات سوی او د تابعینو په کشره طبقه کي شمېرل کیږي، د حنفي مذهب فقهي مسایل پر درو طبقو ویشل کیږي:
 
 (۱) اصول
 (۲) نوادر
 (۳) واقعات
 
لومړۍ طبقه یې د مسایل الاصول یا ظاهر الروایة په نامه یادیږي، ظاهر الروایة ټول هغه مسایل دي چي امام محمد  رحمه الله  په خپلو مشهورو شپږو کتابونو مبسوط، زیادات، جامع کبیر، جامع صغیر، سیر کبیر او سیر صغیر کي په ثقه روایت د امام ابوحنیفه رحمه الله  او د هغه د مشهورو او لومړۍ درجې شاګردانو لکه امام ابو یوسف ، خپله امام محمد، امام زفر، حسن بن زیاد اللؤلؤي رحمة الله علیهم  او ځینو نورو څخه رانقل کړی دی، شهید حاکم د امام محمد رحمه الله  شپږ  واړه کتابونه د الکافي په نامه کتاب کي رانغښتي او امام سرخسي رحمه الله  بیا الکافي په خپل کتاب مبسوط سرخسي کي تشریح کړی دی . 
 
د حنفي فقهي د دوهمي طبقې مسایل د مسایل النوادر په نامه یادیږي، د ابوحنیفه  رحمه الله  د پورتنیو شاګرادانو څخه رانقل سوي هغه مسایل چي د ظاهر الروایة د شپږو کتابونو څخه ماسیوا په نورو کتابونو کي رانقل سوي وي لکه د امام محمد کیسانیات ، هارونیات ، جرجانیات او رقیات، دغه کتابونه د ظاهر الروایة کتابونو په شان د امام محمد رحمه الله  څخه په ښکاره او ثابت روایت ندي رانقل سوي، ځکه نو نوادر  یا غیر ظاهر الروایة ورته وايې، په نوادرو کي د حسن بن زیاد رحمه الله  محرر دغه ډول د ابویوسف  رحمه الله  څخه مستفاد د الامالي کتابونه هم شمېرل کیږي .
 
د حنفي فقهي د دریمي طبقې مسایل واقعات دي : د هماغه وخت څخه نیولې بیا تر دې دمه چي د هري داسي واقعې په اړه استفتاء سوې ده چي په هغه کي د امام ابوحنیفه  رحمه الله  او د هغه د بلا واسطه شاګردانو څخه اجتهادي حکم رانقل سوی نه وي بلکي د امام ابوحنیفه رحمه الله  د شاګردانو شاګردانو لکه عصام بن یوسف ، ابن رستم ، محمد بن سماعة ابو حفص بخاري او تر هغو وروسته محمد بن سلمة، محمد بن مقاتل رازي، نصیر بن یحیْی او قاسم بن سلام رحمة الله علیهم او په همدې ډول تر دې دمه د حنفي مذهب د مشایخو او علماء کرامو لخوا یې د حنفي مذهب د اصولو په رڼا کي حکم استنباط سوی وي، هغو مسایلو ته واقعات یا نوازل وایي، کوم چي د فتاواوو په کتابونو کي رانقل سوي دي، د نن عصر جدید جواب سوي مسایل هم ټول په نوازلو او واقعاتو کي شمېرل کیږي  .
 
شرعي احکام
 
فقهاء کرام شرعي احکام یعني د انسانانو مکلفیت په پنځو حکمونو کي خلاصه کوي:
 (۱) فرض، (۲) مندوب، (۳) حرام، (۴) مکروه او (۵) مباح .
 
د څلورو مذهبونو دا طریقه ده چي د یو مسئلې حکم لومړی په قرانکريم کي پلټي، که په قران عظيم الشان کي یې امر سوی وو، که امر حتمي او لازمي وو نو فقهاء هغه کار فرض بولي، او که امر حتمي او لازمي نه وو نو بیا د اجتهاد او نورو نښو په اساس هغه واجب، سنت یا مستحب یعني مندوب ګڼي او که په قران کي د هغه کار څخه نهي او منع سوې وه نو بیا نهي ته ګورې، که نهي او منع په ډېر شدت وه نو هغه کار حرام بولي او که په نهي او منع کي شدت نه وو نو بیا هغه کار مکروه ګڼي، او که په کولو او نه کولو کي انسانانو ته اختیار ورکول سوی وو نو هغه کار بیا د مباح په جمله کي شمېري .
 
که د مسئلې اړوند حکم په قرانکریم کي ورته څرګند نه سو بیا یې په نبوي حدیثو کي په پورتني ډول پلټي که په حدیثو کي یې هم حکم و نه موندل سي نو بیا یې د امت د اجماع څخه حکم معلوموي ،که د تیرو زمانو یا د اوسني عصر د اجتهاد او استنباط اهلیت لرونکي علماء کرامو  یې په حکم کي متفق وه نو فقهاء همدغه د اجماع حکم ورته ثابتوي او که د مسئلې د حکم په اړه اجماع هم نه وه، نو په څلورمه درجه کي مسئله پر قران ، حدیثو او اجماع باندي عرضوي څو هلته یې اصل ومومي او بیا پر هغه د همدې مسئلې حکم هم قیاس کړي، همدا څلور واړه یعني قران ، نبوي حدیث ، اجماع او قیاس په پورتني ترتیب د فقهي مسایلو د اثبات متفق علیه دلایل دي، خو پر دې برسیره د احکامو نور دلایل هم سته لکه استحسان ، عرف ، استصحاب ، سد الذرایع ، د صحابي قول ، مخکني شریعتونه ، مصالح مرسله ، استقراء ، خو دا د مذاهبو تر منځ متفق علیه دلایل نه دي، په ځینو یې ځیني او په ځینو نورو یې نور فقهاء استدلال کوي د اصول الفقه په کتابونوکي پدې اړوند تفصیلي معلومات ورکول سوی دی .
 
اجتهاد
 
د اجتهاد لړۍ د صحابه کرامو رضي الله عنهم د زمانې څخه راپیل سوې ده، د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم  د وفات څخه وروسته  صحابه کرام د دین د دعوت او تعلیم د پاره بېلابیلو ښارونو ته ولاړل او هلته یې فقهي مذاهب هم خپاره سوه، د عبد الله بن عمر رضي الله عنهما  فقه په مدینه منوره کي د عبد الله بن عباس رضي الله عنهما  فقه په مکه مکرمه کي د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه  فقه په کوفه کي او د عبد الله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما  فقه په مصر کي نشر سوه، خو دا چي إلهي عادت داسي راغلی دی چي د حق په مقابل کي باطل هم را څرګندیږي، نو په لومړي ځل د حق په مقابله کي خوارج ، شیعه ، قدریه او مرجئه را څرګند سول، او همدا څلور ډلي د ټولو مبتدعینو ډلو اصل ګڼل کیږي، خو د دې په مقابله کي اهل الحق هم خپلي مورچلي پیاوړي کړې، محدثينو د نبوي احادیثو تدوین او د راویانو نقد او څارني ته پوره پام واړوه څو نبوي احادیث په صحیح سند د اهل الباطل د درواغو څخه محفوظ او خوندي سي، مجتهدین فقهي قواعدو او اصولو ته متوجه سول یعني محدثينو او مجتهدینو د اهل الباطل پر مخ هغه دوې لارې بندي کړې، کوم چي د هغو څخه پر اسلام یرغل کوي، ځکه اهل الباطل چي خپلو باطلو عقایدو او اعمالو ته په اسلامي ټولنه کي اشاعت ورکوي دا یا د قران او احادیثو مراد غلط بیانوي، په غلطو تاویلاتو باطلو ته مشروعیت ورکوي یا د درواغو حدیثونه جوړوي او په هغه د خپلو باطلو عقایدو او اعمالو مشروعیت ثابتوي.
 
اوله لاره مجتهدینو پر وتړله د قران او احادیثو د صحیح فهم اصول او فقهي قواعد او مسایل یې وضع او تدوین کړه، دوهمه لاره محدثينو پر وتړله نبوي احادیث یې تدوین کړه، د اعتماد وړ راوي، د درواغجن، فاسق او هیرجن راوي د پیژندني د پاره یې د جرح او تعدیل داسي لابراتوار پرانيستی چي نوي را پیدا کېدونکي مکروبونه هم کشفوي او د درواغو په وایرس ککړ راویان یې هم پکښي معرفي کړي دي .
 
څلور مذهبونه
 
په پیل کي د څلورو متبوعه مذهبونو سره هم مهاله څه مخکي او وروسته هم نور فقهي مذهبونه وه، پدې لړ کي د سفیان ثوري مذهب وو چي په کوفه کي یې اتباع لرل، په بصره کي د حسن بصري، په شام او اندلس کي د عبدالرحمن اوزاعي او په بغداد کي د محمد بن جریر طبري د مذهب پیروان وو، پدې لړ کي یو هم د څلورم قرن داود بن علي ظاهري دی چي په اندلس کي یې پیروان لرل خو د وخت په تیرېدلو سره دغو مذهبونو خپل لږ  او ډېر اتباع له لاسه ورکړل، د ټولو مذهبونوله منځه الله سبحانه و تعالـْی حنفي، مالکي، شافعي او حنبلي مذهبونو ته د مقبولیت دونه لوړ امتیاز ورکړل، چي تر نن ورځي بقا او پایښت لري او ورځ په ورځ یې پیروان زیاتیږي.
 
څلور امامان
 
د حنفي فقهي امام أبو حنيفة نعمان بن ثابت بن زُوطى كوفي دی په ۸۰ هـ کي زیږېدلی په ۱۵۰ هـ  کي وفات سوی دی، قبر یې د بغداد په اعظمیه ښار کي نړیوال شهرت لري . د مالکي فقهي امام مالك بن أنس اصبحي خو په اصل کي د یمن دی (تولد ۹۳هـ وفات ۱۷۹ هـ) د مدینې منورې په جنة البقیع کي ښخ دی ، د شافعي مذهب امام محمد بن ادریس دی او  د امام مالک شاګرد دی، د فلسطین په غزه کي ۱۵۰ هـ  کي زیږېدلی په ۲۰۴ هـ کي په مصر کي وفات سوی او هلته په قاهره کي ښخ دی، د حنبلي مذهب امام أحمد بن محمد بن حنبل شيباني  دی چي د امام شافعي شاګرد دی په بغداد کي په ۱۶۴ هـ کي زیږېدلی او هم هلته په ۲۴۱ هـ  کي وفات سوی دی رحمة الله علیهم.
 
 نن ورځ د اهل الظواهر په استثناء ټول اهل السنة و الجماعة په همدغو څلورو مذهبونو کي څوک د یوه مذهب او څوک د بل مذهب تقلید او متابعت کوي . 
 
د څلورو مذاهبو عالمي انتشار
 
د دغو څلورو مذاهبو د عالمي انتشار او مقبولیت یوه وجه هر اړخیز اجتهاد او بشپړتیا هم کېدلای سي، ځکه پدغو څلورو مذاهبو کي مکمله فقه یعني د عباداتو ، مناکحاتو، معاملاتو او جنایاتو اړوند بې شمېره مسایل مستنبط سوي او هر اړخیز معلومات ورکول سوي دي، لکه څه ډول چي د مریضانو د پاره غوره انتخاب هغه روغتون او درملتون وي کوم چي هلته یې په مسلکي ډول بشپړه معالجه او د اړتیا ټول درمل موندل کیږي، د فقهي مذهب په انتخاب کي هم ښایي همدا اصل څلورو متبوعه مذاهبو ته عالمي مقبولیت ورکړی وي.
 
د حنفي مذهب مقبولیت
 
او په دغو څلورو مذهبونو کي بیا د حنفي مذهب د اتباعو د ډېرښت وجه هم همدا بشپړتیا کېدلای سي، امام طحاوي رحمه الله  د همدغه اصل پر بنسټ حنفي مذهب اختیاره کړی دی.
 
امام طحاوي رحمه الله  د حنفي مذهب د سترو امامانو څخه دی، خو دی په پیل کي شافعي مذهبه وو پر خپل ماما امام مزني یې شافعي فقه لوستله، وروسته یې خپل ماما پرېښووی پر احمد بن ابي عمران یې د حنفي فقهي زده کړه پیل کړه، په دې اړه یو چا پوښتنه ځني وکړه چي تا ولي شافعي مذهب پرېښووی ؟ ده ورته وویل : زما ماما به تل د ابوحنیفه رحمه الله  د مذهب کتابونه لوستل، یعني حنفي مذهب په اجتهادي مسایلو کي دونه بډای دی، چي شافعي مذهبه هم خپله کمي په پوره کوي، پدې حقیقت خپله امام شافعي رحمه الله  هم اعتراف کړی دی وایي : الناس عيال في الفقه على أبي حنيفة، یعني ټول وګړي په فقه کي ابوحنیفه ته اړ دي او د ده د اجتهاداتو څخه ګټه پورته کوي، همدغه وجه ده چي په دغو څلورو مذاهبو کي بیا حنفي مذهب ډېر انتشار او اتباع لري په عراق، مصر، تركیه، هند، پاکستان، افغانستان، بلخ ، بخارا او په نورو ډیرو عجمي هیوادونو کي همدا ډول د شمالي افریقا په هيوادونو لکه الجزایر، تونس او تر یو حده په لیبیا کي تر نن ورځي پوري حنفي مذهب زښت زیاد پیروان لري .
 
حنفي مذهب ته خدمات او دسیسې
 
د دوهم قرن څخه نیولي بیا تر نن عصر پوري د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کي د حنفي مذهب معتدلو علماء کرامو په انفرادي او اجتماعي ډول د تعلیمي حلقواو د لویو او وړو مدارسو په پرانيستلو د دعوت او تعلیم په ډګر کي زیات خدمتونه انجام کړي دي، او د همدې لاري یې دیني تعلیم عام کړی دی او د کفارو د فکري یرغل، بدعتونو او خرافاتو مخه یې نیولي ده.
 
یوه مدرسه چي د انګریزانو د امپراطوری په مهال يې په هند کي د دعوت او تعلیم په ډګر کي ستر رول لوبولی دی د دیوبند دار العلوم مدرسه ده چي پر ۱۵ محرم ۱۲۸۳ هـ ۱۸۶۷ م اساس ایښوول سوی دی، د دې مدرسې علمي فیوضات دونه عام سول چي نن ورځ د حنفي مذهب د مدارسو د پاره ام المدارس ګڼل کیږي، خو دا چي باطل کله په یوه او کله په بل شکل کي را څرګندیږي نو د بریلویت د فکر مبتکر احمد رضا خان بریلوي (۱۸۵۵ – ۱۹۲۱ م ) د حنفي مذهب په پوښ کي یو شمېر داسي خطرناکه عقیدوي او عملي بدعتونو ته رواج او مشروعیت ورکړ، کوم چي په حنفي مذهب کي هیڅ نه سوای منل کېدلای، نو ځکه د حنفي مذهب رښتینو استازو او معتدلو علماء کرامو یې په رد او مخنیوي کي هڅي ګړندۍ کړې، دوی هم د حنفي مذهب د رښتینو استازو په مقابل کي د بریلویت ډله جوړه کړه، د حنفي مذهب په نامه یې خپلو بدعتونو ته رواج ورکاوه .
 
دا چي د دیوبند مدرسې او د همدې مدرسې څخه فارغو علماء کرامو د بریلویانو د بدعتونو په مخنیوي کي نه ستړي کېدونکي هلي ځلي کړي دي، نن ورځ نه یوازي د پاکستان او هند په سطحه بلکي د نړۍ په سطحه دیوبند د حنفي مذهب د معتدلو علماء کرامو د پیژندني سمبول او رمز ګرځیدلی دی؛ یعني هر هغه کس او عالم چي هغه د حنفي مذهب پر صحیح مسیر روان وي، او د احمد رضا خان د عقیدوي او عملي بدعتونو مخالف وي هغه ته دیوبندي ویل کیږي که څه هم د دیوبند د مدرسې څخه فارغ سوی نه وي .
 
حنفي مذهب او د دیوبند مسلک په افغانستان کي
 
الحمدلله په افغانستان کي هم د حنفي مذهب تقریباً د ټولو علماء کرامو علمي مشرب دیوبندي مسلک دی، او په ډاډه زړه ویلای سو چي د افغانستان ټول عام وګړي هم دیوبندي مسلکه دي که څه هم ډېرو به د دیوبند نوم لا هم اورېدلی نه وي ، ځکه عوام په عقیدوي او فکري لحاظ د خپلو علماء کرامو څخه الهام اخلي او د هغوی پر لاره ځي . 
 
مخکي مو وویل چي دیوبندي مسلک په حقیقت کي د حنفي مذهب د رښتینو استازو او معتدلو علماء کرامو تګلاري ته وایي دیوبندي مسلکه علماء کرامو د حنفي فقهي د اشاعت او تشریح په ډګر کي ډېر زیات محنتونه ګاللي دي، د حنفي فقهي بې شمېره داسي معتمد کتابونه او فتاواوي یې تالیف کړي دي چي هغه ته هر حنفي مذهبه مفتي په دارالافتاء کي د فتوا د پاره اړتیا لري، څو د دیوبندي علماء کرامو د فتاواو په حواله د خپلي فتوا اثبات یا تایید وکړي، په افغانستان کي هره دار الافتاء او د هر عالم شخصي کتابتون د دیوبندي علماء کرامو په فتاواو او تالیفاتو ډک او د هغوی پر علمي خدماتو رښتيني ګواهان دي  .
 
دیوبندي علماء کرامو نه یوازي په افغانستان ، هند او پاکستان کي بلکي د نړۍ په ګوټ ګوټ کي د فتوا یعني فقهي خدمتونو څخه علاوه د  جهاد، تعلیم، دعوت او دې ته ورته نورو ډګرونو کي را ځلېدلي او بې ساري خدمتونه یې انجام کړي دي او نور به هم ان شاء الله د دې معتدلو علماء کرامو د خدمتونو کاروانونه د مسلمان ولس په ملاتړ مخ په وړاندي ځي .
 
 
د عوام خلګو لپاره ضروري اګاهي
 
 کله د مذهب څخه ناخبرتیا یا د فتواوو اختلاف ځینو عوامو ته پر خپلو حنفي مذهبو علماء کرامو د بې باوری سبب ګرځي، خو که عوام دوه ټکي په پام کي ونیسي ان شاء الله د دغو بې ځایه شبهو مخ به یې ونیول سي :
 
لومړی : حنفي مذهب هغه دی کوم چي د حنفي مذهب په بې شمېرو معتمدو کتابونو کي یې په اجمالي او تفصیلي ډول په ټولو اختلافي مسایلو کي راجح او مرجوح قولونه بیان سوي دي، ځکه نو حنفي مذهبه علماء کرام د حنفي فقهي د کتابونو په رڼا کي پیژندلای سو کوم علماء کرام چي د حنفي مذهب د کتابونو موافق فتوا ورکوي هغوی حنفي مذهبه دي که څه هم فتوا یې د یوې سیمي خلکو ته نوی فکر ښکاره سي، ځیني کسان اشتباه کوي یوازي هغه کس حنفي مذهبه بولي چي فتوا یې د پخوانیو او اوسنیو رسمونو او رواجونو سره موافقه وي، یا هم د رسم او رواج خلاف فتوا نه ورکوي، خو که یو کس د حنفي معتمدو کتابونو په استناد د راجح قول له مخي داسي فتوا ورکړي چي هغه د سیمه ییز دود او رواج خلاف وي پر هغه بې باوري کوي، پداسي حال کي چي د پخوا څخه نیولې بیا تر دې دمه هیڅ داسي کلی او وطن نسته چي د علماء کرامو او عوامو ټول کړه وړه، رسم او رواج دي یې د حنفي مذهب مطابق وي بلکي ډېر ځله داسي پیښیږي چي په سیمه کي دي ځیني داسي کارونو عام رواج موندلی وي، چي په حنفي مذهب کي بدعت یا هم ناسم رواج ګڼل کیږي.
 
کله داسي هم پیښیږي چي په سیمه کي دي د حنفي مذهب په یوه معتمد قول هیڅ عمل نه کیږي، کوم کس چي د حنفي مذهب د معتمد قول له مخي عمل کوي هغه ته د شک په سترګه کتل کیږي، د نمونې په ډول په التحیاتُ کي د شهادت د ګوتي پورته کول یادولای سو، ابن عابدین رحمه الله پدې اړه د مذهب د دوو قولونو په اظهار نظر کي په رد المحتار کي مشهور قول یعني د ګوتي نه پورته کول د روایت او درایت خلاف ګڼلی دی، او د ګوتي د پورته کولو د درو صورتونو څخه دوه صورتونه يې په احادیثو او اثارو ثابت بللي دي او هم هغه يې د امام ابوحنیفه ، امام ابو یوسف او امام محمد رحمة الله علیهم  قول بللی دی،  د لمانځه په التحیاتُ کي د ګوتي د پورته کولو په اړه د حنفي مذهب حکم همدا دی خو ښایي په ځینو کلیو کي که څوک د ګوتي اشاره کوي د هغه پر حنفیت دي ځیني کسان شکمن سي، نو کله د مذهب څخه ناخبرتیا پر صحیح حنفي مذهبه باندي د غیر حنفي مذهبه ګمان کولو سبب ګرځي.
 
دوهم : د حنفي مذهب ټول مسایل متفق علیه ندي، که یو کس د یوه عالم څخه داسي فتوا واوري چي د بل څخه یې د هغه خلاف اورېدلې وي، دلته هم باید د دغه یا د هغه په حنفیت کي شکمن نسي، ځکه په اجتهادي مسایلو کي لکه څه ډول چي د حنفي، شافعي، مالکي حنبلي مذهبونو تر منځ اختلافات سته دغه ډول د یوه مذهب د امامانو او مشایخو تر منځ هم اختلافات سته آن تر دې چي کله د يوه مجتهد څخه په یوه مسئله کي څو قولونه را نقل سوي دي، لکه څنګه چي د یوه او بل مجتهد په فهم کي تفاوت سته د یوې مسئلې حکم یو مجتهد یو ډول او بل یې بیا بل ډول فهموي، دغه ډول یو مجتهد کله د یو مسئلې حکم یو ډول او کله بیا بل ډول فهموي د مخکني قول څخه رجوع وکړي، خو وروستیو کسانو ته یې د رجوع نېټه معلومه نه وي لهذا د همدغو اختلافاتو له امله باید حنفي وحدت ته زیان و نه رسول سي، او نه د دغو اختلافاتو له امله د بې باوری فضاء را منځ ته سي .
 
د فتوا توحید
 
د علماء کرامو ستر مسؤلیت دا دی چي په تفاهم ، علمي مناقشو او متقابل احترام په فتوا کي توحید راولي یعني د افتاء د اصولو په رڼا کي لومړی د واقع صحیح تصور وکړي، او بیا د موجوده شرایطو د اوسني عصر او سیمه ییز عرف مناسب د مختلفو اقوالو څخه یو قول په دقیق نظر د افتاء لپاره انتخاب کړي، په ځانګړي ډول په حقوقي او ټولنیزو مسایلو کي ځکه په دغه ډول مواردو کي د فتوا تشتت او اختلاف نور هم د خلکو خپل منځي کشمکش او دعوې زیاتوي، خو تر هغه مهاله چي د فتوا د توحید او یووالي امکانات او شرایط اماده سوي نه وي، نو مفتي صاحبانو ته پکار ده چي د ځانونو څخه قاضیان جوړ نکړي چي د قضایي حکم په شان خپله فتوا پر نورو الزاماً تپي، بلکي د مفتي دنده د حکم اظهار دی، که د بل مفتي فتوا د ده د فتوا خلاف وه د هغه په وړاندي د خصومت او جګړې مورچله پرانيستل مناسب کار نه ښکاري، ځکه دا په خلکو اړه لري چي د کوم مفتي علميت ، تقوا او د فتوا دلایل ورته د قناعت وړ دي، او بل دا چي علمي اختلافات باید د عذاب او د حنفي مذهب د وحدت له منځه وړلو وسیله و نه ګرځول سي، بلکي همدا اختلافات د لا زیاتو علمي څیړنو، مطالعو او حقایقو ته د ځان رسولو یعني د رحمت وسیله وګرځول سي.
 
نو علماء کرامو ته پکار ده چي په علمي سپر د حنفي مذهب څخه دفاع وکړي او د وحدت په مورچله کي د انصاف په غشو په احسنه طریقه د هغو کړیو سره مجادله او مقابله وکړي کوم چي د حنفي مذهب مقابلې ته یې لیڅي رانغښتي او په بربنډ ډول یې د بدنامولو هڅي کوي، او یا په حنفي مذهب کي د تخریب لپاره را ننوتي په خرافاتو او ناسمو عقایدو یې بدناموي، ځکه افغاني ټولنه که څه هم حنفي مذهبه ده خو بیا هم پدې ټولنه کي د یو شمېر نورو ډلو تر څنګ دوې داسي وړوکي ډلي هم وجود لري چي یوه ډله یې د مذهب تقلید د دین څخه بېلاري ګڼي او په ښکاره ډول د حنفي مذهب د بدنامولو هڅي کوي، دا ډله د عوامو په اصطلاح وهابیان نومیږي او بله ډله بیا که څه هم حنفي مذهبه دي خو په خرافاتو او ناسمو عقایدو حنفي مذهب بدناموي؛ دا ډله بیا بریلویان نومیږي چي په سِند، پنجاب او یو شمېر نورو وطنونو کي یې شنې او سرې لنګوټي مذهبې لباس او د پېژندني ښکاره نښي دي .
 
ان شاءالله نور بیا...
----------------------------------------------------------
ماخذ: طلايي لړۍ (حنفي او غیر حنفي)
مؤلف: شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله، د تعلیم الاسلام راډيو رئیس
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 

سرته