څانګه: چاڼ شوي مضامين نيټه: April 30, 2016
       
د وهابیت او سلفیت وړوکی انځور


( ددې لیکني باعث: ددې لیکني باعث دا وو چي څو کاله مخکي غیرمقلدینو به د کندهار مشرانو علماء کرامو ته پیغامونه استول او د هغوی دیني خدمتونه [د قرانکریم ترجمه او تفسیر، د احادیثو درسونه او اصلاحي بیانونه) یې کفر او شرک بلی، ددې ترڅنګ په عوامو کي ورځ تر بلي د کندهار غیرمقلدینو د حنفي مذهب په اړه شکوک او شبهات پیدا کول چي په دې سره کور په کور اختلافات ډېر سول او د کورنیو غړو به علماوو ته شکایت کاوه، ددې په نتیجه کي ځیني غیرمقلدین د حدیثو څخه په ښکاره انکار پیل کړی.... په بل اړخ کي بیا ځینو کسانو پر حقاني علماوو د وهابیت ټاپې وهلې نو ددغو مشکلاتو د حل لپاره د تعلیم الاسلام راډيو ادارې وغوښتل چي یوه رساله د حنفي او غیرحنفي تر سرلیک لاندي ولیکي څو په دې رساله کي د حنفي مذهب پېژندنه، د وهابیت، سلفیت او بریلویت صحیح پېژندنه وسي، حقاني علماء وپېژندل سي او د تعلیم الاسلام راډیو دریځ روښانه سي. د تعلیم الاسلام ویب پاڼي د کتنپلاوي لخوا)

 دوهم فصل

 د وهابیت او سلفیت وړوکی انځور


په افغاني ټولنه کي چي ځیني کسان تکفیري او د تشدد څخه ډک افکار خپروي یا د تقلید او فقهي مذاهبو په ځانګړي ډول د حنفي مذهب پر خلاف تبلیغات او شایعات خپروي او داسي نور ... دغه کسان که څه هم عوام خلګ ټول د وهابیانو په نامه پیژني خو دوی په حقیقت کي د دوو بیلابیلو ډلو پیروان دي، او یا د هغوی څخه الهام اخلي، یوه ډله یې د محمد بن عبد الوهاب څخه متاثره یعني وهابیان دي او بله ډله یې سلفیان دي، سلفیان ځانونو ته اهل الحدیث یا انصار السنة هم وایي خو د غیر مقلدینو په نامه ډېر شهرت لري . 

په عقیدوي لحاظ وهابیان او سلفیان یوه ډله ګڼلای سو ځکه د الله جل جلاله  د اسماوو او صفاتو د مفهوم او مراد په مورد کي دواړي ډلي  یو دریځ لري، د الله جل جلاله  د اسماوو او صفاتو په مورد کي چي وهابیان او سلفیان زموږ د احنافو او شوافعو  ( ماتریدیه او اشاعره ) سره په څه کي او څه ډول اختلاف لري، هغه که په لنډ ډول بیان کړو ممکن ډېر کسان په پوه نسي او که تفصیل ورکړو دغه رساله د کتاب شکل پیدا کوي، نو په لنډ ډول وایو چي وهابیان او سلفیان دواړه د عقیدې په ډګر کي د تشدد څخه ډک سخت دریځونه لري.

 که څه هم سلفیان د تکفیر په مسئله کي تر وهابیانو هم ډېر مخته دي، ځکه په سلفیانو کي داسي کسان هم سته چي هغوی د تکفیر په مسئله کي د خوارجو څخه زیات رنګ اخیستی دی، د مسلمانانو د ګناه په عملونو کي که لږ څه د کفر او شرک احتمال ور ته څرګند سي، نو سمدستي پر هغو د کافرانو او د مشرکانو حکم کوي د اسلام څخه یې باسي، پداسي حالت کي چي سلفو صالحینو یعني صحابه کرامو رضي الله عنهم، تابعینو او تبع تابعینو رحمة الله علیهم پدې مسئله کي ډېر احتیاط کړی دی، هغوی ځانونو ته دا حق نه ورکاوه او نه یې دا د ځانونو دنده ګرځولې وه چي مسلمانان د اسلام څخه وباسي، بلکي د هغوی هڅي او کوښښونه دا وه چي کافران او مشرکان په اسلام کي داخل کړي . 

عوام خلګ د وهابیانو او سلفیانو تر منځ د عقیدې او تشدد له مخي فرق نسي کولای، ځکه په عقیده او تشدد کي ډېر سره ورته دي، خو د قیاس او تقلید په مسئله کي یو د بل څخه اسانه پیژندل کېدلای سي، ځکه د تقلید او قیاس په مسئله کي وهابیان او سلفیان په خپل منځ کي سره بېل دي، محمد بن عبد الوهاب د امام احمد بن حنبل رحمه الله د مذهب په پیروانو کي شمېرل کیږي، که څه هم په یو شمېر اصولي او فروعي مسایلو کي د حنبلي مذهب څخه بیل تفردات لري او په څلورو متبوعه مذاهبو کي د شرعي احکامو د ثابتولو د پاره د قران ، حدیثو او اجماع څخه وروسته په څلورمه درجه کي قیاس اصل او حجت ګڼل کیږي، خو سلفیان بیا قیاس او تقلید نه مني، بلکي په ډېرو کلکو الفاظو تقلید او قیاس ردوي، د حیرانتیا خبره دا ده چي سلفیان د نورولپاره شخصي تقلید ناجایز ګڼي او مجتهدین د ځانونو لپاره امامان ګرځول اربابا من دون الله ګڼي، خو د خپلو ځانو لپاره یې بیا جایز ګڼي، ځکه چي د غیر مقلدیت په فکر او د قیاس په ردولو کي دوی د ابن حزم او هغه بیا د داود ظاهري د مذهب او فکر تقلید کوي، بلکي لومړی کس چي قیاس یې رد کړی دی نظام معتزلي دی، نو ویلای سو چي غیر مقلدین د قیاس په ردولو کي د نظام معتزلي مقلدین دي .

که د وهابیانو او سلفیانو د پورتني لنډ تعارف په رڼا کي د خپلي سیمي (کندهار) وهابیانو ته وګورو نو دا را ته ثابتوي چي دا ټول سلفیان دي، کوم چي د وهابیانو څخه هم په تکفیر او تشدد کي مخته دي، ځکه چي تقلید ردوي او په ځانګړي ډول د امام ابوحنیفه رحمه الله د مذهب سره سخت ټکر دي، او قیاس چي په څلورو مذاهبو کي تر قران ، حدیثو او اجماع وروسته د شرعي احکامو د پاره اصل دی، همدا اصل هم نه مني بلکي العیاذ بالله ځیني کسان قیاس شیطاني عمل بولي پداسي حال کي چي قیاس په قران او حدیثو ثابت او د دین زيات احکام د صحابه کرامو رضي الله عنهم د عصر څخه نیولې بیا تر دې دمه په قیاس ثابت سوي دي؛ د همدغه اصل په رڼا کي قرانکریم (تبيانا لکل شی) د دین د ټولو مسایلو بیانوونکی کېدلای سي او حقیقتاً همداسي دی .    

په افغاني ټولنه کي که د یادي ډلي فعالیتونو او خبرو ته څوک ځیر سي، نو عمده فعالیت یې د حنفي مذهب د تقلید څخه د خلکو را ګرځول دي، او بل دا چي د قران او حدیثو رښتينی متابعت او صحیح فهم د ځانونو ځانګړتیا بولي، ځکه نو دوی د سترو امامانو او مجتهدینو اجتهادي مسایل غلطي بولي، په مجموع کي مذاهب د قران او حدیثو څخه بېله لاره او د مذهب تقلید د دین څخه انحراف او قیاس باطل ګڼي .
 
ماخذ: طلايي لړۍ، حنفي او غیر حنفي
لیکنه: شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله
----------------------------------------------------------------------------
مخکنۍ لیکني: