تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دیو لوي عالم دګمراهۍ عبرتناګه کیسه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 3, 2021
  0

دیو لوي عالم دګمراهۍ عبرتناګه کیسه 


رالیږونکي  : محمد شفیق  / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ الَّذِي آتَيْنَاهُ آيَاتِنَا فَانسَلَخَ مِنْهَا فَأَتْبَعَهُ الشَّيْطَانُ فَكَانَ مِنَ الْغَاوِينَ ﴿الأعراف: ١٧٥﴾

 

ژباړه : او و اوروه ته دوی ته د هغه کس حال چاته چي موږ خپل آیتونه ورکړي وو ، هغه ، هغه آیتونه پریښودل بیا ورپسې شیطان ولګیدی نو هغه له ګمراهانو څخه شو .


په دې مبارک آیات کي چي کوم سړي کسه بیان کړل شوې ده ، په قرانکریم کي د هغه څه نوم او نښانه نه ده ښودل شوې ، په دې وجه د تفسیر د امامانو ، اصحابو او تابعینو پکښي اختلاف دی او مختلف روایتونه په دې سلسله کي راوړل شوي دي ، له ټولو څخه زیات د اعتبار قابل او مشهور روایت د حضرت عبدالله ابن عباس رضي الله تعالی عنه دي ، کوم چي ابن مردویه نقل کړی دي ، هغه فرمایي: چي د دې کس نوم بلعم بن باعور او چي د بني اسرائیلو ډیرلوی عالم او مشهور پیشوا و ، لوی عالم او د الله تعالی کامل معرفت يې درلودي ، ډیر لوی عابد او زاهد او مستجاب الدعوات .

 

یعني: د عا قبلېدونکي وو  او د الله تعالی اسم اعظم ورمعلوم و خو کله چي نفساني خواهشاتو او د دنیا میني غلبه پر وکړه او په عیاشي کي اخته شو نو ټول علم او معرفت يې ختم شو او د مرتبې او هدایت څخه وروسته سمدستي په ګمراهۍ اخته شو او د الله تعالی په نزد يې ټول محبوبیت او مقبولیت ختم شو او ذلیل او خوار شو .


رسول الله صل الله علیه وسلم ته په دې آیتونو کي حکم شوی دی چي تاسو خپل قوم ته دا عبرتناکه کسه واوروئ ، د دې لپاره چي دوی له خپل عقل او پوهي څخه کار واخلي ، عبرت حاصل کړي او ایمان راوړي .


ماخذ : پاشلي ملغلري 


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته