تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تراوېح کول نفل دي او که سنت مؤکده/ پنځمه برخه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 8, 2024
  0

لیکنه: ملا سلیمان شاه مختار/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 
منجنیق الصخور فی رد علی اهل الهواء والفجور 
تراوېح کول نفل دي او که سنت مؤکده
پنځمه برخه
آئمّه اربعه او تراوېح


امام ابو حنیفه


امام الاعظم ابو حنیفه رح وایي چي په روژه کي تراویح کول سنت موکده دی او پریښودل یې نامناسبه عمل دی، پر هر مسجد والا لازمه ده چي دخپل کلي په مسجد کي هره شپه د وِترو بغیره شل رکاته تراویح وکړي، پنځه تراوېح په لسو سلامو باندي او پر هرو دوو رکاتو باندي سلام ګرځول لازمي دی. [رواه فتاوی قاضی خان: جلد اول، صفحه، ۱۱۲]


امام مالک رحمه الله


امام ابن القاسم رح د امام مالک رح څه روایت کوی چي تراوېح ټولي ۳۶ رکاته د وترو بغیره او دری رکاته وتر ورسره کول هم مستحسن کار دی او داد اهل مدینه عمل دئ. [رواه هدایة المجتهد جلد اول  صفحه ۱۵۲ ]


امام احمد بن حنبل رحمه الله


امام ابن قدامه حنبلی رح فرمایي چي د امام احمد رح په نزدیک په تراوېحو کي تر ټولو افضله او غوره تعداد شل رکاته دي. [رواه المغنی لابن قدامه جلد دویم صفحه ۱۶۷ ]


امام شافعی رحمه الله


امام مزني رحمه الله روایت کوي چي امام شافعی رح وویل په روژه کي ماته شل رکاته تراوېح کول محبوب دي ځکه چي دا دحضرت عمر رضی الله عنه څخه منقول دي او دغه شل رکاته تراوېح ما په خپل کلي مکه مکرمه کي هم پیدا کړي دي. [مختصر المزنی صفحه ۲۱ ، هدایة المجتهد جلد اول صفحه ۱۵۲ ]


شیخ عبد القادر جیلانی حنبلی رح 


د تراویحو لمونځ کول د نبي ﷺ سنت دی او سنت موڪد دی او دغه لمونځ شل رکاته دی پر هر دویم رکات باندی سلام ګرځول کيږي دا رکم پنځه تراوېح کيږي چي هره ترویحه څلور رکاته ده. [رواه غُنیة الطالبین مترجم صفحه ۳۹۳ تا ۳۹۶]


علامه ابن تیمیه رحمه الله


دغه خبره ثابته ده چي اُبی ابن کعب صحابه کرامو او تابعینو ته په روژه کي شل رکاته تراوېح ورکولې او درې رکاته وتر یې ورکول او ټولو علماؤ دغه شل رکاته سنت ګرځولی دی ځکه اُبی ابن کعب د  مهاجرینو او انصارو صحابه کرامو په وجود کي دغه شل رکاته تراوېح ورکولې هیچا یې هم انکار نه وکړی. [رواه فتاوی ابن تیمیه جلد درویشت صفحه ۱۱۲ ]


امام ابو حامد غزالی شافعی رح


تراوېح شل رکاته دي او ددې طریقه مشهوره او معروفه ده او سنت مؤڪد دي. [رواه احیاء العلوم جلد اول صفحه ۲۰۱ ]


علامه ابن نجیم مصری رح


د کنزالدقائق مصنف لیکلی دی چي تراوېح شل رکاته دي او دا دجمهورو قول دئ ځکه په موطاء امام مالک کي دحضرت یزید بن رومان رح څه روایت دی چي خلګو د عمر رضی الله عنه په خلافت کي درویشت رکاته د وِترو سره کولې او پر دی باندي د مشرق او مغرب د خلګو عمل هم دی. [رواه البحر الرائق جلد دویم صفحه ۶۶ ]


علامه ابن عابدین شامي حنفي رح


د درمختار مصنف لیکلي دي، چي تراوېح شل رکاته دي او د جمهورو علماؤ مذهب هم دغه دی، د مشرق او مغرب خلګو هم په دی عمل کړی دئ. [رواه الدرالمختار مع حاشیه ردالمحتار: جلد دویم، صفحه ۴۵ ]


علامه علاؤالدین الحصکفی حنفي رح


تراوېح سنت موڪده دي د نارینه او زنانه لپاره اجماعاً، ځڪه پر دی باندی  خلفاؓء راشدینو مواظبت کړی دی او تراوېح ټولی شل رکاته دي د وِترو بغیره. [رواه الدر المختار مع حاشیة رد المحتار جلد دویم صفحه ۴۳ ]


شیخ عبد الحق محدث دهلوي رح 


د تراوېحو پر کم تعداد چي معامله مستقله سوه د صحابه کرامو تابعینو او بزرګانو ځه مشهوره سوه هغه شل رکاته دي، داچي وِتر هم ورسره ګډ کړی بیا درویشت جوړیږي. [رواه ماثبت السنه مترجم صفحه ۳۶۴ ]


حضرت شاولی الله محدث دهلوي


د تراوېحو د رکاتو تعداد شل دئ. [رواه حجة الله البالغه: جلد دویم، صفحه صفحه ۱۸ ]


علامه عبد الحی لکهنوي رح


په تراوېحو کي شل رکاته کول سنت مؤڪده دي، ځڪه چي پر دی باندی خلفاءؓ راشدینو مداومت کړی دی، که څه هم رسول ﷺ مداومت نه دئ ورباندی کړی او موږ مخکي ویلی دي چي د خلفاء راشدینو سنت هم واجب الاتباع دی او ددوی د سنت پریښودنکي ګناهګار دي که څه هم دا ګناه د رسول ﷺ تر سنت پریښولو والا کمه وي، نو لهاذا هغه څوک چي پر اته رکاته تراویحو اکتفاء کوي هغه بد کار کوی ځکه دوی دخلفاء راشدینو سنت پریږدي، که د قیاس له لاري تاسو سر خلاصول غواړی بیا داسی ووایاست " مثلا چي پر شل رکاته تراوېحو باندی خلفاء راشدینو مواظبت کړی دی او پر کم عمل چي خلفاء راشدینو مواظبت کړی دی هغه سنت مؤڪد دی، نو شل رکاته تراوېح سنت مؤڪد دی او د سنت مؤڪد پریښودنکي ګناهګار دی نو خلاصه دا چي د شلو رکاتو پریښودنکي هم ګناهګار سو. [رواه تحفة الابرار فی احیاء سنة سید الابرار صفحه ۲۰۹ ]


زموږ د احنافو مسلک 


د احنافو په نزد تراوېح شل رکاته کول سنت مؤڪد دی، ځڪه چي خلفاء راشدینو مواظبت پر کړی دی او دخلفاؤ سنت هم واجب الاتباع دی او ددی پريښودنکي ګناهګار دی او کم کس چي شل رکاته نه پوره کوی هغه هم ګناهګار دی ځکه هغه کس د خلفاؓؤ سنت ترک کړ.

 
د اهل الهوا مسلک


دغه ګمراه ډله کم چي ځانو ته سلفیان وهابیان یا اهل حدیث وایی د اسلام او سنتیت دعوه کوي، بل خوا پر ټولو مسلمانانو او پر مقلدینو باندي د ګمراهۍ او شرکيت مهرونه لګوي، تر دې چي بعضی یې دومره په خپله ګمراهۍ کي ژور تللی دي چي پر ټولو مسلمانانو دکفر فتوا وي ورکوی الله ﷻ د دوی ته پوره پوره  جزا ورکړي اوس دلته موږ د دوی د مذهب او مسلک ذکر کوو، کم چي تش په نامه مذهب او مسلک دی اوږده اوږده تاویلونه کوی د اخرت تاوانونه په اخلي.


دوی وایي چي تراوېح اته رکاته کول سنت دی شل رکاته سنت نه دي او دشلو رکاتو تعین کول یا هم تر دې پورته تعین کول د بدعت بیره لري او شل رکاته کول هم بدعت دئ. 

 

قضاوت پر تاسو 


د دغه مذکوره احادیثو  آثارو او اقوالو څه ثابته سوه چي تراویح رسول ﷺ دخپل امت لپاره مسنون ګرځولي دي او پر دې باندي یې ترغیب هم ورکړی دی، تر دې چي رسول ﷺ هم شل رکاته تراوېح کړي دي، دخلفاء راشدینوهم د شلو رکاتو تراوېح کولو معمول وو، حتی چي دحضرت عمر رضی الله عنه په خلافت کي پر شلو رکاتو تراوېحو باندي د صحابه کرامو اجماع راغله، ځکه عمر رضی الله عنه چي کله د اُبی بن کعب په امامت کي ټوله صحابه را جمعه کړه او دوی یې پر شلو رکاتو تراوېحو امر کړه،  هیچا هم پر دې فعل باندي رد ونه کړی، حال داچي انصار او مهاجر صحابه ازواج مطهرات خصوصا اُمّ المومنین حضرت عایشه رضی الله عنها ژوندی وه، په وروسته کي جلیل القدره تابعینو او تبع تابعینو هم اکثرو پر شلو رکاتو تراویحو اکتفاء کول، ائمه اربعه لکه امام ابو حنیفه رح امام شافعی رح امام احمد بن حنبل رح او په یوه قول کي امام مالک رح هم د شلو رکاتو تراویحو قائل وو، په خیروالقرون کي د عمري خلافت څه ونیسه بیا د دیارلسمي هجري صدۍ تر اواخرو پوري په ټوله عالم اسلام کي په مشرق کي په مغرب کي هر ځای تراوېح شل رکاته کېدلې، د اسلام په مراکزو کي لکه مدینه طیبه، مکه مکرمه، کوفه، بصره، بغداد او په خراسان کي شل رکاته تراوېح کېدلی، په مدینه طیبه کي خلفاء راشدین وه، په مکه مکرمه کي عطاء ابن ابی رباح رح وو، دده وروسته حضرت ابی ملیکه رح وو   په کوفه کي حضرت حارث  اعور، علی بن ربیعه، سفیان ثوري، او امام ابو حنیفه رحمهم الله وو، ددې ټولو حضراتو د تراویحو معمول شل رکاته وو، په بصره کي  حضرت عبد الرحمان بن ابی بکره، سعید بن ابی الحسن او حضرت عبدی رحمهم الله وو، دوی هم شل رکاته تراوېح کولې، په بغداد کي امام احمد بن حنبل رح وو، په خراسان کي حضرت عبد الله بن مبارک وو، دوی هم ټول په تراویحو کي دشلو رکاتو قائلین وه او داسنت یی ژوندی ساتلی وو، د درېیمی هجري صدۍ په وسط کي ائمه اربعه ددنیا څه رحلت کړی وو، چي بیا ددوی په فقهی مسائلو باندي عمل او اشاعت شروع سو کم چي تر اوسه جاري دی، د هری صدی فقیه او عالم تراوېح شل رکاته بللی دي، د شپږمي هجري صدۍ فقیه او بزرګ حضرت علامه عبد القادر جیلانی حنبلی رح تراوېح شل رکاته بللي، او امام ابو حامد غزالی شافعی رح هم تراویح شل رکاته بللي، په اتمه هجری صدۍ کي علامه ابن تیمیه هم د تراویحو دشلو رکاتو قائل وو دا سنت یی ژوندی ساتلی وو، په لسمه هجری صدۍ کي علامه ابن نجیم رح په مصر کي دا سنت ژوندی ساتلی وو چي تراویح شل رکاته دي، په یوولسمه صدۍ کي علامه علاو الدین په شام کي د دی قائل وو چي تراویح شل رکاته دي او حضرت شاه عبد الحق محدث دهلوي په هندوستان کي ددی قائل وو چي تراوېح شل رکاته دي، په دوولسمه هجري صدۍ کي حضرت شاولی الله محدث دهلوي رح هم ددې قائل وو چي تراویح شل رکاته دي او دده اولاده هم پر دغه عمل پاته سوه، په دریمه هجري صدۍ کي علامه ابن عابدین شامی رح ددی تذکره کوی چي تر اوسه په مشرق او مغرب کي شل رکاته تراویح کيږي او  حضرت علامه عبد الحی لکهنوی رح هم ددی قائل وو چي تراویح شل رکاته دي، خو ...... ددی ټولو احادیثو اقوالو آثارو او داجماع امت او د مسلمانانو د ددیارلس سوه کلن عمل خلاف تش په نامه ملایان منکرین حدیث راپورته کيږي دغه عمل ته بدعت وایي او دغه ګمراه ډله ددې ټولو احادیثو څه انکار کوي پر حق سترګي پټوي د شهرت او جاه طلبی لپاره په مشکل وخت کي چي مسلمانه نړۍ د خارجي مشکلاتو سره لاس و ګریوان ده دوی دلستوڼي د مار کردار لوبوي پر مقدساتو باندي د شاه له خوا د خنجر ګذارونه کوي، د دوی دعوه ده چي تراوېح اته رکاته سنت دي او شل رکاته کول بدعت دي حال داچي دغه عمل یعنی شل رکاته تراویح د نبی ﷺ او دخلفاء راشدینو څه ثابت دي، د صحابه کرامو او  د مجتهدینو پر دې خبره اجماع ده چي تراویح شل رکاته دي، داسلامی نړی دیارلس سوه کاله پر دې باندي اجماع وه چي تراویح شل رکاته دي، دغه منکرین حدیث کم چي په خوله ددی دعوه کوي، چي موږ په احادیثو او سنتو باندي عمل کوو همېشه د سنتو خلاف عمل کوي هري مسئلې ته دخپل عقل په معیار ګوري خو دین فقط عقل نه دئ او....

 

نوربیا... 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته