تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د غوره ژوند لپاره غوره عادتونه (دوهمه برخه)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 31, 2023
  0

لیکنه محمدنبي سلطاني/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د غوره ژوند لپاره غوره عادتونه خپل کړی 
(دوهمه برخه)


۱۶- په ورځ کي شل دقیقې خپلي شخصي روغتیا ته د پخوا په پرتله ډېره پاملرنه وکړئ. 


۱۷ - د منفي خبرو، ذهني اضطراب، شکایت کولو او فالتو خبرو څخه ډډه وکړئ.


۱۸ -   پاک او باوقار اوسئ. 


۱۹ – پر نورو او له نورو سره مهربانه اوسئ.


۲۰ – تل پر شونډو زړه راښکونکې موسکا ولرئ.


۲۱. خبري په آرامۍ سره کوئ، په نارینه؛ خو نرم ږغ  سره. 


۲۲ -  له هري ډوډۍ مخکي یو ګیلاس اوبه وڅښئ.


۲۳ - له ماشومانو سره مو لوبي وکړئ.


۲۴ - هره ورځ یو کوچنی هدف ولرئ. خپل هدف ته د رسیدو لپاره، تاسو باید یو پلان جوړ کړئ چې تاسو به ستاسو وروستي هدف ته ورسوي. 


۲۵. هره شپه پر خپل وخت بیده سئ.


۲۶ -  هره ورځ پر خپل وخت له خوبه پورته کېږئ. (د اونۍ او رخصتیو په شمول). 


۲۷ -  کله چي بيدېږی، نیم ساعت مخکي تر خوب په کوټه کي رڼا کمه کړئ.


 ۲۸- کله چي ویده کیږئ، په شعوري توګه ذکر او دعاوي وکړئ؛ ترڅو ذهن مو له فشار څخه ساتلی وي. 

 

۲۹ - ورځني فعالیتونه د خوب خوني ته مه راوړئ. د خوب خونه یوازي د خوب لپاره وکاروئ.

 

۳۰ - هغه احساسات، ځایونه او حالات وپیژنئ چې تاسي بد عادتونو او کارونو ته اړباسي.

 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته