بسم الله الرحمن الرحیم
په رمضان کي د سلفو صالحینو حال د قرانکریم سره
إعداد / د : أحمد عرفة / 2017-05-30
ژباړه ، عبدالسلام حنفي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
إن الحمد لله تعالى، نحمده ونستعين به ونستغفره، ونعوذ بالله تعالى من شرور أنفسنا، وسيئات أعمالنا، من يهد الله تعالى فلا مضل له، ومن يضلل فلا هادي له، وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له، وأشهد أن محمداً عبده ورسوله صلى الله عليه وسلم وبعد.
اي محبوبو وروڼو ! الله جل جلاله رمضان مبارک ته په دې میاشت کي په نبي کریم صلي الله علیه وسلم د قرانکریم په نازولو سره شرف او بهتري ورکړې ده ، نو موږ دې ته اړتیا لرو چي د روژې مبارکي په میاشت کي قرانکریم ته رجع وکړو ، بلکي هر وخت باید د قرانکریم تلاوت وکړو او په احکاموتو يې عمل وکړو لیکن په رمضان المبارک کي باید په طریقه اولی سره ورته په ښه غور او فکر سره د قرانکریم تلاوت وکړو او په احکاموتو يې عمل وکړو او د قرانکریم په آیاتونو کي تفکر وکړو ، ځکه چي تر دي بل عزت ، کرامت ، او سرلوړي په دنیا او آخرت کي نشته ده ، مګر دا چي ته هر وخت په قران باندي منګولي ولګوې او ساتنه يې وکړې او تفکر او غور په کي وکړې او عمل پرې وکړې نو الله جل جلاله به درته په دنیا او آخرت کي نیکبختي درکړي ، لکه څنګه چي د نبي کریم صلي الله علیه وسلم اصحابو او سلف صالحینو لره شرافت ، عزت ، او کرامت حاصل سو ځکه دوی په خپل ژوند کي په قرانکریم باندي عمل کوونکي وو ، نو له دې وجي موږ دغه مقاله تر دي عنوان لاندي ولیکله چي د سلفو حال د قرانکریم سره د رمضان په میاشت کي څنګه وو؟
رمضان د قرانکریم میاشت ده :
قال الله تعالى:(شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ وَمَن كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ يُرِيدُ اللَّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلاَ يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ وَلِتُكْمِلُواْ الْعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُواْ اللَّهَ عَلَى مَا هَدَاكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ) سورة البقره: ۱۸۵
ژباړه: رمضان هغه میاشت ده چي په هغې کي قران نازل کړي شو ، چي د انسانانو لپاره سره تر پایه هدایت دی او داسي څرګندي لارښووني په کي دي چي د سمي لاري ښوونکي او د حق او باطل یو له بله په ډاګه بیلوونکی دی له دې کبله پر چا چي دا میاشت راشي پر هغه لازمه ده چي ټوله میاشت روژه ونیسي ، او که څوک ناروغ یا مسافر وي ، نو هغه دي په نورو ورځو کي د روژو شمیر پوره کړي ، الله پر تاسي اسانتیا رواستل غواړي سختي راوستل نه غواړي له دې امله تاسي ته دا طریقه ښودله کیږي چي تاسي د خوړل شویو روژه شمیر پوره کړه شئ او په کوم هدایت چي الله تاسي سرلوړي کړي یاست په هغه سره د الله لویې وستايئ او شکر کوونکي اوسئ.
امام ابن کثیر رحمه الله وايي:
چي الله جل جلاله د رمضان د میاشتي بهتري په نورو میاشتو باندي له دې وجي څخه بیان کړې ده چي الله جل جلاله په دې میاشت کي قرانکریم نازل کړی دی لکه څنګه چي په حدیث شریف کي دا خصوصیت د رمضان د میاشتي ښودل شوی دی، چي دا هغه میاشت ده چي الهي کتابونه په دې میاشت کي په انبیاء علیهم السلام باندي نازليږي.( تفسير ابن كثير : جـ۱صـ۲۶۸)
امام احمد په خپل مسند کي د واثلة بن اسقع څخه روایت کړی دی چي رسول الله صلي الله علیه وسلم وفرمایل: په ابراهیم علیه السلام باندی صحیفي د رمضان په اوله شپه نازل شوې او تورات په شپږمه د رمضان باندي نازل شوی دی ، او انجیل د رمضان په دیارلسم باندي نازل شوی دی او قرآن د رمضان په څلور ویشتم نازل شوی دی (أخرجه أحمد فى مسنده حديث:۱۶۶۷۸ )
د ابن عباس رضي الله عنه وایې چي رسول الله صلي الله علیه وسلم تر ټولو خلکو ډیر سخي وو ،او د ده سخا به هغه وخت ډیره وه چي کله به په رمضان کي د جبریل علیه والسلام سره ملاقات وشو او د ده مبارک ملاقات به په هره شپه کي د رمضان له جبریل علیه السلام سره کیدی او قر انکریم به يې ورته ښودلی ، نو رسول الله صلي الله علیه وسلم په خیر کولو کي تر هغه تیز باد هم ډیر سخي وو .(أخرجه البخاري فى صحيحه كتاب الصوم- باب : أجود ما كان النبي صلى الله عليه وسلم يكون - حديث: ۱۸۱۲)
امام ابن رجب الحنبلي رحمه الله وايي:
چي د ابن عباس په حدیث کي چي کومه خبر ذکر شوي ده چي جبریل علیه السلام به د شپي له خوا نبي کریم صلي الله علیه وسلم ته د قرانکریم درس ورکوی دا په دې دلالت کوي چي د رمضان په میاشت کی د شپي له خوا ډیر تلاوت کول مستحب کار دی ځکه چي د شپې هغه ټولي مشغولتیاوي قطع کیږي او ارام او راحت د سړي په فکر کي جمع کیږي او زړه او ژبه په فکر او غور کولو سره موافقت سره کوي ، لکه الله جل جلاله چي فرمایې (إِنَّ نَاشِئَةَ اللَّيْلِ هِيَ أَشَدُّ وَطْئًا وَأَقْوَمُ قِيلًا) په حقیقت کي د شپي پاڅیدل د نفس کنټرولو لپاره ډیر اغیزمن او د قرآن د صحیح لوستلو لپاره زیات مناسب دي .
او د رمضان خصوصیت په قران کریم سره دی لکه الله جل جلاله چي فرمایلی دی،: (شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ) رمضان هغه میاشت ده چي په هغې کي قران نازل کړی شو.
او همدارنګه ابن عباس رضي الله عنهما وایې چي قرانکریم په یو ځل له لوح محفوظ څخه بیت العزت ته د لیلة القدر په شپه نازل شوو ، او په دې باندي د الله جل جلاله دا قول دلالت کوي چي فرمايي:
(إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ)
موږ دا قران د قدر په شپه نازل کړي دی
وقوله: (إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةٍ مُّبَارَكَةٍ إِنَّا كُنَّا مُنذِرِينَ)
چي موږ دغه قران په یوه ډیره برکتناکه او غوره شپه کي نازل کړي دی ځکه موږ د خلکو د تنبیه کولو اراده درلودله . (لطائف المعارف : صـ ۲۴۳)
د رمضان په میاشت کي د نبي کریم صلي الله علیه وسلم حالت د قرانکریم سره
نبي کریم صلي الله علیه وسلم به د رمضان په میاشتي کي په لمانځه کي ډیر اوږد قراءت لوستلو نسبت ونورو میاشتو ته ، او یوه شپه ورسره د رمضان په میاشت کي حذیفه رضي الله عنه لمونځ وکړی ، حذیفه رضي الله عنه وایې چي رسول الله صلي الله علیه وسلم په لمانځه کي سورة البقره بیا سورة النساء بیا سورة ال عمران ولوستل تر دې پوري چي په د هر خوف او ډار په ایات باندي به چي تیریدی نو په هغه به يې وقف کوی او بیا به يې سوال کوی د الله جل جلاله څخه تر دې پوري چي موږ دوه رکعته لمونځ نه وو کړی چي حضرت بلال رضی الله عنه د سهار د لمانځه لپاره اذان کولو ته راغلی .(أخرجه مسلم فى صحيحه – كتاب الصلاة – باب : استحباب تطويل القراءة فى صلاة الليل حديث: ۱۷۸۳)
او د حضرت ابي ذر رضي الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلي الله علیه وسلم سره مي د رمضان په درویشتم تر دریمي حصي د شپي په لمانځه باندي ولاړه باندي تیر کړل ، او په پنځه ویشتم د رمضان تر نیمایې د شپي پوري په لمانځه باندي ولاړ وو نو رسول الله صلي الله علیه وسلم ته بعضي صحابه کرامو وویل که چیرته مو دا نوره باقي د شپي کومه حصه چي پاتي ده دا مو هم په لمانځه باندي تیره کړی وی څنکه به وه ؟ رسول الله صلي الله علیه وسلم ورته وفرمایل چي کوم کس د امام سره په جمعه لمونځ وکړي تر دې پوري چي بیرته له لمانځه څخه راوګرځي نو ملایکي د ده لپاره باقي حصي د شپی د لمانځه ثواب هم لیکي ( أخرجه أبو داود فى سننه - كتاب الصلاة - باب تفريع أبواب شهر رمضان - باب في قيام شهر رمضان - حديث:۱۱۸۰ و سنن أبى داود حديث : ۱۳۷۵)
او دا حدیث په دې باندي دلالت کوي چي که څوک د شپې تر دریمي حصي پوري یا تر نیمایې پوري سره د امام په جماعت لمونځ وکړي نو د هغه باقي شپې ثواب هم ورته لیکل کیږي ، یعنی د مکملي شپې ثواب ورکول کیږي.
او امام احمد رحمه الله به همیشه د امام سره په جماعت لمونځ کولو تر هغه وخته به له لمانځه څخه نه راګرځیدلی ترڅو چي به امام نه وو راګرځيدلی،
او بعضو سلف دا خبره کړې ده که چا نیمایې د شپي په عبادت سره تیره کړه هغه داسي دی لکه ټوله شپه یې چي په عبادت سره تیره کړې وي. (لطائف المعارف : صـ ۲۴۵)
د عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلي الله علیه وسلم وفرمایل که چا د شپې په وخت کي په لمانځه کي لس آیاته ولوستل د غافلینو کسانو څخه به نه لیکل کیږي او که چا په سلو آیاتو سره شپه قایمه کړه د قانتین ( امر منوونکو کسانو) څخه به ولیکل شي ، او که چا په زرو آیاتونو سره شپه قایمه کړله نو د مقنطرین ( کامل مال لرونکو کسانو) څخه به ولیکل شي. (أخرجه أبو داود فى سننه - كتاب الصلاة- أبواب قراءة القرآن وتحزيبه وترتيله - باب تحزيب القرآن - حديث:۱۲۰۳ وفي سنن أبى داود حديث : ۱۳۹۸)
د سلفو حال د قرانکریم سره د رمضان په میاشت کي
قتادة رضي الله عنه به د قرانکریم اکثره درس د رمضان په میاشت کي شروع کوی.
امام زهري رحمه الله به ویل چي کله به رمضان داخل شوو چي دا میاشت د قرانکریم د تلاوت لپاره او فقیرانو ته د خوراک او چښاک ورکولو میاشت ده.
او ابن عبدالحکم وایې چي د امام مالک رحمه الله دا عادت وو چي کله به رمضان میاشت راورسیده نو د حدیثو له ویلو او قراء ت کولو څخه به ولاړی او د اهل العلم له مجلس څخه به يې لري والی اختیار کړی او د قرانکریم له تلاوت سره به يې مخامختیا کوله یعني د قرانکریم تلاوت به يې شروع کړی.
عبدالرزاق وایې چي د سفیان ثوري رحمه الله هم دا عادت وو چي کله به د رمضان میاشت راداخل شوه نو نور نفلي عبادت به یې پریښودل او د قرانکریم تلاوت به یې کوی.
او بي بي عایشه رضي الله عنها بیا په رمضان کي دا عادت وو چي د ورځي په اوله حصه کي به یې د قرانکریم تلاوت کوی خو کله به چي لمر راوختلو بیا به ویده شوه ( لطائف المعارف : صـ۲۴۶)