تازه سرليکونه
د (تعليم الاسلام مجله) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
رسنۍ زموږ پر فکر څه اغېز کوي؟
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  September 30, 2020
  0

رسنۍ زموږ پر فکر څه اغېز کوي؟


ليکوال: اسامه (جوهري)

 
انساني فکر ډېر وسعت لري، خو موږ تر ټولو اول دې سوال سره مخ کیږو، چي انساني فکر ولي متاثره کيږو ؟ ولي يوه خارجي مفکوره زموږ په فکر اغېزه کوي ؟ 

ځواب دا چي: انساني فکر او عقل د يو ماشين حيثيت لري،  داسي يو ماشين چي يو طرف په کښي خام مواد (Raw material) واچول سي او بل طرف  يو ښه محصول ترلاسه کړو .

بلکل همدا راز چي هر کله  يو انسان د پنځه ګونو حواسو په ذريعه يو څيز خپل ذهن ته واچوي، نو عقل او فکر پرې کار کول پيل کړي او بيا د خپل فکر او عقل مطابق يو محصول او نتيجه ورکوي .

تاسي د يو داسي انسان تصور وکړئ، چي پنځه ګوني حواس نه لري، لازما به دې نتيجې ته رسېږی، چي هغه به خپله کوپړۍ کي هم هيڅ ډول معلومات نه لري او نه به عقل کارولای سي او نه فکر.

لامل دا دی، چي ددې انسان د خامو موادو ترلاسه کولو لاري بندي دي .

 یعني هر کله چي موږ عقل او فکر کاروو، نو لازمه ده چي يو څه معلومات ولرو، تر څو عقل او فکر پر کار وکړای سي.

تر دې ځايه موږ ته دا خبره جوته سوه چي انساني فکر او عقل خارجي معلوماتو ته محتاج وي، نو هر کله چي د يو انسان خارجي چاپيريال څنګه وي د هغه فکر او عقل هم په هغه دائره کي وي، د بېلګي په توګه: يو څوک چي په روغتون کي کار کوي، نو د هغه فکر هم ټول مريضانو او طب سره وي، څوک په مستري خانه کي کار کوي د هغه ټول فکر د مستري خانې د الاتو سره وي.

همدا راز هر کله چي يوه اسلامي جامعه وي او په هغه کي پنځه وخته اذان کيږي، ځوانانو ته د اسلام او د دين د حاکميت په اړه دعوت کيږي، د اسلامي نظام په اړه مباحثې کيږي، د اسلامي اخلاقو او تمدن په اړه ځوانان خبرول کيږي او د اتحاد او اتفاق خبره ورته کيږي، نو لازمه ده چي د هغې ټولني ځوانان به هم خپل  فکر يادو مباحثو کي مصروف ساتي او په نتيجه کي به يې يو خودمختاره، په اسلامي نظام، اسلامي اقتصاد او تهذيب ولاړه ټولنه رامنځته کيږي او دا ډول ټولنه رامنځته کېدل د کفري نړۍ لپاره سر درد جوړيږي.
 
مشهور انګرېز مفکر او فلسفي جارج برنارډ شاه ( George Bernard Shaw ) لیکي: په راروانو سلو ۱۰۰ کلونو کي که کوم مذهب په انګليستان او اروپا باندي د حاکميت کولو موقع موندلی سي، نو هغه " اسلام " کېدای سي. ما اسلام همېشه حيرانوونکي پرمختګ سره ليدلی او قدر مي ورته کړی. همدا يوازینۍ مذهب دی، چي د ژوند بدلېدونکي حالاتو سره سمون خوړلو صلاحيت لري او همدا خاصيت چي په هره زمانه کي د پام وړ وي.
 
(George Bernard Shaw in 'The Genuine Islam,' Vol. 1, No. 8, 1936)
سوال دا دی چي غرب او کفري نړۍ د اسلام د پرمختګ د درولو لپاره او اسلامي ټولنو ته خنډ جوړېدلو لپاره کومي لاري کاروي؟ 
ځواب دادی، چي غرب ددې لپاره ډیر پلانونه په کار اچولي، خو تر ټولو مهم  يې "رسنۍ " دي.

رسنيو چي په اسلامي هیوادونو کي د مسلمانانو افکارو ته کوم زیان رسولی، شايد بلي کومي دسيسې نه وي رسولی.

د رسنيو تر ټولو مهم هدف دا وي چي يو شخص دي مکمل غربي (westernised) سي، د هغه کړه وړه، ناسته ولاړه او فکري ميلان دي ټول غربي وي، هغوی غواړي چي په اسلامي ټولنو کي حتی په يو اسلامي خاندان کي هم درز  پيدا کړي او دا خبره ناممکنه سي چي يوه اسلامي ټولنه تشکيل سي، په دې سلسله کي چي کفري نړۍ د رسنيو په لاس کوم کارونه کوي او بيا زموږ په فکرونو اغېزه کوي په لاندې ډول دي:
 
یو. احساسات Emotions

رسنۍ تر ډېره حده د انسان د احساساتو سره لوبي کوي، ايا کله مو فکر کړی چي د پخواني مسلمان ځوان او د معاصر مسلمان ځوان په فکر او ذهن کي څومره توپير راغلی؟

پخوا به د مسلمان ځوان اهداف دا ډول وو، چي څنګه به يو ښه عالم جوړ سم ، څنګه به نړۍ کي د اسلام او انصاف لپاره مبارزه وکړم، څنګه به ډېرو انسانانو ته خير ورسوم، څنګه به اسلام حاکميت ته ورسېږي، څنګه به يو سنجيده شخصيت جوړ سم.

معاصر ځوان ددې برعکس خيالات لري، معاصر ځوان مکمل د خوند غلام دی، بلوغ ته رسېدلو سره د خواهشاتو تابع وي، په دې فکر کي وي چي څنګه به يوې ښځي ته لاس رسی وکړم ، څنګه به د ډېرو ښځو وو نمبرونه پيدا کړم ، څنګه به يو ښه موټر پيدا کړم، څنګه به يو مست مجلس جوړ کړو چي اتڼ په کښي وکړو، همدا راز نور ډېر مرضونه لکه د شهرت تنده، د چوکيو او پروتوکول تنده، فحشاء، قمار او نشې، دا ټول هغه بد مرضونه دي چي په اکثره ځوانانو کي په اسانۍ سره موندلی سو. نجوني بیا په دي فکر دي، چي کومي راډیو ته زنک ووهي او کومه راډیو کي زمزمې وکړي.

رومانتيک سيريالونو ته ترويج ورکول، ځوانانو کي عشقي تنده پيدا کول، د رسنيو يوه عادي مشغله ده، پخوا به د يو ځوان نڅا کول ستر عيب بلل کېده، خو اوس په ميليونونو پښتانه او مسلمان ځوانان ټيک ټاک (TikTak) کي نڅا کوي او په ميليونونو خلک يې ويني. همدا راز په ښځو کي باغيانه ذهنيت پيدا کول هم د رسنيو يو مکروه پلان دی، ښځي په احساس کمتري کي واقع کول، د خاوند او کورنۍ له پابندي څخه باغي کول  بيا بيا ورته ويل چي ولي په کور ناسته يې؟ ولي د خاوند پيسو ته محتاجه يې؟ولي خپله بهر نه وځې؟ ولي په لوبو کي ونډه نه اخلې؟ حجاب خو قفس دی، تاته د حيوان په سترګه کتل کيږي او دا ډول نور خيالات د ښځو ذهن ته اچول کيږي او په نتيجه کي بيا ښځي ته نه خاوند سړی ښکاري او نه د پلار او ورور خبرو ته غوږ ږدي یعني کورنی نظام برباد سي او ددې يوه بېلګه په بي بي سي باندي نشر کېدونکې هغه لړۍ ده چي د (سل ښځې) په نوم نشریږي. 

په احساساتو باندي د رسنيو اثراتو په اړه د ريسرچ ګيټ (researchgate.net) ويب پاڼه باندي د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر په مياشت کي يوه مقاله خپره سوې وه چي پاس ذکر سوي ټولو نکاتو ته په کښي کتنه سوې.

دوه. غربیت Westernization

کفري نړۍ، په ځانګړې بیا غربي نړۍ غواړي چي خپل فرهنګ، تمدن، تهذيب او نظامونه يو معيار وګرځوي یعني دا د ژوند اصل وګرځوي او په ټوله نړۍ يې تطبيق کړي، مشهور فلسفي جان ملټن وايي: يو قوم  ته په زور ماتي ورکول نيمه فتحه وي، يو قوم ته فکري ماتي ورکول بشپړه فتحه وي.

په فکري جنبه کي نړۍ باندي حاکميت کولو لپاره رسنۍ تر ټولو موثره لاره ده، وجه دا ده چي اوس وخت نړۍ د يو کلي Global Village حيثيت لري. يو ځوان چي څومره غرب ته نږدې وي هغومره ورته ځان متمدن او عصري (Modern)  ښکاري، پټکی او لونګی د شاه تګ او پتلون ورته د پرمختګ نخښه ښکاري، رسنۍ کوښښ کوي چي ملا، محراب او جومات د زړې زمانې شيان ښکاره کړي، بلکي عالمي رسنۍ خو دا کوښښ کوي چي اسلام او وحشت  سره نږدې وښايي، خصوصا په فلمونو کي چي کوم نفر خلکو ته ترهګر معرفي کوي نو هغه ته يې جعلي ږیره او لاس کي تسبيح ورکړي وي، مسلمان همېشه ترش تندی او  وحشت کونکی معرفي کيږي.

که له ږیره لرونکي کس څخه خطا وسي نو د ملا نوم ورکول کيږي او که له  ملا څخه خطا وسي، نو هغه خبر په عالمي رسنيو کي په داسي انداز خپور سي چي ګويا ټول علما او ملايان داسي دي او د اسلام نوم په بدوي.
 
د ريډيکل اسلام او اسلام فوبيا اصطلاحات  خو به تاسي په کراتو اورېدلي وي. د اسلامي مقدساتو د توهين نه علاوه دوی کوښښ کوي چي اسلامي نظامونه هم بدنام کړي او اکثره هغه خلکو ته په رسنيو کي مخه ورکول کيږي چي سيکولر، ملحد، لبرال او فيمنسټ وي. 
لنډه دا چي د معاصرو کفري رسنيو  موخه که په يوه جمله  کي بيان کړم نو داچي:

 اسلامي عزائم، حاکميت او روحانيت ختمول او پر ځاي يې شهوت پرستي، ماده پرستي او غربي حاکميت ته ترويج ورکول دي .
نو هر کله چي يو انسان د ورځي نيم ساعت هم د رسنيو دا افواهات خپلو غوږونو ته پريږدي نو د انسان په فکر ډېره اغېزه لري. د دې فتنو څخه د خلاصون غوره علاج دا دی، چي په رسنيو باندي د اسلام د ترويج لپاره کار وسي او خصوصاً د تعليم الاسلام ادارې مسؤلينو ته دي الله ډېر اجرونه ورکړي، چي تر ډېره بريده يې خدمات عوامو ته رسېږي.

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مأخد تعليم الاسلام مجله 26 ګڼه

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته