تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مدرسه او مکتب
  تعلیم الاسلام
  March 26, 2017
  0
 
محمد امين سائح 

دا دواړه عربي الفاظ دي ، د مدرسې لغوي معنی ده د درس ځای ، او د مکتب لغوي معنى ده ، ځاي د کتابت یا لیکلو ،  په عربي ملکو کي ښوونځۍ ته که هغه دیني یا دنیوي وي مدرسه ویل کیږي او مکتب دفتر ته ویل کیږي که تجارتي وي یا حکومتي چیري چي دفتري اجرات کیږي، په افغانستان کي مدرسه و دیني ښوونځۍ ته ویل کیږي او مکتب وه حکومتي ښونځۍ ته ، بیا لوړ ته لیسه تر هغه لوړ مرکز ته پوهنتون ويل كيږي. په هند او پاکستان کي هم د دیني زده کړي ښوونځیو ته مدرسه او د نورو دنيوي علومو د زده کړي ځای ته سکول ، تر هغه لوړي ادارې ته کالج بیا تر هغه لوړي ادارې ته یونیورسټي ویل کیږي.
 
 
اصل علم دی چي د هغه حصول فرض دی ، د دومره علم حصول فرض دی پر هر مسلمان چي په هغه حلال او حرام وپیژني او تخصص د دیني علومو فرض کفایه دی چي تفقه في الدین ورته وایي او د عصري مسایلو استنباط، د باطلو فرقو رد او د توحید او سوچه دین وخلګو ته مسلسل یاداوري او د کفري مقاتلو قوتو په مقابل کي فکري بیداري دا فرض کفایه دي چي باید یوه ډله وي چي دا مسولیت پر غاړه واخلي.
 
دنیوي علوم هغه علوم چي د ټولني ورته ضرورت وي هغه که ډاکټري ده، که انجینري ده یا تخنیکي علوم دي او هر هغه طاقت او علم چي د ځان دفاع په وسي هغه لازم او ضروري دي.
 
دلته زمونږ په ټولنه کي په خاصه توګه د روس د اشغال وروسته د مکتب او مدرسې روخونه چي مقصود یي ح د علم صول وو پر دوه سړکه سره جلا پر دوو لارو ولاړه ، یو د دین پر لور، بل سړک پر دنیا او د دین د توهین پرلور ، مخکي تر روس هم دغه تفاوت موجود وو مدرسې تر تهدید لاندي وې اما نه په دا شکل چي د روس تر حملې وروسته راغلې ، دا اختلاف یوازي د نن نه دی او نه د مکتب او مدرسې دی ، دا اختلاف د حکومت او علماوو تر منځ د دین مفهوم دی. د خلفاء راشیدینو (رضی الله عنهم) وروسته بیا تر ننه ، تقریبا ډير وخت (تقریبا په دې وایم چي په مختلفو دورو کي اسلامي حکومتونه هم راغلي دي ) د مسلمانانو په ملکو کي مسلمان حاکم پاته سوي دي ،اما د وخت حاکم یا خو اسلام په نظام کي نه غواړي یا یې غواړي په داسي شکل چي دین به د حاکم وخت د مصالحو دفاع کوي ، او که یې دیني حکم د سیاسي مصالحو سره په ټکر کي وو،هغه حکم یا یې نه نافذوي یا یې ردوي، مطلب دا چي دین دده د سیاسي مصلحت تابع وي ، نه دا چي حاكم د وخت د کامل دین تابع وي ، نن په ټوله اسلامي نړۍ کي وګوری مسلمان حاکم دي مګر اسلامي حکومتونه بلل مشکل دي، ځکه سود عام دی ، داغه ډول نور اسلامي احکام معطل يا د جمهوريت تر چتر لاندي دي.
 
همدغه وجه وه چي امام ابوحنیفه رحمه الله د قضاء منصب قبول نه کړی په دې پوه وه چي د وخت حاکم چي مسلمان دی سیاسي او قومي مصلحتونو ته تر اسلامي احكامو ترجیح ورکوي ، نو به حاكم د سیاسي مصلحت پر بنیاد یو فیصله راڅخه غواړي او په هغه کي به د اخرت تاوان وي ، نو یې بند ته تر قضاء ترجیح ورکړه ، همدغه وجه وه چي امام مالک رحمه الله او تر ننه علماء دایما د حکومت ددغه سیاست تر توري لاندي په تکلیفو کي راغلي دي،  د مسلمان حاکم دا غوښتنه وي چي عالم دي فتوا دده د سياسي او جمهوري مصالحو سره په توافق كي ورکړي ، اما حاکم دې ته توجه نه کوي چي فتوا دعالم په لاس کي کوم تغييري اختیار نه دی ، هغه صرف تشریحي طاقت لري چي منبع يې قران كريم او احادیث دي او هم قیاس او اجماع ده ، عالم  دا اختیار نه لري چي هر څه چي دی ووایي او د فتوا په نامه یي نشر کړي هغه شرعي قانون دی ، خپل حدود او خپل مسولیت لري.
 
دغه د عالم او حکومت ترمنځ د حاکم د سیاسي مصلحت جنګ ، عالم دې ته مجبور کړی چي خپل ځان د حکومت څخه او د هغه د مالي معاونت څخه را ګوښه کړي او خالص په خپل وسع او د هغه افرادو په مالي معاونت چي دین ته کامل احترام لري دیني خدمت وکړي ، تر څو د حکومت د هغه ناجایزو غوښتونو څخه ځان ازاد او خپل خالص دیني خدمت چي حکومتي تاثیر پر وه نه لري ترسره کړي. همدغه وجه ده چي حکومتي علماوو ته په عامو خلګو کي چنداني د احترام په سترګه نه کتل کیږي او نه په ټولنه کي یې څوک فتوا یا خبري ته اهمیت ورکوي ځکه چي خلګ خالص دین غواړي او  هغه علماء چي د حکومتي فشار څخه ازاد دي هغوی یې ورته ورکولاي سي.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته