درې ارمانجن
لیکنه : نصیب الله /تعلیم الاسلام ویب پاڼه
ګونګی د الله تعالی د کتاب لوستلو هیله لري او کوڼ د اوریدلو ارزو لري او ړوند تل په زړه کي دا ارمان لري ، چي پرسترګو د خلګو او کایناتو ننداره وکړي .
ستر دینی عالم او خوږ ژبی لیکوال دوکتور عبدالله عایض القرني د قرانکریم د انشراح سورت ددې ایت:
*فاذا فرغت فانصب*و الی ربک فارغب* په تفسیر کي لیکي : چي دا ایت ددې اجازه نه ورکوي ، چي وزګار وخت دي بې ځایه تیر کړه بلکي قرآني سپارښتنه داده ، چي وزګار وخت مه تیروه عبادت وکړه یا ولوله :
(یا مطالعه وکړه ) او یا تسبیحات ووایه.
شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله نه چي کله پوښتنه وشوه ، څنګه دې سبا کړ ؟ هغه وویل: چي ددوو سترو نعمتونو (سهار او ماښام) په منځ کي نه پوهیږم چي کوم یو به یې غوره وي .
ماخذ :دوخت قیمت او زموږ غفلت
www.taleemulislam.net