تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د روژې اجر او ثواب په صحیحو احاديثو کې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 13, 2021
  0

د روژې اجر او ثواب په صحیحو احاديثو کې

 

راټولونه : مولوي محمد اسحاق تمیم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


① ابوهریره رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه و سلم وفرمايل: کله چې د روژې میاشته  راسي ، د جنت دروازې خلاصي او د دوزخ دروازې بندي سي ، او شیطانان وتړل سي.

"بخاري او مسلم"


② د سهل ابن سعد رضي الله عنه څخه روایت دی ، چې رسول الله صلی الله علیه و سلم و فرمایل: د جنت اته ۸ دروازې دي،  یوه دروازه یي د ریّان په نامه ده چي یوازې روژه نیوونکي پر دې دروازه ننوزي.
"بخاری او مسلم"


③د ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دي چي رسول الله علیه السلام وفرمايل: څوک چي روژه د ایمان او ثواب لپاره ونیسي،  د ده تېر ګناهونه معاف سول،  څوک چي د روژې میاشت د ایمان او ثواب لپاره په عبادت تېره کړي ، تېر ګناهونه یي معاف سول او څوک چي د قدر شپه د ایمان او ثواب لپاره په عبادت تېره کړي،  تېر ګناهونه يي معاف سول.
"بخاری او مسلم"


④ همدغه صحابي بل روایت کوي چې رسول علیه السلام وفرمایل: د ادم د زوی هر نیک عمل په لس ځله تر اووه سوه  درجې پورې رسېږي،  الله (جل جلاله)فرمايي:  "یوازې روژه ده چي هغه زما لپاره ده او  زه  ده ته ثواب په دې روژه سره ورکوم ، ده زما لپاره نفساني خوندونه او خورک بند کړي دي".  د روژاتي لپاره دوې خوشحالۍ دي. یو دا چي کله روژه مات کوي او بل دا چي کله د خپل رب سره ملاقات کوي. د روژاتي د خولې بوی الله(جل جلاله) ته تر مشکو ډېر خوښ دی.  روژه د ګناهو په وړاندې سپر دی. کله چي څوک روژه نیسي نو ښکنځل او بدي دې نه وایي ، که چا ده ته بد وویل او یا یې جنګ ور سره کوي،  نو دی دې ورته ووایي چې زما روژه ده.
بخاری او مسلم.

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته