تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د یو عالم او ظالم باچا د پند کیسه!
  تعلیم الاسلا ویب پاڼه
  June 17, 2021
  0

د یو عالم او ظالم باچا د پند کیسه!


تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

یو وخت د ظالم باچا دربار ته یو عالم راغی، عالم باچا ته وویل:

-ته یو ظالم باچا یې، د حق لار دې پرېښې ده او پر ناحقه لاره روان يې. باچا ډیر په قهر سو او امر یې وکړ چې، دا عالم بندي کړئ!

کله چې اووه (۷) کاله تیر سول یو وخت دغه ظالم باچا ته د ظلم کولو په وخت د هغه عالم خبره ور یاده سوه، امر يې وکړ چې، هغه عالم را حاضر کړئ، کله چې عالم د باچا دربار ته راغی، د باچا په مخ کې کښېناست. باچا ورته وویل: تا ماته هغه خطرناکه او سخته خبره وکړه؛ نو ځکه له دې ډول تکلیف او خطر سره مخ سوې. عالم ورته وويل: زه یو طبیب یم کله چې، مریض ووینم؛ نو د مرض په باره کې څه د خیر خبره ورته کوم.


باچا ورته وويل: چا درته وویل چې ته ماته نصیحت وکړه؟

عالم ورته وویل: تاته چا دا حق درکړ چې، د قضا پر چوکۍ کښېنه؟

باچا ورته وويل: ماته ددې ښار لوی امیر امر کړی دی.

عالم ورته وویل: ما ته بیا ددې بنده ګانو رب دا امر کړی دی!

باچا ورته وويل: ته نه پوهیږې څوک چې، د باچا په وړاندې دا شان جرأت کوي، هغه خپل ځان له هلاکت سره مخ کوي؟

عالم ورته وویل: ته بیا نه يې خبر چې، څوک د الله تعالی په وړاندې جرأت کوي، هغه د الله اور ته بلنه ورکوي.


باچا ورته وويل: نور عالمان ستا په شان خبره ولې نه کوي؟

عالم ځواب ورکړ چې، هغوی ستا د اوو (۷) کلونو له بند څخه ويریږي، او زه بیا د یوسف علیه السلام په قدم پل ږدم، ماته ستا له خوښې او ستا له ویرې څخه بندي خانه ډیره خوښه ده.


دلته نو باچا پوه سو او توبه ګار سو، عالم ته يي وویل: څه غواړې ويې غواړه، عالم ورته وویل: زه اوس سپینږیری یم، ماته زما ځواني را وګرزوه!

باچا ورته وویل: دا خو مې په وس نسته. عالم ورته وویل: بیا مې نو له مرګ څخه خلاص کړه.

باچا بیا ورته وویل: دا مې هم په وس نسته. عالم ورته وویل: زه د هغه چا پر دروازه ولاړ یم چې، دا ټول يې په وس پوره دي.

باچا بیا ورته وویل: ضرور له ما څخه به څه غواړې!

عالم شاوخوا وکتل یو تک تور بدرنګه غلام يې ولید، او ويې ویل: که نه مې پریږدې؛ نو له دغه غلام څخه څه غواړم او له تا څخه یې نه غواړم.


باچا بیا په غوصه سو او ورته يې وویل: دا خو بېخي کم عقلي ده، زه باچا یم له ما څخه څه نه غواړې او زما له یو کمزوري غلام څخه یې غواړې!

عالم ورته وویل: کله چې مې ستا له غلام څخه غوښتنه وکړه ته په قهر سوې؛ زه وېریږم چې پر ما به خپل رب په قهر سي، او وايي به چې، زه دې پریښودم او زما له بنده څخه یې غواړې!
 ماخذ: عبرتناکه کیسي
www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته