تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د خندق په غزا کې د صحابه وو د لوږي کیسه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 9, 2021
  0

د خندق په غزا کې د صحابه وو د لوږي کیسه

 

لیکنه : قاري خبیب پشت رودي/تعلیم الاسلام ویب پاڼه


په صحیح بخاري او صحیح مسلم کي له حضرت جابر(رضي الله عنه)څخه روایت دی چي موږ د خندق په ورځ دخندق په کیندلو اخته وو چي یو ډیره سخته لویه ډبره مخ ته راغله صحابه کرام (رضي الله عنه)دهغې په ماتولو کي پاته راغلل، نو هغوی د نبي کریم (صلی الله عليه وسلم)په خدمت کي حاضر شول او عرض یې وکړ چي یارسول الله (صلی الله عليه وسلم)ډیره سخته لویه ډبره په خندق کي مخ ته راغلل چي هیڅ نه ماتیږي.


جناب رسول الله (صلی الله عليه وسلم)وفرمایل ښه چي دا سي ده نو زه پخپله خندق ته ورکښته کیږم، نو هغه ؤ چي دی مبارک ولاړ شو، دا داسي حالات وه چي ده مبارک له ډیري لوږي څخه  پر نس باندي ډبري تړلي وې، پوره درې ورځي پر موږ دا سي تېري شوې  چي د هیڅ شي څکه مو و نه کړل. 


د حدیث راوي حضرت جابر (رضي الله عنه)وایي وروسته ماعرض وکړ، یا رسول الله (صلی الله عليه وسلم)ماته تر کوره د تللو اجازت را کړه، هغه ؤ چي زه کورته راغلم او خپلي ښځي  ته مي وویل چي ما رسول الله (صلی الله عليه وسلم)په دا سي د لوږي په حالت کي لیدلی دی چي زما لپاره د تحمل وړ نه دی، ایا ستا سره د خوړلو، چښلو یو شی شته او که نه؟ هغې وویل هو زما سره څه اور بشي او یو د بزې بچی  شته، نو هغه ؤ چي ما هغه د بزې  بچی حلال کړ،او اوربشي مي میده کړې، غوښي مې په کټو کي وا چولې او زه خپله را غلم، رسول الله (صلی الله عليه وسلم)ته مي وویل چي ما دیو دوو کسانو سره زموږ کورته تشریف راوړئ.


ده مبارک راته وفرمایل وروره! څومره ډوډۍ دي تیاره کړې ده؟ ماښه په تفصیل سره هغه ټوله وروښوول، ورسته ده مبارک راته وفرمایل غم مه کوه دا ډېره ډوډۍ ده او ډېره ښه ډوډۍ هم ده، ته خپلي ښځي ته ووایه چي زما تر را تګ پوري دي نه کټو به ديګدانه را کښته کوي او نه دي له تنور څخه ډوډۍ را باسي.


تر دې وروسته جناب رسول الله(صلی الله عليه وسلم)وټولو اصحابو(رضي الله عنه)ته و فرمایل پورته شئ ملګرو درځئ! حضرت جابر زموږ لپاره ډوډۍ تیاره کړې ده، دا چي تول دېر وږي وه سمدستي را ولاړ شول او دحضرت جابر(رضي الله عنه)کره روان شول. حضرت جابر(رضي الله عنه)فرمایي چي زه ژر ژر کورته راغلم، ښځي ته مي وویل چي دا به څه کوو خبره خرابه شول جناب رسول الله(صلی الله عليه وسلم)او ورسره ټول مهاجرین او انصار را روان دي، ښځي مې را ته وويل: ایا جناب رسول الله(صلی الله عليه وسلم) د ډوډۍ د مقدار په هکله له تا څخه  پوښتنه ونه کړه چي څومره ده؟ ماورته وویل هو! ویې کړل، ما ټول ورته ووايه.


ښځي مي راته وویل، چي دا سي ده نو بیا هیڅ غم مه کوه، الله(جل جلاله)او د هغه رسول ښه پوهیږي، پر الله(جل جلاله)یې وسپاره هر څه به سم شي.


حضرت جابر(رضي الله عنه)وا یې چي د دې د دغي خبري په اورېدلوسره ما ته څه حوصله را پیدا شوه او زړه مي مطمئن شو. که مو کتل چي خلک کور ته را ورسېدل په دې وخت کي جناب رسول الله (صلی الله عليه وسلم)خپلو اصحابو (رضي الله عنه)ته و فرماییل ملګرو! دننه را شئ تنګي مه کوئ، خلک ټول کورته دننه رغلل،


تر دې وروسته رسول الله(صلی الله عليه وسلم)د ډوډۍ په ميده کولو او پر هغه باندي په غوښو ایښوولو پيل وکړ، له کټوي څخه به یې غوښي اوله تنور څخه به یې ډوډۍ را و ایستل، بیا به یې د هغه سر پټ کړ او خپلو ملګرو ته به يې ور وړاندي کړل، بیا به یې را ایستل او په دغه ډول به یې را ایستل او په دغه  ډول به یې نورو ته ورکول، جناب رسول الله (صلی الله عليه وسلم)ډوډۍ میده کول او غوښي يې را ایستې او ټولو ته يې ورکولې ، ترڅو چي ټوله ماړه  شول او څه خواړه پاته لاهم شول، وروسته ده مبارک د حضرت جابر(رضي الله عنه)ښځي ته وویل راشه ته یې هم و خوره او نورو ته  یې هم د هدیې په ډول  ولېږه، ځکه چي نن ورځ خلک ډېر وږي دي  (بخاري، مسلم).


په یوه بل روایت کي دي چي حضرت جابر (رضي الله عنه)وایي کله چي خندق کیندل کېدی، نو ما ولیدل چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم)ډېر وږی دی زه را غلم خپلي ښځي ته مي وویل چي ستاسره د خوراک یو شی نسته، ځکه چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم)ډېر سخت وږی دی، هغې یوه کڅوړه را وا یستل را ښکاره یې کړل چي په هغې کي یو من اوربشي وي او موږ یو کوچنی پسه هم درلود، زه را ولاړ شوم هغه مي حلال کړ اوښځي مي اوربشي اوړه کړې. 


کله چي زه د غوښو له پخولو څخه فارغه کېدم نو که مي کتل چي دا بیا د اوربشو له او اوړه کولو څخه فارغه شوې ده، ماغوښي ټوټې ټوټې کړې په کټو کي مي واچولې، غوښتل مي چي بیرته رسول الله (صلی الله عليه وسلم)ته حاضر شم، خو په دې وخت کي مي ښځي راته وويل سړیه! چي ما د رسول الله (صلی الله عليه وسلم)او د ده دملګرو په مخ کي رسوا نه کړې، زه رسول الله (صلی الله عليه وسلم)ته را غلم او پټ مي خبري ورسره کړې، ما ورته وویل چي یارسوالله! موږ خپل یو کوچنی پسه حلال کړی دی او یو صاع (یعني دوه نیم کیلو) اوربشي مو اوړه کړدي، نو تاسي له یو څو کسانو سره تشریف راوړئ.


رسول الله (صلی الله عليه وسلم)په لوړ اواز وفرمایل ای خندق کیندونکو! راځئ جابر (رضي الله عنه)ډوډۍ تیاره کړې ده وروسته یې ما ته وفرمایل ای جابره! تاسي خپله کټوه له دېګدان څخه مه را کښته کوئ او مه له خپلو اوړو څخه ډوډۍ پخوئ، تر څو چي زه درځم.


حضرت جابر(رضي الله عنه)وایې چي زه ژر ژر راغلم کورته مي ځان را ورساوه خپلي ښځي ته مي دا کیسه وکړه چي ټول خلک را روان دي هغه ډیره وار خطا شوه ماته یې په ښېراوو او بد ویلو شروع وکړه، ماورته وویل زما څه قصور دی، ما خوهغه وکړه چي تا ته مي ويلي وه .


په هر حال که مو کتل چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم)تشریف راوړ، ښځي مي اوړه را و ایستل او د رسول الله(صلی الله عليه وسلم)په خدمت کي یې وړاندي کړل، رسول الله(صلی الله عليه وسلم)پکښي چو کړل او برکت دعا یې وکړل، بیا زموږ  د کټوي خواته راغی په هغه کي یې هم چو کړل او د برکت دعا یې وکړل، بیا یې وفرمایل چي یو ډوډۍ پخوونکی را وبوله  هغه دي له تاسره ډوډۍ پخوي او ته له خپلي کټوي څخه سالن په پیالو کي اچوه، مګر هو هغه له دېګدان څخه مه راکښته کوه.


حضرت جابر(رضي الله عنه)وایې دغه ټول په ډوډۍ کي شریک پوره زر کسان وه، زه په الله (جل جلاله)قسم خورم چي ټولو تر پزي پوري ډوډۍ وخوړل، تر دې چي څه ډوډۍ ځني پاته لاهم شول، تاسي یقین وکړئ دوی ولاړل خو زموږ کټو لا هماغسي جوشېدل لکه څرنګه چي مخکي ايشېدل.


ماخذ : (صحیح بخاری، صحیح مسلم)  مأخذ افضل الحکایات. 
 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته