تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د یوې دقیقې عمل
  تعلیم الاسلام
  June 22, 2017
  0

 ژباړه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
زموږ په ژوند کي ښه موقع دا ده چي د سبا لپاره دښه عمل پلان ولرو، که چیري موږ او تاسو د يوې شپې او ورځي د ۱۴۴۰ دقیقو څخه ځیني دقیقې په کار واچوو نو داسي لاس ته راوړنه به ولرو چي هیڅ تاجر یې چا ته نسي ورکولای!
 
موږ او تاسو په یوه دقیقه کي څه کولای سو؟
 
په یوه دقیقه کي کولاي سو چي سورت اخلاص (قل هو الله احد) ۶ واري ووايو چي د دوه ځله قران کریم ویلو ثواب لري.
 
په یوه دقیقه کي کولاي سو چي د فاتحې سورت (الحمدلله) درې واري ووايو، هر وار ویل يې ۱۴۲۰ نیکۍ لري دا ځکه چي په فاتحې سورت کي ۱۴۲ توري دي او هر تورۍ ویل ۱۰ نیکۍ لري چي د ۳ واري ویلو مجموعه  ۴۲۶۰ نیکۍ حاصلولاي سو.
 
په یوه دقیقه کي کولاي سو چي د الله عزوجل ۹۹ مبارک نومونه (اسماء الحسنیْ ) ووايو چي حفظ کوونکي ته یې د جنت زیری ورکول سوی دی.
 
په یوه دقیقه کي کولاي سو چي ۱۰واري دغه کلمه ووايو:
 لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ، وَلَهُ الْحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ. 
په لس واره ویلو سره د اسماعیل علیه السلام د اولادې څخه د څلورو غلامانو د ازادولو ثواب لري.
 
په یوه دقیقه کي کولاي سو چي سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ سبحان الله العظيم۵۰ واري ووایو! دا الله جل جلاله  ته تر ټولو محبوب کلمات دي چي پر ژبه اسانه، رحمن ته محبوب او په مېزان کي درانه کلمات بلل سوي دي او  د ورځي يې سل واري ویل  د انسان  د ګناهونو د بخښني سبب ګرځي .
 
په یوه دقیقه کي کولاي سو چي تقریباً ۵۰ واري لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ  ووايو چي د ایمان کلمه ده او تر ټولو افضل ذکر دئ .
 
په یوه دقیقه کي کولاي سو چي ۴۰ واري لاَ حَوْلَ وَلاَ قُوَّةَ إِلاَّ بِاللَّهِ ووايو چي دا ذکر د جنت د خزانو څخه یوه خزانه بلل سوې ده.
 
په یوه دقیقه کي کولاي سو چي ۱۰ واري دغه درود شریف ووايو:
اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ ، وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ ، وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ چي په نتیجه کي به الله  جل جلاله  ۱۰۰ رحمتونه راباندي نازل کړي (ځکه په یو ځل درود ویلو سره ۱۰ رحمتونه نازلیږي). 
 
په یوه دقیقه کي کولاي سو چي د خپلي کورنۍ، دوستانو او ملګرو سره اړیکي ونیسو، پوښتنه يې وکړو او  صله رحمي وساتو. ډیر زیات اجرونه به ترلاسه کړو.
 
په یوه دقیقه کي کولاي سو چي الله جل جلاله  ته د عاجزۍ لاسونه پورته کړو او په ښو الفاظو یوه خاص دعاء وغواړو.
 
په یوه دقیقه کي کولاي سو چي خپل مسلمان ورور یا خور ته نصیحت یا د خیر خبره وکړو.
په یوه دقیقه کي کولاي سو چي د یوه عام مسلمان ورور سره په ډېر ورین تندي مخ سو، روغبړ ورسره وکړو او د خیر خبري ورسره شریکي کړو.
 
په یوه دقیقه کي کولاي سو چي د کوڅې یا سړک څخه یو ضررناکه شی لیري کړو.
په یوه دقیقه کي کولاي سو چي یوه غمګین دوست ته د اطمينان یو څو الفاظ ووايو.
په یوه دقیقه کي کولای سو چي د یوه ګټور کتاب یوه صفحه ووايو او خپل علم او معلومات زیات کړو.
 
 یادونه: ددې لپاره چي د پورته ذکر سوو ثوابونو څخه مو پوره پوره ثواب او بدله تر لاسه کړې وي نو په زړه کي باید د الله  جل جلاله سره اخلاص ولرو، او د ښه عوض او بدلې امید ولرو، دا خبره معلومه ده چي ښه نېک اعمال هغه دي چي دوامداره وي او دا هم باید یاد ولرو چي تر ټولو ستر نیک اعمال او د ثواب کارونه هغه دي چي الله جل جلاله زموږ لپاره فرض ګرځولي دي. 
 
نو ایا ته د ښې ګټي لپاره یوه دقیقه وخت پیدا کولای سي ؟!
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته