تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مغربي هیوادونو څنګه ترقي وکړله ؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 22, 2021
  0

مغربي هیوادونو څنګه ترقي وکړله ؟

 

لیکنه : عبدالسلام حنفي /تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

زموږ په ټولنه کې خلګ دا ګمان کوي چې د غربي ټولنې ناوړه  تقلید او د هغوي ناوړه عادات او خویونه په خپل ځان کې راوستل به زموږ د ترقي سبب شي، خو لیکن دا یوه شیطاني دهوکه ده . 


بلکي باید دې ته فکر وکړل شي چې غربي هیوادونو پرمختګ څنګه وکړي نو په دې باره کې د مفتي شفیع صاحب رحمه الله  یوه وینا چې مفتي تقي عثماني صاحب په خپلو خطباتو کې بیان کړي ده درته لیکم مفتي صاحب وايي.


 چې  په باطل کې د راوچتیدلو  او پرمختګ کولو طاقت نشته  ځکه چې الله جل جلاله په قرانکریم کې دا خبره  بیان کړي ده (ان الباطل کان زهوقا ) یعني  باطل ختمیدلو واله دي ،  د راپورته کېدو توان نه لري  خو که چیرته یو باطل قوم او باطل سړی وویني چې  پرمختګ کوي.


نو پوهه شه چې  یو حق شي د هغه سره ملګري شوي دي ،  او هغه حق څیز ورته پرمختګ ورکړي دي ،  کنه په باطل کې دا طاقت نشته دي،او په دنیا کې اصلاً حق د سربلندي لپاره راغلي دي ، په حق کې هیڅ کله د راغوځیدو  او ښکته کیدو  صلاحیت نشته دي.


بلکي همیشه لوړ وي خو که چیرته تاسو یو قوم ولیدي چې هغه د زوال او  انحطاط سره مخ دي نو په دې پوهه شه چې  د هغه سره یو باطل شي ملګري شوي دي ، چې د هغه قوم د زوال سبب شوي دي  که چیرته حق وي نو هیڅ کله به هم نه وي راغورځیدلي ، نو په دې سبب چې مغربي قومونو نن کومه ترقي او پرمختګ کړي دي.

دا د خپل باطل په وجه سره نه دي بلکي  یو حق شي، د هغوي سره ملګري شوي دي  کوم چې د دوي د پرمختګ سبب شوي دی، نو واقعاً هم تاسو که نن سوچ ورته وکړي بعضي داسي تعلیمات چې د اسلام تعلیمات دي او مسلمانانو پریښي دي او غربي قومونو په خپل ځان کې راوستلي دی.


 نو د غربي قومونو د پرمختګ سبب او د مسلمانانو د زوال سبب شوي دي هغه لکه په تجارت کې دهوکه ، دروغ ، خیانت ، غله ، رشوت ، قتل ، وغیره نور داسي کارونه چې د هغوي د پرمختګ سبب شوي دي.


 نو که مسلمانان هم غواړي چې پرمختګ وکړي نو اصلي لاره يي همداده چې دغه اسلامي تعلیمات په ځان کې راولي ، چې د دوي د پرمختګ سبب شي، خو که چیرته دوي د پرمختګ اسباب د غرب تقلید او د هغوي ناوړه دودونه بولي. او هغه په خپل ځان کې راولي او په ځاي اسلامي تعلیماتو ته شاه کوي نو دا دې پرمختګ وسیله نه بلکي د زوال سبب کیږي .

 

خطبات تقي عثماني حفظه الله


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته