تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تراوېح کول نفل دي او که سنت مؤکده
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 30, 2024
  0

لیکنه: ملا سلیمان شاه مختار/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه  

منجنیق الصخور فی رد علی اهل الهواء والفجور 

تراوېح کول نفل دي او که سنت مؤکده
درېیمه برخه

د تراویحو پر شل رکاته دصحابه کرامو اجماع


حضرت محمد بن قدامه حنبلی رح فرمایی، چي امام مالک رح د یزید بن رومان رح څه روایت کړی دی چي د عمر رضی الله عنه په خلافت کي به خلګو په روژه کي درویشت رکاته لمونځ کوی دفرضو بغیره، چي شل رکاته به یی تراویح وې، دری رکاته به یی وِتر وه او حضرت علی المرتضی رضی الله عنه یوه قاري ته حکم وکړی چي خلګو ته شل رکاته تراوېح ورکوه او هم دغه د اجماع په معنا ده. (رواه المغنی لابن قدامه: جلد دویم، صفحه، ۱۷۶)


حضرت علامه قسطلانی شافعی رح فرمایی چي  د حضرت عمر رضی الله عنه په زمانه کي چي څه رکم تراوېح سوي دي هغه فقهاؤ اجماع بللی ده. [رواه ارشاد الساری لشرح صحیح البخاری: جلد دریم، صفحه ۵۱۵ ] 


ملا علی قاری الحنفی رح فرمایی  دصحابه کرامو پر دې خبره اجماع ده چي تراوېح شل رکاته دي. [رواه مرقاة المفاتیح جلد دریم صفحه ۱۹۴] 

امام بیهقی رح په صحیح سند سره دا حدیث نقل کړی دی، چي صحابه کرامو د حضرت عمر رضی الله عنه په دور کي شل رکاته تراوېح کولې او د حضرت عثمان بن عفان په دور کي یې هم شل رکاته تراوېح کولې. [رواه شرح النقایه جلد دویم صفحه ۲۴۱]


حضرت علامه سید مرتضی زبیدی رح فرمایی چي دصحابه کرامو د اجماع په وجه باندی کم چي د عمر رضی الله عنه په خلافت کي راغله امام نووی رح امام ابو حنیفة رح امام شافعی رح امام احمد  رح او جمهورو علماؤ دا مسلک خپل کړی دئ چي تراوېح شل رکاته دی، علامه ابن عبد البر هم دغه مسلک غوره کړی دئ. [رواه اتحاف السادة المتقین: جلد دریم، صفحه، ۷۰۰ ]

 

نوربیا... 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته