تازه سرليکونه
د (تعليم الاسلام مجله) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په حنفي مذهب کي د جنازې لمونځ
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  October 10, 2020
  0

په حنفي مذهب کي د جنازې لمونځ

 

ژباړه: نور الله افغان

د جنازې لمونځ فرض کفايي دئ، که چيري بعضي کسان په جنازه کي ګډون وکړي نو د نورو کسانو هم غاړي ورسره خلاصيږي.

 

۱: د جنازې په لمانځه کي څو تکبيره دي؟
جواب: د جنازې لمونځ پر څلورو تکبيرونو مشتمل دی او له دې څخه اضافه نه دي روا.

 

۲: مخکي مو وويل چي د جنازې لمونځ يوازي څلور تکبيره دی، نو که چيري امام تر څلورو تکبيرونو اضافه تکبير ووایه مقتدي لره څه ښايي؟
جواب: که چيري امام تر څلورو تکبيرونو اضافه تکبيرونه وويل نو مقتديان دي يې نه ورسره وايي، بلکي انتظار دي وکړي تر څو امام سلام وګرځوي دوی دي هم سلام ورسره وګرځوي.

 

۳: په څه ترتيب سره بايد مړي ته لمونځ ورکول سي؟
جواب: کله چي څوک وغواړي د جنازې لمونځ اداء کړي نو امام دي مړی خپل مخ ته برابر کښيږدي او مقتديان دي يې شاه ته جماعت په لاندي طريقه سره اداء کړي.

 

  • د اول تکبير وروسته دي ثناء ( سبحانک اللهم ) ووايي: "سبحانك اللهم وبحمدك وتبارك اسمك وتعالى جدك وجل ثناؤك ولا إله غيرك".
  • تر دوهم تکبير وروسته دي ابراهيمي درود ووايي: اللهم صل على سيدنا محمد وعلى آل سيدنا محمد كما صليت على سيدنا إبراهيم وعلى آل سيدنا إبراهيم انك حميد مجيد ، اللهم بارك على سيدنا محمد وعلى آل سيدنا محمد كما باركت على سيدنا إبراهيم وعلى آل سيدنا إبراهيم في العالمين إنك حميد مجيد.
  • تر دريم تکبير وروسته دي دا دعاء چي د رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) ويلې ده ووايي: :"اللهم اغفر لحينا وميتنا وشاهدنا وغائبنا وصغيرنا وكبيرنا وذكرنا وأنثانا؛اللهم من أحييته منا فأحيه على الإسلام ومن توفيته منا فتوفه على الإيمان؛اللهم لا تحرمنا أجره ولا تفتنا بعده " او که چيري امکان وو دغه دعاء دي هم ورسره اضافه کړي، "اللهم اغفر له وارحمه وعافه واعف عنه وأكرم نزله ووسع مدخله واغسله بالماء والثلج والبرد ونقه من الخطايا كما ينقى الثوب الأبيض من الدنس وأبدله دارا خيرا من داره وأهلا خيرا من أهله وزوجا خيرا من زوجه وأدخله الجنة وأعذه من عذاب القبر ومن عذاب النار". او که بيا چيري مړی کوچنی وو نو د هغه لپاره د بخښني ( استغفار ) غوښتل نه کیږي ولي چي کوچنی معصوم او له ګناه څخه پاک وي. البته دا دعاء دي ووايي :"اللهم اجعله لنا فرطا وذخرا واجعله لنا شافعا ومشفعا"
  • تر څلورم تکبير وروسته امام راسته او چپه اړخ ته سلامونه وايي او مقتديان دي هم د امام سره راسته او چپه اړخ ته ( السلام علیکم ورحمة الله ) ووايي.

۴: آيا د جنازې په لمانځه کي لاسونه پورته کيږي؟

جواب: د جنازې په لمانځه کي لاسونه نه پورته کيږي بغير له اول الله اکبر څخه.

 

۵: هغه څوک به کوم عمل کوي د چا څخه چي د جنازې په لمانځه کي تکبيرات تېر سوي وي؟

جواب: کله چي څوک د جنازې په لمانځه کي په داسي حالت کي ګډون کوي چي يو يا څو تکبيرونه ورڅخه تېر سوي وي، نو به په لمانځه کي ورسره ځان ملګری کړي او تکبير به نه وايي تر څو چي امام بل تکبير نه وي ويلی، نو کله چي امام بل تکبير ووايه هغه تکبير به دی ورسره وايي او کله چي امام سلام وګرځوی نو که چيري جنازه ژر د خلګو له خوا پورته نه سوه خپل تکبيرونه دي پوره کړي او که جنازه يې ژر پورته کړه چي دده د تکبيرونو د قضاء نه پکښي کېدل نو به هغه تکبيرونه پريږدي او ژر تر ژره به سلام وګرځوي او د دې تکبيرونو بيا قضاء نسته.

 

۶: د جنازې د لمانځه شرطونه څه دي؟

جواب: د غټي او کوچنۍ بې اودسۍ څخه پاکوالی، د کالو پاکوالی، د لمانځه د ځای پاکوالی، د مړي پاکوالی، او د مړي ايښوول د امام مخ ته.

 

۷: د جنازې د لمانځه فرائض څه دي؟

جواب: ولاړه او څلور تکبيرونه د جنازې د لمانځه له فرائضو څخه دي او پاته يې سنتونه دي.

 

۸: که چيري يو څوک ښخ کړل سي او هیڅ څوک لمونځ ور نه کړي د دې څه حکم دی؟

جواب: که چيري د ښخېدو څخه يې درې ورځي تيري سوي وې لا کولای سي د قبر مخ ته يې ودريږي او لمونځ ورکړي مګر که يې تر درو ورځو اضافه وخت تېر سوی وو نو بیا دي لمونځ نه ورته کوي.

 

د امام ابوحنيفه رح په مذهب کښي بايد څوک د جنازې د لمانځه لپاره امام وټاکل سي؟

جواب: اول حق د باچا دی چي بايد د جنازې د لمانځه امامت وکړي او که چيري باچا نه وو حاضر بيا د يې د کلي یا محل امام لمونځ ورکړي او که چيري هغه هم نه وو حاضر بيا يې نو بايد يو دوست د جنازې د لمانځه امامت وکړي.

که چيري د جنازې په لمانځه کي باچا و د مړي دوست حضور نه درلودی او کوم بل چا يې د جنازې لمونځ اداء کړی.

 

۹: او وروسته يې دوست را حاضر سو، آيا دوست يې کولای سي د جنازې لمونځ يې بیرته راوګرځوي؟

جواب: بلې د دوست لپاره اجازه سته چي د جنازې لمونځ راوګرځوي.

 

۱۰: که چيري مړي ته دوست د جنازې لمونځ ورکړي، آيا د بل چا لپاره د لمانځه راګرځول سته؟

جواب: که چيري د مړي دوست د جنازې لمونځ ورکړی وو نو بيا هيڅ څوک نه سي کولای چي دوهم ځل د جنازې لمونځ مړي ته ورکړي.

 

۱۱: آيا د مړي په غياب کښي د جنازې لمونځ کېدای سي؟

جواب: د غايب مړي لپاره لمونځ نسته.

 

۱۲: آیا مړي ته په هغه جامع يا مسجد کي لمونځ ورکول کېدای سي چي هغه د پنځه وخته لمونځونو لپاره جوړ سوی وي؟

جواب: په مسجد کي مړي ته لمونځ ورکول مکروه عمل دی او نبي کريم (صلی الله عليه وسلم) به عموماً د مسجد څخه دباندي د جنازې لمونځ اداء کاوه او جنازه به يې د مسجد دباندي ايښوول.

 

۱۳: مړي ته تلقين ورکول څه حکم لري؟

جواب: موږ په دې امر نه کوو او نه هم منعه ورڅخه کوو.

 

۱۴: مړي ته د تلقين ورکولو طريقه څنګه ده؟

جواب: يو نفر يې سر ته دريږي او دا الفاظ وايي:
اې فلانی د فلاني زو ( درې ځله ) دغه زما ويونکي الفاظ زما سره ووایه چي په دې سره دي الله پاک له دنيا رخصت کړي او بيا به دا کليمې ورته ووايي: (لا إله إلا الله وأن محمدا عبده ورسوله وأنك رضيت بالله ربا وبالإسلام دينا وبمحمد صلى الله عليه وسلم نبيا وبالقرآن إماما .)

او که يې خوښه وه مړي ته د ښخېدو وروسته هم تلقين ورکولای سي او داسي دي ووايي: اې فلانی د فلاني زو ووایه چي: لا إله إلا الله محمد رسول الله وقل رضيت بالله ربا وبالإسلام دينا وبمحمد صلى الله عليه وسلم نبيا.

۱۵: آیا په مقبره کښي د خلګو کښينستل جايز دي؟

جواب: بلې؛ مګر کله چي مړی د خلګو د اوږو څخه کښته سوی وي هغه مهال کښينستلای سي او که چيري مړی د خلګو له اوږو څخه نه وي کښته سوی د هغه څخه مخکي کښينستل مکروه عمل دی.

 

۱۶: قبر بايد څه ډول او کومه اندازه باندي د خاورو اچولو وروسته جوړ سي؟

جواب: قبر بايد داسي جوړ سي چي ډېر لوړ نه وي او تر يوې لويشتي کم هم نه وي.

 

۱۷: د مړي تر ښخېدو وروسته د دعاء او قرآنکريم تلاوت څه حکم لري؟

جواب: دا مستحب ده، چي د مړي تر دفن وروسته د ميت اهل او ملګري له قبر څخه په تللو کي تلوار ونه کړي. بلکي دوی ته ښايي چي د يوه حيوان د حلالولو او غوښو د ويشلو په اندازه ځنډ وکړي او په دغه وخت کي د مړي لپاره د مغفرت دعا طلب کړي او قرآن ووايي او د ملکينو سره د مخامخ کېدو لپاره د ثابت قدمۍ دعا وکړي.

۱۸: هغه کوم اعمال دي چي مړي ته يې ثواب رسيږي؟

جواب: د قرآنکريم تلاوت، نفلي لمونځونه، نفلي روژې، نفلي حج، خيراتونه او د دې ترڅنګ نېک اعمال.

۱۹: پر قبر باندي د علامې ايښوول څه حکم دی؟

جواب: د مړي د جنسيت لپاره د علامې درول پر قبر باندي سنت عمل دی او که چيري پر دې باندي بېره وه چي قبرونه زیات وه او قبر د دوستانو څخه د بل وخت لپاره ورک نه سي نو پر قبر باندي د نوم لیکل هم کوم مشکل نه لري.

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مأخد تعليم الاسلام مجله 24 ګڼه

 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته