تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د ځينو سَرِيو لېږل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 25, 2021
  0

سیرت نبوي (۲۴۷برخه)

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د ځينو سَرِيو لېږل

په دغه موده کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د طرفه د شا وخوا وځينو سرکښو  قبيلو ته سَريې يا ټولۍ هم لېږل کېدلې چي د هغې جملې څخه دغه د هجرت د اتم کال د ربيع الاول په مياشت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  شجاع بن وهب رضی الله عنه  و هوازن ته ولېږى چي و هغو ته يې جزاء هم ورکړه او غنيمتونه يې هم ځني راوړل. 


دغه رنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم  يوه لس نفريزه ټولۍ د غالب بن عبدالله رضی الله عنه  په مشرۍ و قُديد او د بني مُلَوِّح قبيلې ته ولېږل چي غالب رضی الله عنه  د هغو څخه ډير غنيمتونه راوړل، حال دا چي دغه قبيله ډيره لويه او قوي قبيله وه د مسلمانانو څخه وتښتېدل او مسلمانانو يې حيوانات په غنيمت را وستل، سره د دې چي د مسلمانانو شمير فقط لس نفره ؤ خو د دغه کاميابۍ سبب دا ؤ:

 

چي د دغه بنو مُلَوِح د  قبيلې مشر حارث بن مالک خپل منظم لښکر د يو بل ځاى د حملې او چورولو دپاره لېږلى ؤ، په دغه وخت کي چي د هغو لښکر د حملې دپاره بل ځاى ته تللى ؤ غالب بن عبدالله رضی الله عنه  حمله پر وکړه او غنيمتونه يې ځني را رهي کړه، کوم وخت چي د مسلمانانو دغه کوچنۍ ډله د بنو مُلَوِح څخه را و وتل د هغو لښکر را ورسېدى او قوم حال ورته و وايه چي مسلمانانو حمله راباندي وکړه زموږ مالونه يې واخستل او حيوانات يې بوتله، هغه لښکر په مسلمانانو پسي رارهي سو، اوس نو د بني مُلَوِح پوره لښکر په لسو نفرو مسلمانانو پسې دى، غالب رضی الله عنه  وايي: دومره رانژدې سوه چي موږ يې وينو، هغه پوره او کامل لښکر دى او موږ څو نفره يو، دا مو يقين سو چي اوس مو نيسي او وژل کیږو موږ په دغه فکر کي يو، غالب رضی الله عنه  وايي: والله آسمان صاف ؤ هيڅ اوريځ نه وه چي په يوه وار پر آسمان اوريځي پيدا سوې څو باران شروع سو، هغه لښکر را پسې دى او قريبه ده چي په موږ پسي را ورسيږي، خو باران دومره شديد ؤ چي سېلونه وبهېدل .


(د سېل قدرت خو در معلوم دى چي موټر د باره سره وړي) په دښتو کي چي سېل راسي لکه يوه ډيره لويه واله يا رود چي بهيږي او څوک نه سي تر اوښتلاى يا پوري وتلاى، غالب رضی الله عنه  وايي: دغه لوى سېل زموږ مسلمانانو او د بني مُلَوِح د کفارو په منځ کي و بهېدى او بهيږي، کفار نه سي کولاى چي تر دغه سېل را تېر سي او موږ الله جل جلاله  د دغه سېل په واسطه دکفارو د شره څخه خلاص کړو. 


بيانو د مؤته ترجنګ د مخه آخرنۍ سريه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ولېږل هغه د عمرو بن کعب رضی الله عنه  سريه وه، دغه سريه د هجرت د اتم کال د ربيع الاول په مياشت کي وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  څوارلس نفره ذات الأطلاع ته د دعوت او تبلیغ دپاره ولېږل، ذات الأطلاع د وادي القرْى و شمال ته واقع دى چي و شام ته ډير نژدې دى، دغه سريه د جنګ او حملې دپاره نه وه بلکه د دعوت او د اسلام د تبليغ دپاره وه، د دوى سره د جنګ دپاره اسلحه هم نه وه ور سره، دغه ډله (600) کيلو متره ليري د دعوت دپاره ولاړل. 


د اصحاب کرامو و همت او صداقت ته متوجه ياست؟ (600) کيلو متره دکفارو په مځکه کي پياده ځي چي هلته د الله جل جلاله  و عبادت ته خلک را وبولي، خو زه او ته هم باید خپلو ځانو ته متوجه سو او په خپله د خپل ځان څخه دا پوښتنه وکړو چي آیا موږ هم په خپل کور او خپل کلي کي د اسلام د نشرولو دپاره د خپل ځان په ستړي کولو یا د مال په مصرفولو څه کړي دي او که فقط په دغه خوشاله یو چي په خوله سره وایو چي موږ مسلمانان یو؟ 


خير! دغه ډله نژدې و شام ته ورسېدل، هلته د غساسنه قبيله په خبره سوه او حمله يې پر وکړه بيله يوه نفره نور يې ټول شهيدان کړه، هغه يو نفر چي هغه هم زخمي سوى ؤ خو شهيد نه سو و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته يې حال او خبر ور وړى. 


اوس نو د غسان د طرفه پر مسلمانانو څو واره تېرئ او تجاوز وسو، دا درېیم وار دى  چي پر مسلمانانو تجاوز کوي، دلته نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  إراده وکړه چي د غسان قبيلې ته جزاء ورکړي او د دغه مقصد دپاره يې مسلمانان راټول کړه،  مګر د غسان قبيله تر اندازې زياته لويه قبيله ده او په عين حال کي د روم سره عهد او اتفاق هم لري چي د ضرورت په وخت کي به روم د دوى مرسته کوي او همدارنګه به دوی د ضرورت په وخت کي د روم څخه دفاع کوي (لکه امريکا او اسرائيل) نو د غسان د قبيلې سره جنګ آسانه کار نه دى، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم  د غساسنه وو پر ضد د جهاد اعلان وکړی او وې فرمايل: هر مسلمان چي و دغه جنګ ته وتلاى سي بايد ووزي. 


رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ټول درې زره نفره راټول سوه چي تر دغه وخته پوري د مسلمانانو هغه لوى لښکر دغه دى چي سره يو ځاى کيږي، دا اول وار دى چي د مسلمانانو د لښکر شمېر و درو زرو نفرو ته رسيږي، مقصد دا چي د غساسن د قبیلې 
د جنګ دپاره درې زره نفره مسلمانان سره يو ځاى سوه. 


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته